د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

ولایتي شورا: د کندز د بېځایه شویو په نوم پیسې د زورواکانو جېب ته ځي


د کندز د ولایتي شورا یو شمېر غړي او ځینې نور عام خلک وايي چې د دې ولایت له بې‏ځایه او زیانمنو شویو کورنیو سره د نغدو پیسو مرستې د یو شمېر حکومتي چارواکو له‎خوا حیف و میل شوي دي.

دوی وايي، د کندز د دویم ځل سقوط له کبله ولسمشر غني په دغه ولایت کې له جنګ ځپلو خلکو سره ۱۴۰ میلیونه افغانیو نغدې مرسته کړې وه چې ۷۰ میلیونه افغانۍ یې تېرکال پر بېوزلو کورنیو ووېشل شوې، خو ۷۰ میلیونه یې تازه دغه ولایت ته رسېدلي دي.

د کندز د ولایتي شورا یو تن غړی صفي الله امیري وايي چې دغه نغدي مرستې پر بېوزلو او زیانمنو کورنیو په عادلانه ډول نه وېشل کېږي، ځکه د قومي اربابانو، زورواکو او دولتي چارواکو لخوا حیف و میل شوي دي.

صفی الله امیري
صفی الله امیري

نوموړي زیاته کړه:

"دوی د هرې سیمې وکیل څخه د ۱۰۰ نفرو لېست غواړي او بیا یوازې ۳۵ نفرو ته پیسې ورکول کېږي، که ۳۵ نفرو ته کمک ورکوي نو بیا ولې د ۱۰۰ نفرو لېست غواړي او بیا د پاتې ۶۵ نفرو پیسې چېرته ځي؟."

په ورته وخت کې د دغه ولایت د ولایتي شورا مُنشي زرګل عالمي د امیري د خبرو په تائیدولو سره وویل:

زرګل عالمي
زرګل عالمي

"دوی د فیصدې له مخې له ۱۰۰ کورنیو څخه یوازې ۳۵ کورنیو ته کمک ورکوي او لېست ټيکمارک او د خلکو امضا هم اخیستل کېږي، خو بیا له دې شمېر څخه د ۶۵ کورنیو جدول سپین پاتې کېږي او برخه لیک یې هم معلوم نه دی."

خو د کندز د ولایتي شورا غړو په دغه ولایت کې د نغدې مرستو د حیف و میل په اړه کوم اسناد له رسنیو سره شریک نه کړل.

په همدې حال کې هغه شمېر کورنې چې د جګړو له کبله د کندز له بېلابېلو سیمو څخه بېځایه شوي دي وايي چې له سختو ستونزو سره مخ دي، خو تر اوسه پورې دوی نغدې مرستې نه دي ترلاسه کړي.

یوه تن بې‏ځایه شوي محمد انور په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"څلور میاشتې کېږي چې موږ له خپلو سیمو څخه بېځایه شوي یو او اوس مهال په یوې کنډواله کې ژوند کوو او له سختو ستونزو سره مخ یو، خو تراوسه پورې زموږ سره چا کمک نه دی کړی، دولت باید زموږ ستونزو ته توجه وکړي او یا دي زموږ سیمې تصفیه کړي چې بېرته خپلو سیمو ته ولاړ شو."

بل خوا د کندز د والي ویاند سید محمود دانش، د ولایتي شورا د غړو او د خلکو دغه تورونه ردوي او زیاتوي چې د نغدې مرستو د وېشلو بهېر په شفاف ډول جریان لري:

سید محمود دانش.
سید محمود دانش.

"د ولایتي شورا غړي د دغه کمېسیون غړېتوب لري او که دوی د دغه مرستو د وېشل بهېر په اړه کوم شک و تردید لري، نو د ولایت له مقام سره دي شریک کړي، څو دغه موضوع روښانه شي."

ښاغلي دانش زیاته کړه چې د یو منظم پلان له مخي د جوړ شوي کمېسیون له‎خوا پر هرې کورنۍ ۱۱ زره افغانۍ وېشل کېږي.

نوموړي دا ونه ویل چې دوی تر دا مهاله پر څومره کورنیو باندې نغدې مرستې وېشلې او څومره لا پاتې دي.

د معلوماتو له‎مخې یوازې سږکال د دې ولایت له بېلابېلو سیمو څخه د جګړو له کبله ۱۵ زره کورنۍ له خپلو سیمو څخه بې‎ځایه شوي دي او زیات شمېر کورنې شکایت کوي چې په دغه ولایت کې مرستې د روابطو پر اساس وېشل کېږي او مستحقو کورنیو ته څوک پاملرنه نه کوي.

همداراز تېر کال هم په دغه ولایت کې یو شمېر خلک د نغدې مرستو د وېشلو له بهېر څخه راضي نه وو او ادعا یې درلوده چې کمک شوي پیسې د شتمنو او زورواکو خلکو جېبونو ته ځي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG