د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

هلمند، ارزګان او کندهار کې د جګړو له کبله تر ۱۱ زرو زیاتې کورنۍ بې‌ځایه شوي


هلمند کې د جګړې له کبله بې‌ځایه شوې کورنۍ
هلمند کې د جګړې له کبله بې‌ځایه شوې کورنۍ

په هلمند، ارزګان او کندهار ولایتونو کې د وروستیو جګړو له کبله تر ۱۱،۰۰۰ زیاتې کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

که له یوې خوا په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره په قطر کې مذاکرې روانې دي، ورسره جوخت په ځینو ولایتونو کې جګړې زیاتې شوې دي.

بې‌ځایه شوي کسان چې وايي په واقعیت کې دوی د جګړې عذاب ګالي، د عاجلو مرستو غوښتنه کوي.

په هلمند کې د تېرو درېیو اوونیو جګړو ډېر کسان له خپلو مېنو بې‌ځایه کړي دي.

دوی وايي چې په لښکرګاه او یا نورو ساحو کې یې اړولي چې نه‌یې د سرپناه چاره شوې او نه د خوراک لپاره څه لري.

هغوی زیاته کړه: "موږ له ناوې ولسوالۍ راغلي یو دغلته په لښکرګاه کې مو اړولي دي. شپږو کډو په یوه سرای کې اړولي دي. کوچنیان په خونه کې پرېباسو، غټان دباندې پرېوځي. زړې توشکې پر ځانونو اچوو، ځکه د خپل کور وسایل مو له ځانونو سره نه‌دي راوړي."

هوا سړه شوې، خو د جګړې اور سوړ شوی نه‌دی، د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې راوستلو لپاره مذاکرو هم، تر اوسه د دې جګړې تاو نه‌دی کم کړی.

قطر کې د سولې خبرې
قطر کې د سولې خبرې

تر دې مخکې په هلمند کې د بې‌ځایه شویو کورنیو شمېر نږدې ۱۰ زره ښوول شوی و، خو اوس د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د دغو کورنیو شمېر شااوخوا ۷،۰۰۰ یادوي.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار سید عبدالباسط انصاري ازادي راډیو ته وویل، د بې‌ځایه شویو کورنیو سروې پیل شوې ده.

ښاغلي انصاري وویل: "په هلمند کې د ۷،۰۰۰ په شااوخوا کې کورنۍ بې‌ځایه شوې دي. د کډوالو چارو وزارت، د نورو دولتي ادارو او د همکارو مؤسسو په مرسته د سروې ډلې لري چې تر ۲،۰۰۰ زیاتې کورنۍ سروې شوي، له ۱،۶۰۰ کورنیو سره مرستې شوې دي."

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي، دوی په هلمند کې شااوخوا ۱،۵۰۰ کورنیو ته لومړنۍ مرستې رسولې دي.

په هلمند کې د بې‌ځایه شویو لوی شمېر د بشري حقونو خپلواک کمېسیون اندېښنه هم پارولې ده.

ذبیح‌الله فرهنګ
ذبیح‌الله فرهنګ

د دغه کمېسیون د نشراتو مشر ذبیح‌الله فرهنګ ازادي راډیو ته وویل: "په هلمند او نورو ولایتونو کې وروستیو جګړو ناوړه پایلې درلودې چې ډېرې کورنۍ بې‌ځایه شوې دي. موږ په دې برخه کې اندېښنې لرو، له حکومت او نورو بنسټونو او سازمانونو غواړو چې باید په دې برخه کې پام وکړي."

له تېرې میاشتې د هلمند ترڅنګ په کندهار او ارزګان کې هم جګړې زیاتې شوې دي.

یوازې په کندهار کې له تېرې اوونۍ د جګړو له کبله چې تر ډېره پر ارغنداب ولسوالۍ ورټولې دي، ۱،۵۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس دوست محمد نایاب وايي له دې جملې ۵۰۰ کورنۍ کندهار ښار ته کډه شوي او ۱،۰۰۰ نورې په ارغنداب کې دننه نورو سیمو ته بې‌ځایه شوې دي.

بل‌خوا د ارزګان ولایت چارواکو هم ویلي چې له ګېزاب او دهراوود څخه د ۲،۵۰۰ په شااوخوا کې کورنۍ له خپلو سیمو بې‌ځایه شوې دي.

د والي ویاند احمد شاه ساحل ازادي راډیو ته وویل، دوی له ځینو مرستندویو ادارو سره په همکارۍ هڅه کوي دغو بې‌ځایه شویو کورنیو ته لومړنۍ مرستې ورسوي.

بې‌ځایه شوې کورنۍ
بې‌ځایه شوې کورنۍ

خو ښاغلی ساحل وايي، وسله‌والو طالبانو پر دغو ولسوالیو لارې بندې کړي او دوی نه‌شي کولای په خلاص مټ بې‌ځایه شویو کورنیو ته عاجلې مرستې ولېږدوي.

د هلمند، ارزګان او کندهار په څېر په ځینو نورو ولایتونو کې هم جګړه شدیده شوې او ښکېل لوري د یوه او بل د ځپلو ادعا کوي، خو د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د جګړې زیات زیان هغه ملکیان ګالي چې په وسله‌والو شخړو کې دخیل نه‌دي.

XS
SM
MD
LG