د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۹

فیصل: د کورنیو بېځایه شویو لپاره ۱۰۰میلیونه افغانۍ ځانګړې شوي


افغان حکومت د کندز او ارزګان د کورنیو بېځایه شویو د ستونزو د حل په هدف سل میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې دي.

په داسې حال کې چې د جګړو له کبله بېځایه شوي کډوال د لومړنیو موادو له کموالي شکایت کوي او راتلونکي ژمي ته خپه دي، د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، سل میلیونه افغانۍ ځانګړي شوي چې د کورنیو بېځایه شویو له ثبت او څېړنې وروسته به د هغوی د ستونزو د هواري په برخه کې ولګول شي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل مرسته شوې پیسې د حکومت بودجې پورې اړه لري او سوداګر به هم د یو پروګرام له مخې له کورنیو بېځایه شویو سره مرستې وکړي.

جاوید فیصل
جاوید فیصل

هغه زیاته کړه:

"دغه سل میلیونه افغانۍ د حکومت د بودجې له لارې چمتو شوي چې د کورنیو بېځایه شویو د ژوند په ښه والي به مصرف شي، د دغه پیسو اویا په سلو کې به د کندز او ۳۰ په سلو کې به د ارزګان بې ځایه شویو ته ځانګړشي."

داپه داسې حال کې ده چې په کندز ښار او د دغه ولایت په يوشمېر ولسوالیو او ځینو جنوبي ولایتونو کې وروستیو جګړو، خلک اړ کړي چې د کابل په ګډون نسبتاً امنه ولایتونو ته کډوال شي.

په دې وروستیو کې د کابل بوستان سیمه هم د کورنیو بېځایه شویو په تم ځای بدله شوې ده.

خو اوس پوښتنه دا ده چې مرسته شوې پیسې به د کورنیو بېځایه شویو ستونزې هوارې کړي او کنه؟

ځکه یو شمېر کابل ته راغلي کډوال د لومړنیو مرستو له نشتوالي شکایت کوي او ځینې یې په خیمو کې اوسېږي او په دغه سړه هوا کې د وسایلو له کموالي سرټکوي.

د کورنیو بېځایه شویو له ډلې دریو تنو پرویز، امین الله او امید د خپلو ستونزو په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په کندز کې ژوند ناممکن و، ځکه طالبانو خلک یرغمل نیول او له هغوی یې دسپهر په توګه استفاده کوله، موږ له ډېرو ستونزو سره دلته راغلو."

"درې ورځې کېږي دلته هیڅ ډول امکانات نه و، اوس تاسې ګورئ دغه خیمه او دوه کمبلې یې راکړې دي."

"په یوه خیمه کې لس کسه په دریو کمبلو کې ژوند کوو، ماشومان مو په خیمو کې سړو وهلي."

د کابل په بوستان سیمه کې کورنیو بېځایه شویوته، د څښاک پاکې اوبه، درې وخته ډوډۍ او روغتیايي امکانات برابر شوي دي.

خو د چارو یوشمېر کارپوهان سپارښتنه کوي چې د ژمي له رارسېدو وړاندې باید افغان حکومت کورنیو بېځایه شویو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د دغو کارپوهانو له ډلې عزت الله بری وايي، بې ځایه شویو ته له کورنیو مرستو سربېره افغان حکومت باید نړیوالې مرستې هم وغواړي او له کندز او ارزګان پرته د نورو ناامنه ولایتونونو بیځایه شویو سره هم مرسته وکړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG