د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۸

د کندز ښار جګړه پنځمې ورځې ته وغځېده


د کندز د ولایتي شورا غړي او عام خلک وايي چې اوس هم د کندز ښار جنوبي څنډو «پایین دوره» ښارګوټي کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه جریان لري چې خلک یې د دغه ښار راتلونکي په اړه سخت اندېښمن کړي.

د کندز د ولایتي شورا رئیس محمد یوسف ایوبي ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو مخالفینو کندز ښار کې خپلو حملو ته زور ورکړی.

ایوبي وویل په کندز ښار کې په کافي اندازه افغان ځواکونه موجود دي خو د وسله والو طالبانو په ځپلو نه دي توانېدلي.

ښاغلي ایوبي زیاته کړه داسې معلومېږي چې مرکزي او سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو د ځپلو لپاره کومه جدي اراده نه لري.

د کندز د ولایتي شورا مشر محمد یوسف ایوبي
د کندز د ولایتي شورا مشر محمد یوسف ایوبي

هغه زیاته کړه:

"پنځه ورځې کېږي چې په کندز ښار کې کور په کور، کوڅه په کوڅه جګړه روانه ده چې له امله یې خلک سخت زیانمن شوي او خلکو ته یې دراني ځاني او مالي زیانونه اړولي د راپورونو له مخې تر دا مهاله ۲۰۰ ملکي وګړي مړه او ټپیان شوي، دغه وضعیت زموږ لپاره د منلو نه دی، مرکزي حکومت باید پدې اړه جدي اقدام وکړي."

ایوبي زیاته کړه چې کندز ښار کې د جګړې اوږدېدو پر خلکو اوبه، ډوډۍ او برېښنا قطعه کړې چې دوام به یې کندز ښار کې بشري ناورین رامنځته کړي.

هغه وویل، که د کندز ښار په اړه جدي تصمیم ونه نیول شي دغه جګړه به ورځې ورځې وخت ونیسي چې مخه نیول به یې په لوړه بیه تمام شي.

په ورته وخت کې د کندز ښار یو شمېر اوسېدوکي وايي چې د وسله وال طالبانو په نسبت د افغان ځواکونو شمېر زیات دی، خو د دوی په خبره د کندز د سیمه ییزو او امنیتي چارواکو ترمنځ د همغږۍ د نشتوالي له امله د کندز ښار جګړه پنځمې ورځې ته وغځېده.

دوی ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې روانې جګړې ورباندې اوبه، ډوډۍ او نور هر څه بند کړي.

دوی زیاته کړه:

"اوبه نه لرو، ډوډۍ نه لرو، خلک له ډېر لیرې ځایونو نه ځان ته اوبه راوړي، ولې دغه اوبه نه ایله کوي، زموږ دومره قدر هم نشته څو اوبه را ایله کړي او نانوایانې خلاصې کړي."

"تاسو خپله په سترګو ویني چې د جګړې خط د پوهنتون سړک سره دی او دولت یو قدم پرمختګ نه دی کړی، کومو کسانو چې پیسې لرلې هغوی ووتل، خو بې وسه خلک ټول پاتې دي چې ډېری پخپلو کورونو کې شهید او یاهم ټپيان شوي دي."

کندز ښاریان له حکومت نه غوښتنه کوي چې ددغه ښار د تصفیې په برخه کې ژر تر ژره جدي اقدام وکړي تر څو خلک بېرته دغه ښار کې خپل عادي ژوند ته ادامه ورکړي.

د یادې سیمو اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل چې د وسله والو طالبانو د حملو په زیاتېدو سره ددې سیمو ګڼو اوسېدونکو چې پوځي کسان هم په کې شامل دي د کندز هوايي ډګر ته پناه وړې ده.

د پاین دورې ښارګوټی په کندز ښار کې یو له خوندي او امن سیمو څخه وو چې د کندز ښار ګڼو اوسېدونکو د وروستیو جګړو له امله هلته پناه اخیستې وه چې نن سهار طالبانو پر هغه هم حمله وکړه.

په ورته وخت کې د کندز والي ویاند سید محمد دانش وایي چې د افغان ځواکونو ترمنځ پوره همغږي موجوده ده.

د کندز والي ویاند سید محمود دانش
د کندز والي ویاند سید محمود دانش

ښاغلي دانش ازادي راډیو ته وویل چې، همدا مهال په کندز ښار کې د افغان ځواکونو ترمنځ ګډ تصفیوي عملیات جریان لري چې د کندز ښار زیاتې سیمې د وسله والو طالبانو څخه پاکې کړي دي.

د یادونې وړ ده چې د څو پنځو ورځو راپه دې خوا د کندز ښار په جنوبي څنډو د پایین دوره ښار ګوټي، د سپین زر چمن په لودیځه برخه، کابل بندر، سیه درک، د امام صاحب بندر، د سینما ناشر څلور لاري او د خان اباد بندر په سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG