افغانستان
راستنېدونکو بېاسنادو افغان کډوالو سره د مرستو بهیر پیل شو
افغان حکومت له پاکستانه راستنېدونکو بېاسنادو کډوالو سره د بېړنیو مرستو بهیر پیل کړ.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې د مرستو دغه لړۍ د تورخم په بندر کې سر له دوشنبې ورځې پیل شوه.
د ننګرهار والي ګلاب منګل خبریالانو ته وویل چې افغان حکومت له ناراجسټر شویو کډوالو سره د مرستې په هدف ۱۰۰ میلیونه افغانۍ په نظر کې نیولي او هر راستنېدونکي بېاسناده کډوال ته به ۳۳۵۰ افغانۍ ورکړل شي.
د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې سږ کال له پاکستانه څه باندې څلور نیم لکه کډوال هېواد ته راستانه شوي چې له دې ډلې شاوخوا یو لک او نوي زره یې بېاسناده دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د هالنډ ساحلونو ته نږدې اوبو کې ۳۶ افغان پناه غوښتونکي ژغورل شوي
هالنډ ته نږدې سمندر کې ۳۶ افغان پناه غوښتونکي له یوې بېړۍ ژغورل شوي.
د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې د شنبې په ورځ له پناه غوښتونکو ډکه بیړۍ د هالند جنوبي سواحلو ته نږدې اوبو کې لار ورکه کړې وه چې سورلیو ته جدي خطر پېښ کړی و.
هالندي ځواکونو د دغو خلکو د ژغورنې لپاره عملیات وکړل او ۳۶ افغانان او دوه سوډانیان یې وژغورل.
دوه سوډاني اتباع د انسانانو د قاچاق په تور د پولیسو له خوا نیول شوي دي.
هالنډي چارواکو ویلي دا لومړی وار چې دوی له داسې پېښې سره مخ شوي او معلومه نه وه چې بېړۍ له کومه ځایه چېرته روانه وه.
هېڅ یوه پناه غوښتونکي اسناد نه درلودل او تر لومړنیو صحي مرستو وروسته یوه هستوګنځای ته وړل شوي.
د طالبانو رئیسالوزرا د بلاروس د نوي غیرمقیم سفیر باورلیک ومانه
د طالبانو رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند نن یکشنبه په کابل کې د افغانستان لپاره د بلاروس د نوي غیرمقیم سفیر او ځانګړي استازي الکساندر اوګورودنیکوف باورلیک ومانه.
د طالبانو د حکومت د اعلامیې له مخې، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او ترانزیټي اړیکو پر پراختیا خبرې وشوې. د بلاروس سفیر ویلي، هېواد به یې له افغانستان سره د کرنې، خوراکي توکو او درملو په برخو کې سوداګریزې راکړې ورکړې زیاتې کړي.
د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو د روان کال په جون میاشت کې اوګورودنیکوف، چې له ۲۰۲۵ کال راهیسې په ازبکستان کې د دغه هېواد سفیر دی، د افغانستان لپاره هم د غیرمقیم سفیر په توګه ټاکلی و.
بلاروس په کابل کې فعال سفارت نه لري او د افغانستان اړوند ډیپلوماتیکې چارې یې په تاشکند کې د خپل سفارت له لارې پرمخ وړل کېږي. دغه هېواد تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو ورسره یې سیاسي او اقتصادي اړیکې ساتلې دي.
افغانستان د هانګ کانګ د شپږ اوریزو کرکټ سیالیو اتلولي وګټله
د افغانستان د کرکټ لوبډلې نن یکشنبې د هانګ کانګ د شپږ اوریزو سیالیو په پایلوبه کې استرالیا ته د څلورو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې خپله کړه.
افغان لوبډلې د استرالیا د ۱۱۵ منډو هدف په وروستي اور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ. په دې لوبه کې عمران میر په ۱۴ توپونو ۵۳ ناسوځېدلې منډې وکړې او د افغانستان په بریا کې یې مهم رول ولوباوه.
په افغانستان کې د پولیو د واکسین نوی کمپیان پیلیږي
سبا دوشنبې د لړم په یولسمه په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ ضد ناروغۍ د واکسین کمپاین پیلیږي.
له "پولیو پاک افغانستان بنسټ" پرخپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د پولیو ضد واکسینو دغه کمپاین به په جنوبې ولایتونو کې د سې شنبې په ورځ پیل شي. دې بنسټ له ټولو کورنیو غوښتي چې له پوليو ناروغۍ څخه د افغانستان په خلاصولو کې خپل مسوولیت ادا کړي او خپل ماشومان د پولیو واکسین په دې کمپاین کې واکسین کړي.
په افغانستان کې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسینو دغه کمپاین داسې مهال پیلږي چې په دې هیواد کې د روان میلادي کال له پیل راهیسې د پولیو د مثبتو پیښو شمیر ۴۲ ته رسیدلی. ډیری پیښې په جنوبي او جنوب ختیځو ولایتونو کې ثبت شوې دي. پولیو یوه ساري ناروغي ده چې یوازې واکسین یې مخه نیولی شي.
روبیو: امریکا د افغانستان او پاکستان د کړکېچ په حل کې ګټور رول لوبولو ته چمتو ده
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، واشنګټن د افغانستان له خاورې د ترهګریزو بریدونو په اړه د پاکستان اندېښنې اورېدلې او دې ته چمتو دی که وکولای شي په دې برخه کې ګټور رول ولوبوي.
روبیو د شنبې په ورځ په اتلانتا کې د امریکا غږ یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل، پاکستان په دې باور دی چې افغان طالبانو د دغو بریدونو د مخنیوي لپاره کافي اقدامات نه دي کړي.
هغه زیاته کړه چې امریکا له طالبانو سره نږدې اړیکې نه لري، خو دا هیواد د ترهګرۍ مخالف دی، که له هر ځایه سرچینه اخلي او هر څوک چې یې هدف وي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د روبیو د څرګندونو په غبرګون کې طلوع نیوز خصوصي رسنۍ ته ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر هغو معلوماتو تکیه کړې چې د پاکستان له خوا ورته ورکړل شوي دي.
هغه زیاته کړې چې دوی منځګړیتوب ته ارزښت ورکوي.
اسلام اباد ادعا کوي چې د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټيټي پي د افغانستان له خاورې بریدونه تنظیموي، خو افغان طالبان دا تورونه ردوي.
شان وان دایور: افغانستان ته د افغان کډوالو ستنول د هغوی ژوند له جدي خطر سره مخ کوي
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره په پام کې لري چې له ۱۵۰ څخه زیات افغان کډوال د پاکستان له لارې افغانستان ته واستوي. نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې د دغو کډوالو د ایستلو لومړنۍ الوتنه ښايي د دوشنبې په ورځ ترسره شي. د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې د افغان کډوالو د ملاتړ ټولنې، افغان ایواک مشر شان وان دایور په یوه بیان کې وویل: "په هغو کډوالو کې چې د ایستلو له ګواښ سره مخ دي، د داسې کسانو وروڼه او زامن هم شامل دي چې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ یې خدمت کړی دی؛ هغه کورنۍ چې طالبان یې د په نښه کولو لپاره لا له وړاندې هر دلیل لري."
د نوموړي په خبره دا مهمه نه ده چې دوی له کومې لارې دلته رسېدلي دي، هغه خطر چې د بېرته ستنېدو په صورت کې ورسره مخ کېږي، د ټولو لپاره یو شان دی. امریکایي چارواکو تراوسه په دې اړه رسماً څرګندونې ندي کړي او پاکستان او پرافغانستان واکمنو طالبانو هم د دغو راپورونو په اړه غبرګون ندی ښودلی.
کرکټ ابدالیان د یکشنبې په ورځ له استرالیا سره پایلوبه کوي
د افغانستان د کرکټ ابدلیان لوبډله به د یکشنبې په ورځ د هانګ کانګ د شپږ اوره سیالیو په پایلوبه کې له استرالیا سره مخامخ شي.
