د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۸

بشر حقونو څار سازمان: دوحه کې مذاکره کوونکي دې د ملکیانو خوندیتوب لومړیتوب وټاکي


دوحه کې د سولې خبرو پرانیست غونډه
دوحه کې د سولې خبرو پرانیست غونډه

د بشر حقونو څار نړیوال سازمان وايي، دې ته اړتیا ده چې د مذاکرو ښکېل اړخونه د ملکیانو خوندیتوب او د نامشروع حملو بندول، خپل لومړیتوب وټاکي.

که څه هم د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مذاکره کوونکو خبرې د سپټمبر له ۱۲مې راهیسې روانې دي، له یوې خوا دغه خبرې د کومې کوټلې نتیجې سبب شوې نه‌دي، له بلې خوا په افغانستان کې روانه ناامني ختمه شوې نه‌ده.

همدې موضوع د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان یا (Human Rights Watch) اندېښنه هم پارولې ده.

د دې سازمان د اسیا د برخې مرستیالې پاتریشیا ګاسمن له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د دې لپاره چې خلک د سولې پر روانه پروسه باور وکړي، یوه باوري سیاسي جوړجاړي ته اړتیا ده.

پاتریشیا ګاسمن
پاتریشیا ګاسمن

هغې زیاته کړه: "عام افغانان د درک وړ سخته اندېښنه لري چې له یوې خوا خبرې ځنډېدلي او کومه نتیجه نه‌لري، له بلې خوا د ناامنیو زیاتېدل هم د ملکیانو د کړاو زیاتېدو سبب شوي دي. زما په نظر، د دې لپاره چې خلک پر دې پروسه باور ولري او دا پروسه د یوه سوله‌ییز جوړجاړي سبب شي، څرګنده ده هغه اړخونه چې په مذاکرو کې ښکېل دي، باید د ملکیانو خوندیتوب، د خلکو د کړاو کمېدل او د نامشروع حملو ختمول خپل مهم لومړیتوب وټاکي."

تر دې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په افغانستان کې د ناامنیو پر زیاتېدو اندېښنه ښوولې وه.

ښاغلي خلیلزاد تېره سې شنبه په خپل ټویټر کې لیکلي: "ناهیلی یم چې د اورکم لپاره له ژمنو سره سره دا کار نه‌دی شوی."

زلمي خلیلزاد ویلي، د یوه سیاسي جوړجاړي د ترلاسه کولو ور به د تل لپاره پرانیستی نه‌وي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې څو ورځې مخکې ازادي راډیو ته ویلي وو، د دې لپاره چې په قطر کې روانې مذاکرې ښه نتیجه ورکړي، په‌کار ده اول د جګړې ښکېل اړخونه جګړه ودروي او پر یوه دایمي اوربند سلا وکړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم د اورکم د غوښتنې په باب په خپله تبصره کې ازادي راډیو ته پرون وویل: "تماسونه او ناستې جريان لري، ستونزې به خامخا وي بيا هم هيله شته چې يوه نتيجه تر لاسه شي."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی مأموریت (یوناما) تېره اوونۍ په خپل یوه راپور کې ویلي، د روان ۲۰۲۰م کال په لومړیو ۹ میاشتو کې په افغانستان کې ۲،۱۱۷ ملکیان وژل شوي او ۳،۷۲۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

افغان حکومت او یوناما د روان تاوتریخوالي پر پای ټینګار وکړ

د بشري حقونو څار سازمان: افغانستان کې ملکي وګړي د روانو شخړو اصلي قربانیان دي

د کورنیو چارو وزارت او امنیت شورا د زیاتو ملکي تلفاتو مسؤل وسله‌وال طالبان بللي، خو طالبان برعکس دولتي او بهرني ځواکونه د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې اصلي عاملین بولي.

د کورنیو چارو وزارت پرون وویل چې یوازې په وروستیو دوو میاشتو کې د وسله‌والو طالبانو په حملو کې ۲۶۱ ملکیان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG