د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

شااوخوا نیم میلیون بېځایه شوي او راستانه شوي کډوال مرستو ته اړتیا لري


د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري او د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي، شااوخوا نیم میلیون بېځایه شوي او راستانه شوي کډوال په ژمي کې لومړنیو مرستو ته اړتیا لري.

راروان سخت ژمي او سړو د بېځایه شویو افغانانو او د هغوی په اړه چې له ګاونډیو هېوادونو خپل هېواد ته راستانه شوي دي اندېښنې راپارولې دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ یا «UNHCR» او د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت څېړنې ښيي چې له دغو کورنیو نه شااوخوا نیم میلیون کسان په راروان ژمي کې لومړنیو مرستو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د «UNHCR» استازې فتحیه عبدالله د یکشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال لېندۍ۰۵» په کابل کې یو شمېر دغو بېوزلو کورنیو ته د نوموړي ادارې د مرستو د پیل په مراسمو کې، پر نورو مرسته کونکو ادارو هم د لاس نیوی غږ وکړ:

فتحیه عبدالله
فتحیه عبدالله

" UNHCRد کډوالو لپاره د خېمو بندوبست او نورې مرستې کوي، خو په دې برخه کې د کډوالۍ د نړیوال سازمان مرستې هم مهمې دي، موږ د افغان حکومت سره مرستې او لاسنیوي ته ژمن یو او له مرسته کونکو د مرستو مننه کوو."

ملګرو ملتونو د افغان حکومت په همغږۍ شااوخوا درې سوه زره بېوزله کډوالو ته د لومړنیو مرستو رسولو لړۍ تېره میاشت له ځینو زایانمنو ولایتونو نه پیل کړه.

دوی د یکشنبې په ورځ په کابل کې هم دا لړۍ پرانیسته چې د «UNHCR» د معلوماتو له مخې لس زره کورنۍ به د دغې ادارې لومړنۍ مرستې تر لاسه کړي.

د مرستې د پیل بهیر.
د مرستې د پیل بهیر.

د مرستو په دغې بسته کې هرې کورنۍ ته دوه سوه ډالر، کمپلې او ځينې ژمني توکي په نظر کې نیول شوي دي.

  • خو ایا یادې مرستې په د دغو کورنیو ستونزې هوارې کړي؟

څو تنې ښځې چې د مرستو اخیستلو لپاره خپل نوبت ته ولاړې وې ازادي راډیو ته وویل، په هیڅ وجه، خولږ تر لږه دوی ته به د کوټې ګرمولو د ځینو امکاناتو وس ورکړي:

"موږ له کندزه راغلي یو، همدا اوس سختو مرستو ته اړتیا لرو سخت ژمی په مخ کې لرو، خو موږ هیڅ شی نه لرو دا مرستې ښې دي، خو کفایت نه کوي."

"دا مرستې کمې دي، خو بیا هم له نشت نه ښې دي زه لرګي او د ژمي لپاره څه پرې اخلم."

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر وايي، دا وخت له یو میلیون ډېر افغانان له خپلو مېنو بېځایه دي.

سید حسین عالمي بلخي ازادي راډيو ته وویل د بېځایه شویو او راستانه شویو کډوالو سره ۷۸ زره افغان کورنۍ لومړنیو مرستو ته اړتیا لري.

سید حسین عالمي بلخي
سید حسین عالمي بلخي

نوموړي زیاته کړه:

"په ټول افغانستان کې ۷۸ زره زیانمنې او اړې کورنۍ مشخصې شوي چې شمېره یې نیم میلیون ته رسېږي، دوی ته د مرستو لړۍ دلته نن او په ځينو نورو ولایتونو کې مخکې پیل شوي."

ښاغلی بلخي وايي، «UNHCR» شااوخوا دری سوه زره او افغان حکومت نېږدې دوه سوه زره کسانو ته د مرستو تابیا کړې ده.

د ده په خبره، دا کورنۍ تر دقیقي ارزونې ورسته په نښه شوي چې په وار سره به له ټولو سره مرسته وشي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG