د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۲۴

فعالان او د ولسي جرګې غړي: حکومت دې کندز کې د بحران مخه ونیسي

یو شمېر مدني فعالان او د ولسي جرګې غړي وايي، حکومت دې په کندز کې د روان بحران مخه ونیسي.

د ختیځ،جنوب ختیځ او کابل یو شمېر ځوانانو، مدني فعالانو او د ولسي جرګې غړیو د کندز وروستی ناسم امنیتي حالات د یوې غونډې په ترڅ کې وغندل او پر حکومت یې غږ وکړ چې کندز له روانې جګړې خلاص کړي.

دوی نن یکشنبه په کابل کې د پارلمان په زړې ودانۍ کې یوه احتجاجیه غونډه وکړه او د کندوز له جګړه ځپلو سره یې د مرستې غږ هم پورته کړ.

په ولسي جرګه کې د کندز د خلکو استازي انجینر کمال وویل چې د کندز د لومړي ځل سقوط د وضعیت ارزونې راپور رسنیو ته په ډاګه نه‎شو او نه یې هم عاملین په ګوته شول.

نوموړي زیاته چې حکومت د یوې شمېر مصلحتونو له مخې هغه کسان چې د کندز په جګړه کې یې ناغیړي کړې وه، بېرته په خپلو دندو وګومارل او هغه ۵۵۰ میلیونه افغانۍ چې د کندز د ساتنې او کمربند لپاره ورکړل شوې وې، حیف و میل شوې.

دغه شان په غونډه کې د کندز له جګړه ځپلو سره د مرستې غوښتنه هم وشوه.

یاده دې وي چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د افغانستان په شمال کندز ولایت کې د وسله‎والو مخالفینو او افغان ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده چې له امله یې سلګونه کورنۍ کډه کولو ته مجبورې شوي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG