د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۳

د هوا په سړېدو سره د کندز د بې‌ځایه شویو کورنیو ستونزې ډېرې شوي


په دې وروستیو کې د کندز له چهاردرې او امام صاحب ولسوالیو څخه د جګړو له کبله، زیات شمېر کورنۍ له خپلو مېنو، د کندز ښار او د دې ولایت نورو سیمو ته کډه شوي او اوس‌مهال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د کندز له چهاردرې او امام صاحب ولسوالیو څخه دغه بې‌ځایه شوې کورنۍ وايي چې د هوا په سړېدو سره دوی له سختو ستونزو سره مخ دي او له حکومت څخه غواړي چې ډېر ژر د دوی سیمې د وسله‌والو طالبانو له شتون څخه تصفیه کړي، څو بې‌ځایه شوې کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته وګرځي او ژمی په خپلو مېنو کې تېر کړي.

دغه بې‌ځایه شوي خلک شکایت کوي چې د ژمي په رارسېدو سره دوی له سختو ناخوالو سره مخ دي، ځکه چې دوی د استوګنې مناسب ځایونه نه‌لري او د سونګ او خوراکي موادو له نشتوالي سره مخ دي.

له دغو بې‌ځایه شویو اخترګل او یوې مېرمنې چې د نوم له ښودلو څخه‌یې ډډه وکړه، ازادي راډيو ته وویل:

"د جګړو له کبله په امام صاحب ولسوالۍ کې موږ ته هېڅ شی نه‌دی راپاتې، ځکه زموږ د کور ټول شته په جګړو کې سوځېدلي او اوس دلته په کرايه کور کې ژوند کوو."

"موږ له چهاردرې ولسوالۍ څخه اواره شوي یوو، دولت باید له موږ سره کمک وکړي، موږ هېڅ شی نه‌لرو او دا دی هوا هم ډېر سړه ده او که دولت زموږ ستونزو ته توجه ونه‌کړي، نو زموږ ماشومان به د یخنۍ له کبله، خپل ژوند له لاسه ورکړي."

په کندز کې بې‌ځایه شوي خلک وايي، که حکومت د ژمي د موسم تر رارسېدو دوی ته د استوګنې مناسب ځایونه او په کافي اندازه خوراکي او سونګ مواد نه‌شي برابرولای، نو د دوی سیمې دې ډېر ژر د وسله‌والو مخالفينو له شتونه پاکې کړي، څو بې‌ځایه شوي خلک بېرته خپلو سیمو ته وګرځي.

په ورته وخت کې صلاح‌الدین چې د وروستیو جګړو له کبله له چهاردرې ولسوالۍ څخه بې‌ځایه شوی، د خپلو ستونزو په اړه ازادي راډيو ته وایي:

"دا څه ډول حکومت دی، د خدای په لحاظ، موږ خپل ژوند ته پرېږدئ، که امنیت نه‌شئ نیولای، نو موږ پرېږدئ چې په خپلو سیمو کې ژوند وکړو. دا څه حال دی، موږ کله یوه خوا او کله بله خوا ځغلوي. له ۱۵ کلونو راهیسې موږ در په در یوو او اوس په دې یخنۍ کې له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي یوو، نه د سونګ مواد لرو، نه خوراکي مواد لرو او نه هم د اوسېدو ځای."

بل‌خوا د کندز د کډوالو او راستنېدونکو چارو مشر سید عبدالسلام هاشمي بیا وايي چې په تېره یوه میاشت کې د دې ولایت له امام صاحب او چهاردرې ولسوالیو څخه د جګړو له کبله، څه باندې ۳ زره کورنۍ له خپلو سیمو څخه بې‌ځایه شوې دي.

ښاغلي هاشمې زیاته کړه، تر اوسه پورې د دولتي او غیر دولتي ارګانونو له‌خوا، له ۵ زره بې‌ځایه شويو کورنیو سره مرسته شوې او د تازه بې‌ځایه شويو کورنیو سروې هم جریان لري.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه:

"د وروستیو جګړو له کبله د کندز له چهاردرې او امام صاحب ولسوالیو څخه څه باندې ۳ زره کورنۍ بې‌ځایه شوي او موږ د همکارو مؤسسو په مرسته، د دغو کورنیو سروې پیل کړې او ډېر ژر به پر دغو کورنیو د مرستو د وېشلو لړۍ هم پیل کړو."

د معلوماتو له مخې، د روان کال له پیله تر اوسه د کندز له بېلابېلو سیمو څه باندې ۱۳ زره کورنۍ د جګړو او ناامنیو له کبله، له خپلو سیمو بې‌ځایه شوې دي.

د دې ولایت امنیتي چارواکي وايي چې دمګړۍ د کندز امنیتي وضعیت د قناعت وړ دی، خو کندزیان بیا وايي، که چېرې د ژمي د موسم تر رارسېدو افغان ځواکونه د وسله‌والو مخالفينو پر وړاندې له خپلو تعرضي عملیاتو لاس واخلي، نو په راتلونکي پسرلي او دوبي کې به کندز یو ځل بیا د جګړې په ګرم ډګر بدل شي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG