د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۲

سرنوشت: د قومي او ژبنیو تعصبونو پراخې هڅې


د کابل چاپ په نننیو ورځپاڼو کې ډېری مطالب او تبصرې په هېواد کې قومي اختلافونو ته د لمن وهلو د اندېښنو او د او د امنیتي وضعیت د لا خرابېدو په اړه لیکل شوي دي.

سرنوشت:

د سرنوشت ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې یو ځل بیا په بې سارې توګه قومي،ژبنیو او سیمه ییزو تعصبونو ته د لمن وهلو پراخې هڅې په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې زیاتې شوي دي.

د سرمقالې لیکوال په کابل کې د حبیب الله کلکاني خاورې ته د سپارلو د مراسمو په سر رامنځته شوې لانجې ته په اشارې ویلي چې اوس له ځینو اعتراضونو نه د تعصب او نفاق بوی خیژي او باید ژر تر ژره د ورته خوځښتونو مخه ونیسي.

ملي ارمان:

د ملي ارمان ورځپاڼې هم په یوه جلا مطلب کې لیکلي چې د حبیب الله کلکاني خاورې ته د سپارلو په مراسمو کې ځینو خلکو هڅه کوله چې قومونه د یو بل په وړاندې ودروي او نوي جنجالونه پیدا کړي.

په دغه مطلب کې راغلي چې هڅه وشوه څو دا مسله قومي رنګ واخلي او د خلکو تر منځ د اختلافونو په سبب جلا والی رامنځته شي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې په سرمقاله کې لیکلي چې د خلکو او رهبرۍ په کچه د قومي تعصبونو د پراخېدو د مخنیوي لپاره باید یووالی زیات شي او اجازه ورنه کړل شي چې واړه مسایل یووالی او صمیمت زیانمن کړي.

د مقالې د لیکوال په باور د افغانستان دښمنان په کمین کې ناست دي څو د حکومت د مشرانو تر منځ له واړو اختلافونو څخه ناوړه ګټه پورته کړي او د لانجې په زیاتولو سره نفاق ته لمن ووهي.

ویسا:

د هلمند ډېرې سیمې د طالبانو په کنټرول کې دي دا د ویسا ورځپاڼې د یوه بل مطلب عنوان دی.

دغه مطلب چې د امریکا د ټایم مجلې له قوله د هلمند د ولایتي شورا په حوالې لیکل شوی راغلي چې د حکومت د مشرانو تر منځ اختلافات د دې لامل شوي چې دا ولایت د طالبانو په لاس د سقوط له خطر سره مخ دی.

د هلمند د ولایتي شورا دغو غړیو په ولسي جرګه کې د یاد ولایت له استازیو انتقاد کړی او ویلی یې دي چې د هلمند د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره یې هڅه نه ده کړې.

سرخط

سرخط ورځپاڼې هم د خپل تحلیلي مطلب عنوان په سره کرښه داسې لیکلی چې په بادغیس کې د طالبانو عجیبه اقدامات.

په بیان کې راغلي چې طالبانو په بادغیس کې د سیمه ییزو زورواکانو په مټ په یاد ولایت کې د پستې طبیعي ځنګلونو ډېره برخه په خپل واک کې نیولې او د حاصلاتو له خرڅه یې عواید تر لاسه کوي.

په مطلب کې زیاته شوې چې طالبان هغه کسان چې د پستې د ځنګلونو په وهلو تورنیږي جریمه کوي یې، سوند توکي یې سوځوي او مالونه یې لیلاموي.

XS
SM
MD
LG