د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۱

IOM: د جنورۍ لومړۍ اوونۍ کې څه باندې ۹زره کډوال افغانستان ته تللي


د تېر وخت په څېر ۲۰۱۷ کال هم افغان کډوالو خپل اصلي وطن ته په راستنیدو پيل کړ.

د دغه کال په لومړۍ اوونۍ کې نهه زره او څلور سوه ناثبت شوي افغان کډوال له ایران او پاکستانه یا په زوره ایستل شوي یا په خپله راغلي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان اندېښنه ښودلې چې په افغانستان کې لا هم جنګ روان دی او د دا شمېر کډوالو بېرته راستنېدل به د دغه هېواد پر اقتصاد او خدماتي برخو فشار لا پسې زیات کړي.

دا شمېر د تېرو اوونیو په نسبت لږ زیاتوالی په ګوته کوي چې د ملګرو ملتونو اندېښنه یې هم پارولې ده.

د کډوالو یادې شمېرې ملګري ملتونه هم اندېښمن کړي.
د کډوالو یادې شمېرې ملګري ملتونه هم اندېښمن کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ اداره - د کډوالۍ نړیوال سازمان «ای. او. ام» وایي، د دا شمېر افغانانو بېرته راستنېدل اندېښنې پیدا کړي چې دا جګړه ځپلی هېواد به څنګه د بېرته راستنېدونکو دومره زیاته ګڼه ګوڼه وزغمي.

«ای.او.ام» ویلي د ۲۰۱۷ کال په لومړۍ اوونۍ کې له ګاونډي هېواد پاکستان نه ۱۶۴۳ کسان یا ایستل شوي یا هم په خپله راغلي دي او اخوا له ایرانه بیا یو زیات شمېر ۷۷۷۶ کسان راغلي چې ډېر یې ډیپورټ شوي دي.

په کابل کې د کډوالۍ نړیوال سازمان «ای.او.ام» ویاند مټیو ګرېډن رویټرز اژانس ته په مرکه کې اندېښنه ښودلې چې افغانستان کې لا هم جنګ شته او د ډېرو کډوالو راستنېدل به اقتصاد او خدماتي برخې تر فشار لاندې راولي.

ښاغلي ګرېډن ویلي که څه هم ناثبت شویو افغانانو ته هېڅ مرستندویه ټولنې نغدي مرسته نه کوي خو «ای.او.ام» په سرحد کې له ډېرو کورنیو سره د مرستې رسونې هڅه کوي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د ۲۰۱۷ کال د لومړۍ اوونۍ د راغلیو کډوالو په اړه خپلې موندنې په یوه رپوټ کې هم لیکلي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي په تورخم او ځینو نورو بندرونو کې دغو راستانه شویو ته خوراکي مواد ورکوي او مېشت ځایونه ورته جوړوي.

تمه ده د هوا په تودېدو سره تر راتلونکو څو میاشتو د راستانو شویو افغانانو شمېر لا زیات شي.

له ۲۰۱۶ کال راهیسې څه باندې اوو لکه ناثبت شوي افغان کډوال له ایران او پاکستان خپل هېواد ته راغلي دي.

ګڼ شمېر دغه افغان کډوال له ستونزو سره مخ دي او ان مرستندویو ټولنو هم د بودیجې د کمښت له امله له ځینو کسانو سره مرستې نه دي کړي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG