د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

کارپوهان: مهمو مقرریو په اړه ولسمشر ته غلط معلومات ورکول کېږي


د افغانستان ولسي جرګې د اداري پلاوي یو شمېر غړي او پوځي کارپوهان وايي، د امنیتي ځواکونو په مهمو پوسټونو کې غیر مسلکي ګمارونو جدي ستونزې پیدا کړي دي.

دوی وايي، د ولسمشر کاري ټیم په اکثرو مواردو کې د مهمو مقرریو په اړه ولسمشر ته غلط معلومات ورکوي.

د ولسي جرګې منشي عبدالروف انعامي کندز، هلمند او ځینو نورو ولایتونو کې وروستۍ امنیتي ستونزې هم تر ډېره په امنیتي بنسټونو کې د ناسمې رهبرۍ زیږنده بولي.

ښاغلي انعامي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که څه هم ولسمشر غني په دې برخه کې د سمون لپاره جدي اراده لري خو ګڼې ستونزې یې هم مخکې دي.

د ولسي جرګې منشي عبدالروف انعامي
د ولسي جرګې منشي عبدالروف انعامي

ښاغلي انعامي زیاته کړه:

"قاعده هم دا ده چې کله چې د نظام جوړونې په برخه کې رهبري اصلاح نه وي او د هغه وړتیاوې له مخې چې قانون مشخصې کړې دي ګمارنې ونه‎شي مشکلاتو سره به مخامخ یو. کندز ، هلمند او نورو ولایتونو کې مو له دې اړخه مشکلات لیدلي دي، خو که په‎دې برخه کې ولسمشر قاطع وي تر یوه بریده به بریالی شي خو زیات مشکلات یې هم پر وړاندې شته."

ولسمشرمحمد اشرف غني د یکشنبې په ماښام په یوې مفصلې تلویزیوني وینا کې په زغرده دا وویل چې په ډېرو ولایتونو کې امنیتي ستونزې د ناسمې رهبرۍ زیږنده ده.

د ښاغلي غني په خبره اصلي ستونزه دا نه ده چې ګواګې امنیتي ځواکونه د وسله‎والو د مقابلې توان نه‎لري بلکې په مهمو امنیتي پوسټونو کې نامسلکي ګمارونو ستونزې پیدا کړي دي.

غني: مهمو امنیتي پوسټونو کې نامسلکي ګمارونو ستونزې پیدا کړي
غني: مهمو امنیتي پوسټونو کې نامسلکي ګمارونو ستونزې پیدا کړي

ښاغلي غني وايي:

"په تېرو دوو کلونو کې هغه مشکلات چې کندز، هلمند، ارزګان او ځینو نورو ولایتونو کې رامنځته شوي له دې اړخه نه دي چې ګواګې زموږ سربازان او افسران د دښمن د مقابلې توان نه‎لري، بلکې له دې کبله دي چې مهمې دندي غیرې مسلکي کسانو ته سپارل شوې دي او د غیرې مسلکي ملاحظو له مخې په یادو پوسټونو کې ګومارل شوي دي."

په ورته وخت کې یو شمېر پوځي کارپوهان بیا وايي، دا چې ګمارنې ولسمشر کوينو تر ډېره مسؤلیت هم ده ته ورګرځي.

پخوانی لوی درستیز او پوځي کارپوه شیرمحمد کریمي وايي، د ولسمشر کاري ټيم د ګومارونو په اکثرو مواردو کې ولسمشر ته حقیقت نه وايي.

پخوانی لوی درستیز او پوځي کارپوه شیرمحمد کریمي
پخوانی لوی درستیز او پوځي کارپوه شیرمحمد کریمي

ښاغلی کریمي وايي:

"له بده‎مرغه دا مشکل په اداراتو کې موجود دی واقعیتونه په هغه شکل چې لازمه ده ولسمشر ته نه پیشنهاد کېږي، ډېر کسان چې سږکال او تېر کال یې ترفېعات کړي او جنرالان شوي دي د قانون مطابق نه وو."

د ښاغلي کریمي په خبره که څه هم ولسمشر شخصاً نه شي کولای چې د هرې ګمارنې په برخه کې څېړنه وکړي خو لازمي ده چې له دې وروسته د پاکو او وړو کسانو په مرسته په دې برخه کې شته ستونزې حل کړي او په امنیتي بنسټونو کې د غیرې مسلکي ګمارونو جدي مخنیوی وکړي.

محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG