د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۰

یوناما او ناټو: د پایداره سولې لپاره روانو خبرو اترو کې د ښځو ګډون حتمي دی


ارشیف، یو شمېر افغان مېرمنې
ارشیف، یو شمېر افغان مېرمنې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) د پایداره سولې لپاره د سولې په روانو خبرو اترو کې د ښځو بشپړ، برابر او معناداره ګډون حتمي بولي.

یوناما د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۱۳۲۵ پرېکړه‌لیک د ۲۰ کلنۍ په مناسبت په یوه اعلامیه کې د 'افغان ښځو د دوستو سفیرانو' په استازیتوب وایي چې ملګري ملتونه خپل ملاتړ ته د افغان دولت د مذاکراتي ټیم له ښځینه او نارینه غړو څخه چې د ښځو د حقونو مدافعان دي، دوام ورکوي او دغه‌شان ویل شوي چې ښځې د سولې په ټول بهیر کې مهم لیدلوری وړاندې کوي.

په اعلامیه کې راغلي چې دوامداره جګړو ښځې او ماشومان هم سخت اغېزمن کړي او د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ نه تر سپټمبر میاشتې پورې په افغانستان کې د ۱۰ مورده ملکي تلفاتو څخه څه باندې ۴ یې ښځې او ماشومان جوړوي.

یوناما په خپله اعلامیه کې د جګړو له ښکېلو خواوو غواړي چې جنسي او د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی ژر کم کړي.

د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر په خپله اعلامیه کې لیکلي چې دا د افغانانو او د هغوی د سیمه‌ییزو او نړیوالو شریکانو مسؤلیت دی چې ډاډه شي د سولې په بهیر کې بشري حقونه باید خوندي شي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی ستېفانو پونتېکورو پر خپل ټویټرپاڼه په یوه وېډیویي پیغام کې ویلي چې په افغانستان کې باید د ښځو د لاسته راوړنو پر بنسټ یوه پایداره سوله ټینګه شي.

د ناټو دا چارواکی وایي چې د سولې بهیر کې د ښځو حضور باید د بحث وړ نه‌وي: "د ښځو حقونه او د سولې په بهیر کې د هغوی ګډون اختیاري او د بحث وړ نه‌دی، بلکې دا یوې پایدارې سولې ته د رسېدو لپاره یوه پیاوړې وسیله ده. ناټو له افغان ښځو سره د دایمي سولې لپاره چې ټول افغانان په‌کې ګډون ولري، همکاري کوي."

دا په داسې حال کې ده چې څه باندې یوه نیمه میاشت کېږي چې د افغان دولت او طالبانو مذاکراتي پلاوي په قطر کې دي، خو لا تر اوسه د خبرو د پر مخ وړلو پر څرنګوالي سره نه‌دي سلا شوي.

د افغان دولت مذاکراتي ټیم ۲۱ غړي لري چې ۴ یې ښځې دي. افغان حکومت تل ټینګار کړی چې د سولې په بهیر کې به د تېرو کلونو لاسته راوړنې په تېره د ښځو په برخه کې خوندي پاتې شي.

په همدې حال کې د ښځو د حقونو فعاله حمیرا ثاقب ازادي راډیو ته وویل، سخته اندېښمنه ده چې د سولې په بهیر کې د ښځو لاسته راوړنې له خاورو سره خاورې نه‌شي.

دا زیاتوي: "اندېښنې ټولې پر ځای دي. کله چې تاسې په بحثونو کې د ښځو له حقونو څخه خبرې ونه‌کړئ، نو تاسې به په یقین سره چې د یوې عادلانه سولې پر ځای چې نتیجه‌یې ټولنیز عدالت او د ټولو خلکو په تېره د ښځو د حقوقو په پام کې نیول وي، د واک د وېشلو شاهدان واوسی."

بل‌خوا په افغانستان کې غوڅ ملاتړ مأموریت په یوه ټویټ کې ویلي چې دا مهال شاوخوا ۵،۳۰۰ ښځې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې فعالیت لري او دوی د ښځو په اړه پر خپلې ژمنې ولاړ دي.

په کابل کې د افغان ښځو د دوستو سفیرانو ډله د استرالیا، ډنمارک، کاناډا، هالنډ، د اسلامي هېوادونو د همکاریو د سازمان، ترکیې، د اغاخان شبکې، انګلستان، ملګرو ملتونو او امریکا له استازو څخه جوړه ده.

XS
SM
MD
LG