د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۶

د کندز ښار جګړې کندزیان له نامعلوم برخلیک سره مخ کړي


کندز ښاریان او د ولایتي شورا غړي وايي چې لاهم د ښار دننه په بېلابېلو سیمو کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه جریان لري.

دوی وايي چې دولت یو ګام هم پر مختګ نه دې کړي او دغې روانې جګړې ملکي وګړي له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

نن شپږمه ورځ ده چې د کندز ښار په بېلابېلو څنډو کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه جریان لري همدارنګه په ښار کې خال خال د سپکو او درنو وسلو ډزې اورېدل کېږي او ښار په بشپړه توګه تړلی دی.

کندز ښار پوځي څېره غوره کړې او د تېرې ورځې په پرتله نن شنبې په ښار کې ډېر کم شمېر خلک تګ را تګ کوي.

د کندز د والي ویاند سید محمد دانش وايي، تېر شپه افغان ځواکونو د یو لړ عملياتو په ترڅک کې د ښار یوشمېر څنډې د طالبانو له شتون څخه تصفیه کړي دي.

په ورته وخت کې، د کندز د ولایتي شورا غړي وايي چې په دې ولایت کې د طالبانو د ځپلو پر وړاندې قوي مدېریت وجود نه لري او د ښه مدېریت د نشتوالي له کبله د کندز ښار جګړه شپږمې ورځې ته وغځېدله.

امرالدین ولي
امرالدین ولي

د ولایتي شورا غړي امرالدین ولي په دې اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:

"د کندز چوک په یو کیلومترۍ کې طالبان حضور لري، د سپین زره په کورونو کې طالبان موجود دي همدارنګه د امام صاحب په بندر کې او د خان اباد بندر کې طالبان موجود دی او د ښار په هرې کوڅه کې جګړه جریان لري."

ښاغلي ولي زیاته کړه چې د کندز سیمه ییز چارواکو مرکزي حکومت ته غلط راپورونه ورکوي او مرکزي حکومت هم د خلکو په غم کې نه دی او نه غواړي چې دغه ښار ژر تر ژره د طالبانو له شتون څخه تصفیه کړي.

بل پلو، د کندز د عامه روغتیا رئیس ډاکټر عبدالحمید عالم وايي چې په دې شپږو ورځو کې ددې ولایت حوزوې روغتون ته ۳۰۰ تنه ټپیان انتقال شوي دي.

هغه زیاته کړه:

"تر اوسه پورې د کندز حوزوي روغتون او زموږ نورو مرکزونو ته ۳۰۰ تنه ټپیان او درې تنه وژل شوي کسان را انتقال شوي دي چې ټول ملکي وګړي دي او په ټپیانو کې ښځې، کوچنیان او ځوانان شامل دي."

ښاغلی عالم وايي چې اوس مهال دوی د درملو او صحي پرسونل له کمښت سره مخامخ دي.

په همدې حال کې د کندز ښاریان وايي چې دغې روانې جګړي د دوی پر وړاندې ډېرې ستونزې زېږولي دي او اوس مهال دوی له اوبو او خوراکي توکو له نشتوالي سره مخامخ دي.

د ښار دوه تنو اوسېدونکو له ازادي راډیو سره په خبرو کې خپلې ستونزې داسې بیان کړي:

"مشکل دادی چې ښار تړلی دی خوراکي توکي نه پېدا کېږي او هرڅه قیمته شوي دي او له دولت څخه غواړو چې زموږ ستونزو ته پاملرنه وکړي دغه جګړه پاي ته ورسوي."

"موږ له ډېرو ستونزو سره مخامخ یو ډوډې نشته، اوبه نشته او برېښنا نشته او د کندز چارواکي بې کیفایت خلک دي او مرکزي حکومت باید د کندز اوسنې وضعیت ته توجه وکړي."

بل خوا په کندز کې یوشمېر مدنې فعالان وايي چې اوس مهال ددغه ښار ۵۰ سلنه برخه له دولت سره او ۵۰ سلنه یې له طالبانو سره ده دوی زیاتوي که چېرې حکومت ژر تر ژره دغه ښار د طالبانو له شتون څخه تصفیه نه کړي، نو اور بندې دې وکړي څو ملکي وګړي له دې ښار څخه په بشپړه توګه ووځي.

خو ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي وايي چې لا هم وسله والو طالبان د ښار په بېلابېلو سیمو کې حضور لري.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG