د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۴

اروپايي ټولنه: اوربند باید د سولې بهیر پر مهال وي نه د سولې خبرو پایله کې


د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پرانیست غونډه
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پرانیست غونډه

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی وايي، اوربند باید د سولې د بهیر پر مهال وي نه د سولې د خبرو په پایله کې.

رولاند کوبیا ویلي چې په افغانستان کې سر له اوسه باید اوربند وشي ځکه دا د افغانانو غوښتنه ده او نړیواله ټولنه هم همدا غواړي.

رولاند کوبیا د چهارشنبې په ورځ پر خپله تويټرپاڼه لیکلي: "اروپايي ټولنه نه‌غواړي چې د سولې پروسه مو د اوربند پر لور بوځي، ځکه کېدای شي دا یو لیرې نېټه وي، خو هغه اوربند چې د سولې له بهیر سره یوځای وي، باید همدا اوس وشي."

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال په دې اړه د چهارشنبې په ماښام ازادي راډيو ته داسې وویل: "افغان حکومت د طالبانو شپږ زره او ۱۰۰ بندیان په همدې خاطر خوشې کړل چې طالبان به تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي او افغانان به د سرتاسري او دایمي اوربند شاهدان وي، خو له بده مرغه طالبانو تاوتریخوالي ته زور ورکړی. د افغانانو، حکومت، اسلامي نړۍ او زموږ د نړیوالو غوښتنه د تاوتریخوالي سمدستي درېدل او د دایمي او سرتاسري اوربند کول دي."

دوا خان مینه‌پال
دوا خان مینه‌پال

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې زیاتې شوي.

افغان چارواکو له طالبانو په تکراري توګه غوښتي چې د سولې بهیر تر پیل یا پر مهال دې اوربند اعلان کړي، خو طالبانو تر اوسه اوربند نه‌دی منلی.

د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمدالله وثیق څو ورځې وړاندې ازادي راډيو ته په دې اړه داسې وویل: "د اوربند موضوع ته به هغه وخت رسېږو چې موږ خپلو اهدافو ته ورسېږو. د جګړې عمده لامل په تمامه معنی له‌منځه لاړ شي. د اعتماد او باور فضا رامنځته شي او په مذکراتو کې د پرمختګ څرک ولګېږي."

دوه میاشتې کېږي چې د افغان دولت مذاکره‌چي پلاوی په قطر کې دی چې له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو تګلاره جوړه کړي، خو تر اوسه په دې اړه د پام وړ پرمختګ نه‌لیدل کېږي. افغان چارواکو هڅې پیل کړي چې د سولې د مذاکراتو لپاره سیمه‌ییز ملاتړ جلب کړي.

له شوکت میرضیایف سره د عبدالله عبدالله لیدنه
له شوکت میرضیایف سره د عبدالله عبدالله لیدنه

د همدې هڅو د برخې په توګه د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله د چهارشنبې په ورځ د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیايیف سره په تاشکند کې ولیدل.

د ښاغلي عبدالله د دفتر په وینا دی د دغه هېواد له چارواکو سره پر سیمه‌ییزې اجماع خبرې کوي.

تر دې مخکې ښاغلي عبدالله ورته سفرونه پاکستان، هند او ایران ته کړي وو.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG