د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۹

د ملي امنیت رئیس کندز کې د جګړې له امله بخښنه وغوښته


د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزي د جګړې له کبله د کندز له اوسېدونکو بخښنه وغوښته.

وروسته له هغې چې په هلمند، فراه او ارزګان ولایتونو او په ځانګړې ‌ډول د کندز په ښار کې جګړو زور واخیست د مشرانو جرګې د کورني امنیت او دفاعي چارو کمېسیون د امنیتي سکټور لوړپوړي غړي خپلې غونډې ته وروبلل.

مشرانو جرګې یاد امنیتي چارواکي نن ورغوښتي و
مشرانو جرګې یاد امنیتي چارواکي نن ورغوښتي و

د افغانستان ملي امنیت عمومي رئیس د دوشنبې په ورځ د یادو ولایتونو د امنیت په برخه کې د سناتورانو تر پوښتنو وروسته وویل، په افغانستان کې روانه جګړه بهرنی اړخ لري چې نړیوال او ګاونډي هېوادونه یې تغذیه کوي.

محمد معصوم ستانکزي ومنله چې حکومت په خپل وخت د کندزیانو ستونزو ته رسېدنه نه ده کړې او باید له خلکو بخښنه وغوښتل شي.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه:

"هیڅ وخت سړی نه شي ویلی چې کمزوري او تېروتنې نه وې، زه د کندز له خلکو بخښنه غواړم، باید ټول معذرت وغواړو، ځکه هغه څه چې دوی یې مستحق و، باید مخنیوی مو کړی وای، مخنیوی مو په خپل وخت ونه شو کړای، خطا شوې، یا نه یو توانېدلي، یا مو په خپل وخت رسیدګي نه ده کړې، موږ باید له خپلو خلکو بخښه وغواړو، پر موږ حق لري."

د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ وسله والو طالبانو پر کندز ښار له څو اړخونو پراخې حملې وکړې چې بیا وروسته وتوانېدل د دغه ښار ځینې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي.

د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد هم چې د مشرانو جرګې کمېسیون په غونډه کې د سناتورانو پوښتنې ځوابولې وویل چې د کندز ښار ځینې سیمې تصفیه شوې دي.

جاهد: د کندز ښار زیاتې سیمې له طالبانو تصفیه شوي
جاهد: د کندز ښار زیاتې سیمې له طالبانو تصفیه شوي

هغه زیاته کړه:

"الحمدالله ډېری سیمې تصفیه او پاکې شوې، له بدغه په ښار کې اوسېدونکي بند پاتې دي، زموږ قطعات د دې وړتیا لري چې جګړه تونده کړي، خو د سستې جګړې علت داده چې ملیکان ته زیان ونه رسېږي، دښمن وځپل شي او کندز تصفیه شي."

په ورته وخت کې د پوځي چارو کارپوهان وايي چې، د چارواکو یوازې بخښنه غوښتل بسنه نه کوي او باید د بخښنې پرځای ستونزو ته رسېده ګي وشي.

له دغو پوځي کارپوهانو باري عارض وايي:

"د دې پرځای چې معذرت وغوښتل شي باید ستونزو او پېښو ته رسیده ګي وشي، د افغانستان پېچلي حالت ته هم باید پام وشي چې دلته کورنۍ ستونزې شته او هم بهرني استخبارات د افغانستان پر وړاندې پراخ فعالیتونه کوي."

په ورته وخت کې د افغانستان د فاع وزیر عبدالله حبیبي سناتورانو ته ډاډ ورکړ چې په ناامنه ولایتونو کې د وسله والو مخالفانو د ځپلو په هدف پراخ عملیات روان دي او دا جګړې به د افغانستان وروستۍ جګړې وي.

حبیبي: دا جګړې به د افغانستان وروستۍ جګړې وي
حبیبي: دا جګړې به د افغانستان وروستۍ جګړې وي

د افغانستان د ملي شورا غړي د کندز او یوشمېر نورو ولایتونو وروستیو جګړو اندېښمن کړي، ولسي جرګې د دوشنبې په ورځ پریکړه وکړه چې په هېوادکې د روان امنیتي وضعیت په اړه به راتلونکي غونډې ته امنیتي چارواکي استجواب کړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG