د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۳

د بېځایه شویو او راستنېدونکو کډوالو په اړه د «UNHCR» اندېښنه


په افغانستان کې د کورنیو بېځایه شویو او له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو د شمېر د زیاتېدو په اړه د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو اداره یا «UNHCR» اندېښنه څرګندوي.

دا اداره ټینګار کوي چې په یوه وخت د ډېرشمېر کډوالو راستنېدل، په دې هېواد کې د زرګونو کسانو بې ځایه کېدل او هغوی ته د سرپناه نشتوالی له ځان سره اندېښنې لري او وايي چې دا کار ممکن په افغانستان کی انساني بحران رامنځته کړي..

«UNHCR» وايي چې له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو په اړه چې سرپناه او لومړنیو مرستو ته لاس رسی نه لري سخت اندېښمن شوي دي.

د دې سازمان مرستیال «فابیو وارولي» د شنبې په ورځ په کابل کې د یوه دری ورځني سیمینار په څنډه کې ازادي راډيو ته وویل:

"یو. ان. ایچ. سي. ار او نړیواله ټولنه نه یوازې د کورنیو بې ځایه شویو په اړه بلکې له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو په اړه هم سخته اندېښنه لري، هېواد ته د افغان کډوالو د راستنېدو پروسه د جولای په میاشت کې پیل شوه او د کال تر پایه ممکن نیم میلیون کډوال له پاکستانه راستانه شي."

په دې سیمینار کې د ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو مسؤلین را بلل شوي و تر څو هغوی ته له پاکستان او ایران څخه د راستنېدونکو او کورنیو بې ځایه شویو سره د مرستو د چمتووالي په اړه لازم معلومات ورکړل شي.

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې له پاکستانه د کډوالو د راستنېدو لړۍ تر بل هر وخت چټکه شوې او اټکل دا دی چې د روان میلادي کال تر پایه به نیم میلیون کډوال یوازې له پاکستانه خپل هېواد ته راستانه شي.

په دې وروستیو کې له پاکستان نه افغانستان ته د کډوالو ستنېدو بهیر چټک شوی.
په دې وروستیو کې له پاکستان نه افغانستان ته د کډوالو ستنېدو بهیر چټک شوی.

خو پوښتنه دا ده چې ایا افغانستان د دې راستنېدونکو کډوالو ځای پر ځای کېدو ته لازم چمتووالی لري؟

د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي چې په دې سیمینار کې یې ګډون درلود د غونډې په پای کی ازادي راډیو ته وویل چې دوی له کډوالو سره د مرستې لپاره لازمه بودجه نه لري.

ښاغلی بلخي وايي، هڅې کېږي چې په دغه هېواد کې د کډوالو شمېر د ډېرېدو له امله د بشري ناورین مخنیوی وشي.

بلخي: هڅه کوو د کډوالو ډېرېدو سره د بشري ناورین مخه ونیسو.
بلخي: هڅه کوو د کډوالو ډېرېدو سره د بشري ناورین مخه ونیسو.

نوموړي زیاته کړه:

"د کندز بېځایه شویو سره چې له دې ولایته وتلي وو مرسته شوې ده، او طبیعي ده کله چې د پاکستان څخه راستنېدنه ډېره شوه موږ هڅې وکړې چې په دې برخه کې لازم چمتووالی ونیول شي، هم موسسو او هم د کډوالو چارو وزارت په دې برخه کې مرستې ډېرې کړې تر څو د ژمي له راتلو سره د زیانونو د پېښېدو کچه کمه وي."

د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې له بهر څخه د راستنېدونکو کډوالو تر څنګ یوازې د کندز وروستیو جګړو شاوخوا شل زره کسان نورو ولایتونو ته کډه کولو مجبور کړي چې د بیا ځای پر ځای کېدو لپاره یې هڅې روانې دي.

د دې اندېښنو تر څنګ د تېرې اوونۍ په پای کې داسې خبرونه هم خپاره شول چې اروپایي ټولنه هم د شاوخوا اتیا زره کډوالو د جبري ایستلو نیت لري کوم راپورونه چې د کډوالو چارو وزارت یې ناسم بولي.

دا وزارت وايي چې ټاکل شوې په راتلونکو څو ورځو کې د افغانستان پاکستان او «یو. ان. ایچ. سي. ار» تر منځ دری اړخیزه غونډه جوړه شي او پکې به دری واړه لوري د کډوالۍ د بحران د حل لپاره خبرې وکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG