د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

اشرف غني: طالبان له امریکا سره تړون له قران او شریعت نه پورته ګڼي


د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني

د افغانستان جمهور رئیس وايي، طالبان له امریکا سره لاسلیک کړی تړون له قران او شریعت نه پورته ګڼي.

هغه تور چې طالبانو ورته تر اوسه ځواب نه‌دی ویلی.

محمد اشرف غني د اسلام پیغمبر حضرت محمد "ص" د میلاد په مناسبت جوړې شوې ناستې ته په وینا کې، پر طالبانو غږ وکړ چې که ځانونه د دین ملاتړي ګڼي، رادې شي او د افغانستان له دیني عالمانو سره دې بحث وکړي.

ښاغلي غني د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د لړم ۰۸» په کابل کې د افغانستان دفاع وزارت په تالار کې جوړې شوې غونډې ته وویل: "د اسلام او ترورېستي اعمالو په منځ کې هېڅ اړیکې نه‌شته، دلته اړتیا ده چې یو سیاسي ټکي ته ورسېږو، هېڅکله مو دغې موضوع ته دومره اړتیا نه‌لرله لکه اوس‌یې چې لرو. یو دلیل دا دی هغوی چې ادعا کوي ۲۰ کاله د اسلام لپاره درېدلي، نن ورته له امریکا سره تړون چې یوه مفاهمه ده، د قران له احکامو او شریعت نه ډېر اهمیت لري. دا ګز دا میدان راشئ او له دیني عالمانو سره بحث وکړئ."

ښاغلی غني په داسې حال کې دا خبرې کوي چې طالبان په افغانستان کې روان جنګ، د اشغال ضد ګڼي.

له هغې وروسته چې طالبانو له امریکا سره له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو هوکړه لاسلیک کړې، دغې ډلې د هېواد په ډېرو سیمو کې، حملو ته زور ورکړی دی.

په دغو حملو کې تر ډېره ملکي کسان او د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه قرباني کېږي.

د افغانستان د جګړې معلول او یتیم ماشومان چې له جنګه ستړیا او درد یې له ورایه په څېرو کې ښکاري، په دغې غونډه کې د نورو یتیمو او معلولو ماشومانو پیغام جمهور رئیس ته راوړی او له طالبانو یې وغوښتل چې جنګ ختم کړي.

هغه ماشومان چې په افغانستان کې یې جګړې پښې ځینې اخیستي.
هغه ماشومان چې په افغانستان کې یې جګړې پښې ځینې اخیستي.

الهام یو له سلګونه یتیمو ماشومانو څخه دی چې جګړو یې پښې ځینې اخیستي، دی وايي: "زه د دغې ټولنې د یو کوچني په صفت د زرګونه یتیمو، بې‌کوره او بې‌برخلیکه ماشومانو په استازیتوب، د جنګ له ښکېلو خواوو نه درد او شکایت لرم، چیغې وهم، د خدای لپاره موږ مه‌معلول او یتیموئ، زموږ نه پلرونه او میندې مه‌اخلئ، دا ډیره سخته ده، دا ښه واورئ او ووايئ چې دا کار د خپلو ماشومانو لپاره روا ګڼئ؟؟"

بل‌خوا د افغانستان د حج او اوقافو سرپرست وزیر محمد قاسم حلیمي وايي، د افغانستان د جګړې د حرام ګڼلو په اړه د افغانستان او نړۍ د ټولو دیني عالمانو لید یو شان دی او د هېواد د امنیتي ځواکونو ملاتړ، له شریعت سره سم دی.

ښاغلی حلیمي زیاتوي: "د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو! په زغرده ویلی شم چې نن اسلامي نړۍ له تاسې سره ده. د هېواد عالمان یو پیغام لري چې دغه جنګ حرام دی او ستاسې دفاع شرعي دفاع ده، ستاسې عالمان ستاسې ترڅنګ ولاړ دي."

محمد قاسم حلیمي
محمد قاسم حلیمي

دا په داسې حال کې ده چې په دې هېواد کې د تاوتریخوالي له ډېرېدو وروسته، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد بیا قطر ته تللی چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې د موادو د پلي کولو پر ځانګړتیاو، له دواړو لورو سره خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG