د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

جرأت: د کډوالو د ستونزو هواري لپاره پر یوه جامع پلان کار کوو


د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د راستنېدونکو او په هېواد کې دننه د بېځایه شویو کسانو د ستونزو د د ایمي هوارولو لپاره، د جمهور رئیس له وروستۍ سپارښتنې سره سم، د یوه جامع لس کلن پلان د جوړولو چارې پیل شوي دي.​

د دغه وزارت ویاند اسلام الدین جرات د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په دغه لس کلن پلان کې د راستنېدونکو کډالو لپاره، د کاري زمینو برابرول، د کورونو لپاره د ځمکو ورکړه، د ښارګوټو جوړول او داسې نور ضروري موارد شامل دي.

ښاغلي جرأت هیله وښوده چې د دغه جامع پلان پلې کول به، د راستنېدونکو او په هېواد کې دننه د بېځایه شویو کورنیو ستونزې هوارې کړي.

اسلام الدین جرأت.
اسلام الدین جرأت.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان جمهور رئیس د کډوالو عالي کمېسیون ته دنده وسپارله چې لس کلن پلان دې جوړ شي چې مختلفې کمېټې پرې کار کوي، کوم موارد چې په دې پلان کې باید ځای شي هغه په اصلي سیمو کې د راستنېدونکو ځای پرځای کول او د دولت د نورو ارګانونو په مرسته د دوی لپاره د دایمي کارونو د زمینو برابرول، شامل دي."

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې اوسمهال دغه وزارت د راستنېدونکو او د بېځایه شویو کورنیو د ستونزو د هواري لپاره پنځه کلن پلان ترتیب کړی چې د دولت د اړوندو ارګانونو او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو د دفتر لخوا، د پلې کېدو په حال کې دی.

دغه وزارت داهم وايي چې په تېرو کلونو به کې هرکال له ۳۰۰۰۰ څخه تر۴۰۰۰۰ پورې کډوال هېواد ته راستنېدل، خو په ۲۰۱۶ میلادي کال کې له ګاونډیو او ځینو اروپايي هېوادونو څخه، څه باندې یو میلیون افغانان هېواد ته راستانه شوي چې لومړنۍ مرستې ورته رسېدلي دي.

په افغانستان کې د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتو نو دفتر په خپل وروستي راپور کې ویلي چې ۲۰۱۶ کال هېواد ته د افغانانو د راستنېدو په برخه کې بې ساری و.

دغه دفتر داهم ویلي چې افغانستان ته د زیات شمېر کډوالو راستنېدل، ډېرې بودجې ته ضرورت لري او دوی له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غوښتې چې په په دې برخه کې له ۴۰۰ څخه تر۵۰۰ میلیونو ډالرو پورې مرسته وکړي.

افغان چارواکي په داسې حال کې د راستنېدونکو او د بېځایه شویو د ستونزو حل ته، د اوږدمهاله پلان د جوړولو خبرې کوي چې د ولسي جرګې د کډوالو چارو د کمېسیون ځینې غړي وايي، حکومت باید د پلان له جوړولو دمخه، د راستنېدونکو او بېځایه شویو کډوالو د ستونزو کمولو ته، بېړنۍ مرستې او امکانات برابر کړي.

د ولسي جرګې د کډوالو چارو د کمېسیون غړي نذیراحمد احمدزي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

نذیر احمدزی
نذیر احمدزی

"دا پنځلس کاله کېږي چې په دې ډول پروګرامونو عمل نه دی شوی، اوس چې کډوال له پاکستان او ایران څخه را روان دي، په دغه ژمې کې له زیاتو مشکلاتو سره مخامخ دي، لس کلن پروګرام ښه دی، یو هېواد باید یوه ستراتیژي ولري، خو دمګړۍ عاجل کارونه پکار دي، یو کال وشو، تراوسه پورې نمره خو څه چې حتی پر یوې خیمې هم نه یو توانېدلي چې ورته یې ورکړو."

افغان چارواکي وايي، د ناامنیو ترڅنګ په هېواد کې بېکاري او له یوه ولایته بل ته د کورنیو کډه کېدل بله عمده ستونزه ده.

دوی وايي، د ناامنیو د ورکولو لپاره یې ټول امکانات په کار اچولي او د امنیت له ټینګېدو او د دې لس کلن پلان له بشپړېدو او عملي کېدو سره به، شته ستونزې هم هوارې شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG