د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

دکندز بې ځایه شوي خلک کمکونو ته سترګې په لاره دي


په کندز کې ګڼ شمېر بې ځایه شوې کورنۍ بېرته خپلو کورونو ته ستنې شوې دي؛ دوی وايي چې تر اوسه پورې ورسره مرستې نه‎دي شوي او دا مهال له ډېرو ناخوالو او ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

وروسته له دې چې افغان ځواکونه وتوانېدل کندز ښار بېرته له وسله‎والو طالبانو څخه تصفیه کړي، ډېری کورنۍ بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

بېځایه شويو خلکو له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې جګړې دوی اړ کړل څو له خپلو کورونو څخه په کډه شي همدارنګه د جګړې پر مهال له ډېرو ناخوالو سره لاس اوګرېوان شوي دي، خو لاهم له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او د حکومت مرستو ته سترګې په لار دي.

بېرته ستنه شوې نفیسه وايي: "نفیسه یم، موږ آوره شوي وو خو اوس بېرته خپل کورونو ته راغلو او دولت ویلي وو چې مرسته کوو خو تر اوسه پورې له موږ سره هېڅ مرسته نه‎ده کړې، داده ژمې هم راغی موږ له ډېرو ستونزو سره مواجه یو."

یو تن بله ستنه شوې بنفشه زیاتوي: "بنفشه یم، موږ بېرته خپلو کورونو ته راغلو دغه درواغجن حکومت له موږ سر تراوسه پورې مرسته نه‌ده کړې په دې سړې هوا کې ماشومان ناروغه شوي دي د سوند مواد هم نه‎لرو."

کندز ته ستون شوی خیر محمد داسې وايي: "خیرمحمد یم، موږ آواره شوي وو دا ده بېرته کندز ته راغلو په جنګونو کې در په دره شوو هرڅه مو له منځه تللي دي، خو تراوسه پورې موږ سره چا مرسته نه‎ده کړې دغه درواغجن حکومت ویلي وو چې له بېځایه شويو کورنیو سره مرستې کوو، خو موږ سره هېڅ چا هم مرسته نه‎ده کړې، ژمی دی ډېرو ستونزو سره مخامخ یو."

د معلوماتو له مخې، د کندز ولایت د سقوط له کبله څه باندې ۲۱ زره کورنې د هېواد یوشمېر نورو ولایتونو ته بې ځایه شوې وې، خو دامهال یو ډېری کورنۍ یې بېرته ستنې شوې دي.

په همدې حال کې د کندز ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو ریاست رییس، سید عبدالسلام هاشمي د کمکونو د نشتوالي او د حکومت له خالي لاس څخه خبر ورکوي.

هاشمې په دې اړه داسې وویل: " اوس‎مهال د دولت لاس خالي دی څه په لاس کې نه‎لري تاسو وینئ چې دا څو ورځې کېږي چې دولتي ادارې بېرته فعالې شوې دي، خو زما غوښتنه له مرکزي حکومت څخه همدارنګه د ملګرو ملتونو له موسساتو څخه دا ده چې ډېر ژر باید خپلې مرستې کندز ته راولېږي."

نوموړي زیاته کړه چې په کندز ولایت کې ۱۵ ورځېنۍ جګړې ټولې مرستندویه موسسې مجبوره کړې چې له دغه ولایت څخه ووځي او اوسمهال په دې ولایت کې ټول مرستندویه دفترونه غیر فعال دي.

په ورته وخت کې د کندز ولایت د مدني ټولنو یو شمېر فعالان هم پر حکومت نیوکه کوي چې ونتوانېده په وخت سره د کندز پر بې ځایه شویو او زیانمنو کورنیو لومړنۍ مرستې ووېشي.

په کندز کې د مدني ټولنې یوه تن غړي عنایت‎الله خلیق له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې حکومت تر اوسه پورې خپل مسوولیت د کندز د جنګ ځپلو کورنیو پر وړاندې نه‎دی ادا کړی چې دا په خپله د حکومت بې کیفایتي څرګندوي.

هغه وايي: " متاسفانه څه باندې دوه اوونۍ کېږي چې د کندز ښار دولتي ځواکونو نیولی دی خو تر اوسه پورې دولت له بېځایه شویو او زیانمنو کورنیو سره مرستې نه‎دي کړي؛ ان دولت تر اوسه نه‎دی توانېدلي چې د دغو بې ځایه شویو کورنیو سروې وکړي او کره شمېرې راټولې کړي، دا په خپله د دولت نه پاملرنه څرګندوي."

دا په داسې حال کې ده چې کندز ښار له سقوط وروسته هم د ۱۵ ورځې پرله‎پسې جګړې شاهد وو چې دغې جګړې مُلکي خلکو ته د ځاني زیانونو ترڅنګ ډېر مالي زیانونه هم واړول او خلک لاتر اوسه هم اقتصادي، اوزګاري او نورو ناخوالو سره لاس او ګرېوان دي او د ژمي په دې سړه هوا کې له ستونزو ډکې شپې او ورځې سبا کوي.

د کارپوهانو په وینا، که چېرې د ملي یوالي حکومت په وخت سره د کندز جنګ ځپلو او بېځایه شویو کورنیو سره مرستې ونه‎کړي، نو د حکومت او ولس ترمنځ به واټن نورهم زیات شي چې د ولس دغه واټن کېدای شي د وسله‎والو طالبانو په ګټه تمام شي.

راپور - اجمل آرین

XS
SM
MD
LG