د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۹

چارواکي:د کندز ښار په بشپړه توګه د طالبانو لاس ته ولوید


د کندز سیمه ییزو امنیتي مقاماتو ومنله چې دا ښار نن په بشپړه توګه د طالبانو لاس ته ولوید.

دغې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې افغان ځواکونه له دغه ښاره وتلي دي.

په همدې حال کې د افغانستان د دفاع وزارت وایې، پر کندز ښار د وسله والو مخالفینو د نن ورځې په حمله کې د سیمې استخبارات لاس لري.

د ملي وحدت حکومت د یوکلنۍ په درشل کې، د دولت وسله والو مخالفینو د کندز ښار کنټرول په لاس کې واخیست.

په کندز کې یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته دا تایید کړه چې دغه ښار د دوشنبې ناوخته د طالبانو لاس ته سقوط وکړ او امنیتي ځواکونه ورڅخه وتلي دي.

په همدې حال کې د دفاع وزارت وایي، د کندز پرښار د طالبانو د حملې ترشاه د سیمې د استخباراتو لاس دی.

د دغه وزارت یو ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډيو ته وویل، په هرو پنځو وسله والو کې چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې جنګیږي، پنځه یې بهرنیان دي.

خو د ښاغلي وزیري په خبره افغان ځواکونه توانیدلي د کندز په جګړې کې وسله والو مخالفینو ته درانه تلفات واړوي او د طالبانو د ځپلو لپاره هڅې دوام لري:

((د دې منحوسې جګړې ترشاه د سیمې استخبارات دي. له دوي سره بهرنیان دي مرسته ورسره کیږي. دوی تمویلوي، روزي یې او د ټپیانو یې هلته درملنه کږي. معنی دا ده چې سړی باید له دې څخه سترګې پټې نه کړي چې دا یوه آسانه جګړه نه ده. یواځې مونږ باید داسي فکر و نه کړو چې یا طالبان او یا هم د هغوی په نوم نور کسان دي. دا یوه استخباراتي جګړه ده او پکې ستر لاسونه دي.))

وسله والو مخالفینو نن سهار درې بجې له څو خواوو پر کندز ښار حمله وکړه.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وایې، د وسله والو مخالفینو په حمله کې تردې دمه دوه پولیس او څلور ملکیان وژل شوي دي او د لسګونه وسله والو د وژل کیدو خبره هم کوي.

خو ده ډاډ ورکړ چې ډیر ژر به د کندز ښار هغه سیمې چې د طالبانو لاس ته لویدلي دي، بیرته و نیول شي:

((اوس مهال موږ له څو خواو د کورنیو چارو وزیر د غوښتنې پر اساس د خاصو ځواکونو قطعې لیږلي دي. په عین وخت کې کوښښ کیږي څو ډير ځواکونه کندز ته و لیږو. انشاالله زموږ کوښښ دا دی چې د ورځې تر پایه یا لږ تر لږه تر راتلونکو څلورویشتو ساعتوو پورې ښار په بشپړه توګه تصفیه شي او د ښار په شاوخوا سیمو کې که مخالفین وي، طبعا هغوی هم و ځپل شي.))

په همدې حال طالبانو رسنیو ته په لیږل شوې خبرپانه کې ویلي، چې د کندز ښار یې په بشپړه توګه نیولی دی.

که څه هم حکومتي چارواکو رسما دا خبر نه دی تایید کړی، خو په ولسي جرګې کې د کندز استازې خبرداری ورکوي چې د کندز سقوط به د زیاتو شمالي ولایتونو د سقوط لامل وګرځي.

افغان څيړونکي وایې، چې که په امنیتي سکټور کې دقیق پلان او همغږي موجوده وای او افغان ځواکونو پر وخت د طالبانو پر وړاندي اقدام کړی وای، کندز به هيڅ کله له دا ډول برخلیک سره نه مخامخ کیدلی.

پخواني:

د کندز محلي چارواکي وایي چې د ښار زیاته برخه د طالبانو لاس ته لویدلې او دا مهال جګړه په شدت سره روانه ده.

د کندز د والي مرستیال حمدالله دانش ازادي راډيو ته وویل چې دا مهال ښار په دوو برخو ویشل شوی چې په یوې خوا کې طالبانو او بلې خوا کې امنیتي ځواکونو سنګر نیولی دی.

ښاغلي دانش زیاته کړه چې د کابل له خوا کندزته د ورغلي سړک ښکته خوا ته سیمې د طالبانو په لاس کې دي او د سړک پورته خواوو سیمو کې امنیتي ځواکونه ځای پرځای دي.

ښاغلي دانش هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د والي دفتر، د ملي امنیت ریاست او د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما ساحوي دفترد طالبانو لاس ته لویدلی دی.

له دې وړاندې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو ویاندویانو ویلي وو چې طالبان د کندز له جګړې په شا تمبول شوي دي.

خو د کندز د والي مرستیال وایي، له دوو هليکاپټرو پرته نور اضافي ځواک نه دی ورغلی او دوی اضافي او تازه دمه سرتیرو ته په تمه دي.

له دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي وو چې د کندزښار د دوی د ملګرو لاس ته لویدلی او د دوی په وینا ښار اوس د تصفیې په حال کې دی.

خو دغه ادعا تر اوسه چارواکو نه ده تائید کړې.

XS
SM
MD
LG