د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

د ۷ زره داخلي بیځایه شویو لپاره د ژمنیو مرستو لړۍ پيل شوې


د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سازمان کمېشنرۍ په شمال زون کې د نا امنیو له امله اووه زره داخلي بې ځایه شویو کورنیو ته خپلې ژمنې مرستې پيل کړي دي.

په شمال زون کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سازمان د کمېشنرۍ مشر ریچارډ ایویلا ازادي راډیو ته وویل چې دوی د ۷۰۰ زره امریکايي دالرو په ارزښت دا مرستې په نهو شمالي ولایتونو له بې ځایه شویو کورنیو سره کوي.

فقر، بې وزلي او د سرپناه نشتون هغه ستونزې دي چې په شمال زون کې بې ځایه شوې کورنۍ ورسره مخامخ دي.

د ناامنیو له امله د فاریاب، سرپل، جوزجان او کندز څخه بلخ ولایت ته راغلي سلګونه کسان شکایت کوي چې د ژمي موسم په را رسېدو سره لا هم په ستونزو کې دي او د کار له نه موجودیت او د سرپناه له نشتون سره مخ دي.

د ناامنۍ له کبله په ډيریو بې ځایه شويو کسانو کې هغه ښځې هم شته چې سرپرست نه لري او د افغان امنیتي ځواکونو او د دولت مخالفو وسله والو ترمنځ د جګړې له امله بلخ ولایت ته را بې ځایه شوي دي.

ماریا یو له همدې ښځو څخه ده چې د فاریاب ولایت له شیرین تګاب سیمې څخه بلخ ولایت ته د ناامنیو له وجهې بی ځایه شوې ده، او اوس په تمه ده ترڅو د ملګروملتونو د کډوالو چارو له کمېشنرۍ څخه ژمنۍ مرستې تر لاسه کړي.

هغې د خپل را بې ځایه کېدو په اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:

"زموږ سیمو ته وسله وال مخالفین راغلي وو، هغوی د خدای بنده ګان ووژل چا چې تېښته وکړه خو ښه او پاتې ټول ووژل شول، طالبانو دوی ووژل، موږ د وسله والو او مخالفینو د جنګ او وېرې له امله دلته راکډه شوي يو. "

په همدې حال کې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د کمیشنرۍ استازي وايي چې په شمال زون کې یې د ۷۰۰ زره امریکايي دالرو په ارزښت داخلي بې ځایه شویو ته د ژمنیو مرستو د وېش لړۍ پيل کړې ده.

په شمال زون کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو کمیشنرۍ مشر ریچار اویولا ازادي راډیو ته وویل چې په مجموعي ډول د ۲۰۱۵ کال په ترڅ کې ۱۱۲ زره کسان په شمال کې د موجوده نا امنیو له امله بې ځایه شوي دي.

د هغه په خبره چې دوی توانېدلي دي، ترڅو له دغو شمېر بېځایه شویو څخه ۷ زره کسانو ته په ۹ ولایتونو د ژمني نقدي مرستو د ویش لړۍ پيل کړي.

ریچارد د یادو مرسته په اړه زیاته کړه:

"د ملګرو ملتونو د سازمان دا کمیشنرۍ ۷ زره کورنیو ته دا نقدي مرستې ويشي چې ارزښت یې ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو ته رسیږي، او دا لړۍ په تر څو راتلونکو ورځو پورې به دوام لري، هر یوه شخص ته ۱۰۰ امریکايي ورکول کیږي. "

د ملګرو ملتونو د سازمان د موندنو پر اساس چې د ۲۰۱۰ کال راپدېخوا ۲۰۰ زره کسان په شمال کې د موجوده نا امنيو له امله بېځایه شوي دي او د بې سرنوښتۍ په حالت کې اوسیږي.

مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG