د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۶

هلمند کې بېځایه شوي کورنۍ: د مرستو پر ځای امن غواړو


د هلمند ولایت د بېلابېلو ولسوالیو نه د وروستیو جګړو له امله لښکرګاه ښار ته را بېځایه شوي کډوال وايي حکومت باید ددوی په سیمو کې امنیت تامین کړي ترڅو بېرته خپلو سیمو ته ولاړ شي.

دوی وايي، په ولسوالیو کې د جګړې له وېرې ډک کورونه پريښي او په یوه جوړه کالیو کې لښکرګاه ښارته راغلي دي.

دغه بېځایه شوي له اړوندو مسؤلینو غواړي چې کورنیو ته د ستنېدو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

بېځایه شوي کورنۍ وايي، ترهغه وخته چې حکومت د دوی د بېرته ستنولو لارې چارې برابروي، دوامداره او منظمو مرستواو سرپناه ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې د هلمند د مهاجرینو ریاست د معلوماتو له مخي تراوسه نږدي پنځه زره کورنۍ یوازې د نادعلي ناوې او ګرمسیر ولسوالیو څخه لښکرګاه او شاوخوا سیمو ته بېځایه شوي دي چي ددوه زره په شاوخوا کي کورنیو ته د سري میاشتي او مهاجرینو دریاست مرستي رسېدلي دي.

یاد ریاست وايي، که چېري د ناامنیو او جګړو پیل شوی ناورین دوام وکړي، نو د پنځلس زره کورنیو په شاوخوا کې نورې کورنۍ هم شاید بېځایه شي چې د مرستو رسول به يې هم څه اسانه کار نه وي.

د هلمند والي د دفتر رئیس نقیب الله سکندري بېځایه شویو کورنیو ته دمرستو رسیدو ډاډ ورکوي.

سکندري که څه هم د خلکو د هغه انتظار په اړه چې څه وخت به کلي ته ستنېږي څه ونه ویل، خو زیاته يې کړه د بېړنیو مرستو کمېسیون هڅه کوي چې نوري مرستې هم راجلب کړي.

په دې اړه د ازادي راډيو د خبریال محمد الیاس داعي راپور کلیک کړی:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:26 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG