د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۳

ننګرهار کې څه باندې ۱۰ زره کډوالو سره مرسته وشوه


په ننګرهار کې څه باندې لس زره کورنیو سره چې تازه له پاکستانه راستنې شوي د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د دې مرستې د توزېع مسؤل ډاکتر اسماعيل نیازی وايي، دا مرسته د نړیوال غذايي پروګرام یا «ډبليو. اېف. پي» له‌خوا ده چې د «اېف. جي. ای» ټولنې په مرسته توزېع شوې ده.

نوموړی وايي، د دې مرستو لپاره د هغو کورنیو سروې شوې چې په ښار او نېږدې ولسوالیو کې مېشت شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"دغه مواد چې د «ډبلیو. اېف. پي» له‌خوا توزېع کېږي په دې کې هره یوه فامیل ته، دوه بورۍ اوړه دي، اووه کېلو دال دي، اووه نیم لیټره غوړي دي او ماشومانو ته خوراکه ده، دا تقریباً موږ چې سروې کړې ده چې لس زره اته سوه کورنیو لپاره مرسته ده او معيار يې هم کارتونه دي چې باید ورسره موجود وي."

له پاکستانه تازه راستانه شوي کډوال خوښ دي چې له دوی سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

راستانه شويو کډوالو پر شوې مرستې خوښي وښوده.
راستانه شويو کډوالو پر شوې مرستې خوښي وښوده.

دوی وايي، د اکثرو کورنیو لپاره دا لومړنۍ مرسته ده او په نورو اداراتو کې د دوی نومونه ليکل شوي دي، خو لا تر اوسه ورسره مرسته نه‌ده شوې.

څو تنو کډوالو په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"زه چې له پاکستانه راغلی یم دا زما لومړی ځل دی مخکې زما سره بل د هېڅ ادارې مرسته نه‌ده شوې، د محاجرینو په ریاست کې مو نومونه ثبت کړي خو مرسته لا نه‌ده شوې."

"زه تازه له پاکستانه راغلی یم دا مې لومړنۍ مرسته ده او بل کله چې زه راغلم په شخصي پيسو مې خیمه اخیستې په خیمه کې اوسېږو بل‌چا راسره تر اوسه هېڅ مرسته نه‌ده کړې."

د کډوالو او راستنېدونکو چارو له ریاست پرته ګڼې نورې ادارې هم په دې ولایت کې تازه راستنو شویو کورنیو سره د مرستې پروګرامونه لري، خو د کډوالو په خبره په دې مرستو کې عدالت په نظر کې نه‌دی نیول شوی.

دوی وايي ځينې کورنۍ چې شناخت ولري له ټولو ادارونه‌یې مرسته تر لاسه کړې، خو ځينې نورې داسې کورنۍ هم شته چې تر دې دمه‌يې له هېڅ یوې ادارې نه مرسته نه‌ده تر لاسه کړې.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG