د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۹

م.م: کندز کې جګړو تر ۱۰ زره ډېر کسان بې‌ځایه کړي


کندز کې د ملګرو ملتونو په وینا جګړو تر ۱۰ زره ډېر کسان بې‌ځایه کړي دي خو د سیمې یو شمېر خلک اټکل کوي چې دا شمېره نېږدې درې برابره تر دې زیاته ده.

د جګړو له کبله ډېری بې‌ځایه شويو تالقان، مزار شریف او کابل ته پناه وړې ده.

مرستندویه مؤسسې وایي، کوم افغانان چې د کندز له ښاره د جګړو له امله تښتېدلي دي او پر نورو کورونو یې اړولي دي، په ناوړه حال کې ژوند تېروي.

هغو کورنیو چې بې‌ځایه شویو ته پناه ورکړې ده، د روېټرز اژانس په وینا د اکثرو اقتصاد هم ښه نه‌دی.

افغان ځواکونه د کندز ښار کې له تېرې اوونۍ راهیسې له طالبانو سره په جګړې بوخت دي.

کندز کې د ښځو د حقونو یوه فعاله ګیتا بشردوست چې په خپله هم له ښاره وتلې ده، وایي، ډېری خلک چې له ښاره تښتېدلي دي، دوی له ځانونو سره څه وړې هم نه‌دي.

نوموړې روېټرز اژانس ته وویل، زه د جګړې په لومړۍ ورځ له کندزه ووتلم، خو زما ټوله کورنۍ د طالبانو او حکومتي ځواکونو د توغندیو او هاوانونو تر ډزو لاندې پاتې شوه.

ملګرو ملتونو د تېرې پنجشنبې په ورځ وویل چې نېږدې ۱۰ زره کډوال له کندزه کابل، تالقان او مزارشریف ښارونو ته تښتېدلي دي.

په افغانستان کې د جګړو له امله ۱۲ لکه بې‌ځایه شوي شته او روان کال نېږدې دوه لکه شپیته زره کسان د جګړو له امله مجبوره شوي دي چې خپل کورونه پرېږدي.

په بغلان کې د سرې میاشتې مشر عبدالرحیم قیومي وویل، تر هر څه مخکې بې‌ځایه شوي خوړو او جامو ته اړتیا لري او کومو کورنیو چې دوی ته پناه ورکړې، د هغوی اکثره خپله اقتصادي ستونزې لري.

قیومي زیاته کړه چې د دوی دفتر د کندز له بې‌ځایه شویو سره تر اوسه مرستې نه‌دي کړي ځکه چې تر دې دمه ټرانسپورټي ستونزې شته.

د بغلان په پلخمري ښار کې د کندز له جګړو یوه بې‌ځایه شوي، نور الله شکوري روېټرز اژانس ته وویل، دی له خپلې مېرمنې او پنځو ماشومانو سره له کندزه تښتېدلی دی.

شکوري بیا وویل، کډوال دلته ډېر سخت ژوند لري، پنځه کورنۍ په یوه کرایي کور کې چې دوه کوټې لري، ژوند کوو.

شکوري چې په ټیلیفون‌یې له روېټرز اژانس سره خبرې کولې، زیاته کړه، که حکومت ژر تر ژره کندز له طالبانو تصفیه نه‌کړي، ژمی راروان دی، سړه هوا به تر طالبانو هم په کندز کې د ډېرو کسانو ژوند واخلي.

XS
SM
MD
LG