د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

انډپنډنټ: د ښځو له ګډون پرته د سولې خبرې ناکامېږي


قطر کې د بین الافغاني خبرو پرانیستغونډې یو انځور . 12.9.2020
قطر کې د بین الافغاني خبرو پرانیستغونډې یو انځور . 12.9.2020

د افغانستان د سولې د خبرو ناڅرګند برخلیک او د شخړو زیاتېدل هغه موضوعات دي چې د نړیوالو چاپي خپرونو توجه یې جلب کړې ده.

  • انډپنډنټ

بریتانیایي ورځپاڼه انډپنډنټ لیکي، که چېرته د افغانستان د سولې په خبرو کې ښځې نه وي، دا خبرې ناکامه کېږي.

د افغانستان د دولت په ۲۱ کسیزه پلاوي کې څلور مېرمنې دي خو د انډپنډنټ په باور دا شمېر کم دی.

په دې لیکنه کې وړاندې راغلې دي، له ښځو او یو شمېر نورو سره دا اندېښنې شته چې د ښځو د حقونو په برخه کې د دو لسیزو ترلاسه شوې لاسته راوړنې د سولې د تړون قرباني نه شي.

انډپنډنټ د مدني ډلو یوې څېړنې ته اشاره کوي او لیکي، د سولې په خبرو کې د ښځو ونډه ۶۴ په سلو کې د دې خبرو د ناکامي مخه نیسي.

د دې څېړنې له مخې، که چېرته ښځې د افغانستان د سولې په بهیر کې شاملې وي په راتلونکو پنځلس کلونو کې به د دغه هېواد د پایدارې سولې تضمین وشي.

  • واشنګتن ټایمز

واشنګتن ټایمز ورځپاڼې بیا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد اندېښنې او خبرداري ته اشاره کړې ده.

ښاغلي خلیلزاد په یو لړ ټویټونو کې اوسني وضعیت ته اندېښنه ښکاره کړې ده او دا یې له ګواښه ډک بللی دی.

ده د دوشنبې په ورځ ولیکل، دا باور چې د مذاکراتو پر مېز د امتیاز د ترلاسه کولو لپاره باید شخړې ډېرې کړي، ډېر خطرناکه دی.

د خلیلزاد په اند، دا نظر د سولې بهیر زیانمنولی شي او د افغان مشرانو د پخوانۍ ناسمې محاسبې د تکرار سبب به شي.

واشنګتن ټایمز بیا په خپلې خپرې کړې مقاله کې لیکلي دي چې په افغانستان کې د شخړو له زیاتېدو سره خلیلزاد ښکاره اندېښنه څرګنده کړې ده.

په دې لیکنه کې وړاندې راغلي دي، طالبانو په وروستیو کې په هلمند کې پراخ بریدونه وکړل او په ورته وخت کې دې ډلې وویل، د امریکا بریدونه د افغان ځواکونو په ملاتړ د فبروري د نهه ویشتمې نېټې د سولې له تړون څخه ښکاره سرغړونه ده.

تر دې مخکې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند سني لګیت ویلي و چې د اته میاشتې پخواني تړون له اصولو سره سم د افغان ځواکونو ملاتړ سرغړونه نه ده.

واشنګتن ټایمز لیکي، طالبانو ویلي دي، که چېرته د امریکا متحد ایالتونه په افغانستان کې خپل هوایي بریدونه ودروي دوی به هم له بریدونو لاس واخلي.

په دې لړ کې د یکشنبې په ورځ هم په غور کې موټربم برید ۱۳ ملکیان ووژل او تر ۱۲۰ ډېر یې ټپیان کړل.

د دې برید مسئولیت چا نه دی منلی خو په افغانستان کې تر دې مخکې د ځان مرګو بریدونو مسئولیت طالبانو په غاړه اخیست.

XS
SM
MD
LG