ټاکل شوې دا لوبه د کابل په وخت په یوولس بجو او ۴۰ دقیقو پیل شي. د کرکټ ابدالیان ټیم د شنبې په ورځ په دوهمه نیمه پایلوبه کې سکاټلنډ ته په ۲۱ منډو ماتې ورکړه او پای لوبې ته ووت. استرالیا هم متحده عربي اماراتو ته په ماتې ورکولو پایلوبې ته رسېدلې ده.
امریکا څه باندې۱۵۰ افغان کډوال د پاکستان له لارې افغانستان ته ډېپورټ کوي
نیویارک ټایمز د درېو امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د امریکا حکومت پلان لري چې په راتلونکو څو ورځو کې یو شمیر افغان کډوال د امریکا له لویزیانا ایالت څخه د پاکستان له لارې افغانستان ته دېپورټ کړي.
یو له دغو چارواکو پرون جمعه دې ورځپاڼې ته ویلي چې تمه ده څه باندې ۱۵۰ افغان کډوال اخراج شي.
نیویارک ټایمز وايي چې ښايي پاکستان ته د دغو کډوالو د لیږد لومړی الوتنه د دوشنبې په ورځ د نوامبر په ۲ مه ترسره شي.
یو امریکايي چارواکي ویلي دا کډوال ځکه د پاکستان له لارې افغانستان ته دېپورټ کیږي چې واشنګټن له کابل سره مستقیمې اړیکې نه لري.
د امریکا د کورنۍ امنیت وزارت بیا د دې کډوالو د اخراج په څه نه دي ویلي.
د افغان ایواک مشر شان وان ډایور پر خپلې فیسبوک پاڼې پرون جمعه لیکلي چې په دې کډوالو کې د هغو کسانو د کورنۍ غړي هم شامل دي چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره دندې ترسره کړې دي.
کندهار کې د سمنټو فابریکې پرانیسته؛ د تولید کچه بهیې د ورځې ۱،۵۰۰ ټنه وي
افغانستان کې د طالبانو حکومت په کندهار کې د سمنټو د تولید د فابریکې د پرانیستې خبر ورکوي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د جمعې په ورځ (د لړم/ عقرب اتمه) په خپله اېکسپاڼه ولیکل چې دغه ستره فابریکه اوسمهال د ورځې ۱،۵۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي او په راتلونکي کې بهیې ورځنی تولید ۵،۰۰۰ ټنو ته ورسېږي.
چارواکو د دغې فابریکې افتتاح د سمنټو په برخه کې د ځان بسیاینې لور ته یو ګام بللی چې زرګونو کسانو ته به د کار زمینه برابره کړي.
د راپورونو په اساس، افغانستان د خپلو انکشافي پروژو لپاره هر کال له ۵ تر۷ میلیون ټنو سمنټو ته اړتیا لري چې ډېری برخهیې له ګاونډیو هېوادونو واردوي او وروسته له دې چې له پاکستان سره سوداګریزې لارې وتړل شوې په افغانستان کې یې بیه لوړه شوې.
سالنګونو کې د مسافر وړونکي بس او ټانکر ټکر؛ ۵ تنه مړه او ۲۰ نور ټپیان دي
په سالنګونو کې د ټرافیکي پېښې له امله لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې.
راپورونه وايي چې پېښه د جمعې په سهار (د لړم اتمه) د شمالي سالنګ تونل په خوله کې د یوه ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي بس او ټانکر ترمنځ ټکر څخه رامنځته شوې چې پهکې ۵ کسه مړه او شاوخوا ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې باختر دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې پېښه د یخنۍ او چټک تګ له امله د موټر چلوونکي د واک له لاسه وتلو په نتیجه کې رامنځته شوې ده.
راپور زیاتوي چې ټپیان روغتون ته رسول شوي او د پېښې په اړه څېړنې پیل شوې دي.
افغانستان کې اکثر ټرافیکي پېښې د لارو د خرابوالي، د ټرافیکي مقرراتو د نهرعایتولو او د موټر چلوونکو له بېاحتیاطۍ رامنځته کېږي.