د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۷

ولسي جرګه: د کندز ښار سقوط او جګړې دوام باید روښانه شي


د کندز د ولایتي شورا او ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي د امنیتي مسؤلیونو د غفلت له کبله د کندز ښار ډېرې سیمې د دوهم ځل لپاره طالبانو ونیولې.

د اتمې ورځې لپاره هم د کندز په واټونو او کوڅو کې جنګ روان دی او تر اوسه افغان امنیتي ځواکونه نه دي توانېدلي چې ښار د طالبانو له شتون نه تصفیه کړي.

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي د دوشنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې په کندز کې د جنګ دوام د پوښتنې وړ موضوع وبلله.

نوموړی وايي، امنیتي مسؤلین باید د جرګې په راتلونکې عمومي غونډه کې ولس ته د دې ځواب ورکړي چې ولې د کندز جګړه نه ختمېږي.

ابراهیمي: په کندز کې د جنګ دوام د پوښتنې وړ موضوع ده.
ابراهیمي: په کندز کې د جنګ دوام د پوښتنې وړ موضوع ده.

هغه زیاته کړه:

"سقوط په جدې توګه د پوښتنې وړ دی، باید امنیتي مسؤلین تالار ته را وغوښتل شي او د سقوط د لاملونو او په کندز کې د جنګ د دوام په اړه ترې پوښتنې وشي."

په ولسي جرګې کې د کندز د خلکو استازې مېرمن فاطمه عزیز وايي، د کندز ښار د لومړي ځل په څېر د سیمه ییزو چارواکو د بې کفایتۍ له کبله سقوط شو.

د نوموړي په خبره اته ورځې وړاندې کله چې طالبانو د کندز پر ښار حمله وکړه د امنیتي ځواکونو ځینې پوستې له جګړې پرته سقوط شوې.

په ولسي جرګې کې د کندز اسازې فاطمه عزیز
په ولسي جرګې کې د کندز اسازې فاطمه عزیز

نوموړې زیاته کړه:

"د کمزورۍ نقطه د کندز په هغه چارواکو کې ده چې د امنیت لپاره ګمارل شوي دي، له امنیه قوماندان نه باید پوښتنه وشي چې ستا مسؤلیت څه وو، ولې مو امنیتي پوستې خوشې کړې او ملاتړ مو ترې ونه کړ."

کندز ښار د لومړي ځل لپاره تېر کال د میزان په شپږمه نېټه د څو ورځو لپاره د طالبانو په لاس سقوط شو.

له هغې وروسته د افغان حکومت چارواکو په وار وار دا ژمنه کړې وه چې په دغه ولایت کې به پوځي عملیات پیلوي، خو د یو کال په تېرېدو طالبانو اته ورځې وړاندې بیا د کندز پر ښار حمله وکړه او تر دې دمه د ښار ځینې برخې د طالبانو په ولکه کې دي.

د کندز د ولایتي شورا وکیل امرالدین ولي وايي، په کندز کې نه همغږۍ او مدیرتي ضعف د جګړې د دوام مهم لاملونه دي.

د کندز د ولایتي شورا وکیل امرالدین ولي
د کندز د ولایتي شورا وکیل امرالدین ولي

هغه زیاتوي:

"د کندز سیمه ییزو چارواکي همغږي نه دي او دوی بیسج مخ ته نه ځي، په اوونیوو وخت نیسي چې کندز له دې دربدرۍ وژغوري، همدا اوس چې زه له تاسو خبرې کووم جګړه بیا په ښار کې پیل شوه."

د کندز امنیه قوماندان قیسم جنګل باغ په دولتي بنسټونو کې مدیرتي ضعف نه مني او وايي:

د کندز امنیه قوماندان محمد قسیم جنګل باغ
د کندز امنیه قوماندان محمد قسیم جنګل باغ

"دا خبرې د خلکو تحلیل دی، جنګ جنګ دی او دښمن دښمن، مخالفیونو غوښتل چې د بروکسل پروسه ګډوډه کړي او په څو ولایتونو کې یې جګړې پیل کړې، خو ماته یې وخوړله."

خو د کندز د والي ویاند محمود دانش تاییدوي چې طالبانو اته ورځې وړاندې له امنیتي خلاوو څخه په استفادې پر دغه ښار حمله وکړه.

دانش: طالبانو له امنیتي خلاوو نه په استفادې پر کندز ښار حمله وکړه.
دانش: طالبانو له امنیتي خلاوو نه په استفادې پر کندز ښار حمله وکړه.

هغه زیاته کړه:

"د ښمن د ښار په څنډو کې موجود وو کله چې د ولسوالۍ په ځینو سیمو کې عملیات پیل شول دښمن له دغې خلا چې ځواکونه په ولسوالیو کې مصروف ول استفاده وکړه او خلکو کورونو ته داخل شول نو ځکه اته ورځې کېږي چې جنګ روان دی."

په تېرو اتو ورځو کې چې د کندز ښار ځينې برخې طالبانو ونیولې د کورنیو چارو د وزیر او د لوی درستیز په ګډون ځینو نورو چارواکو دغه ولایت ته سفرونه کړې دي او په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو د جګړې رهبري د لوی درستیز مرستیال مراد علي مراد کوي خو له دې ټولو سره سره لاهم افغان ځواکونه نه دي توانېدلي چې په کندز ښار کې طالبانو ته په بشپړ ډول ماته ورکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG