د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۷

هشت صبح: د طالب زندانیانو د خوشې کېدو ضمانت څه و؟


د افغانستان له زندانونو د خوشې شویو طالبانو د یوې ډلې انځور- May 2020
د افغانستان له زندانونو د خوشې شویو طالبانو د یوې ډلې انځور- May 2020

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغان سولې فرصتونو، د جګړې لیکو ته د طالبانو خوشې شویو زندانیانو بېرته ګرځېدل او د سینما پارک نړولو په اړه تبصرې او لیکنې شوي دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې سرمقاله کې راغلي، افغان حکومت باید له امریکا او عام افغانان باید له افغان حکومت څخه وپوښتي چې د طالب زندانیانو د خوشې کېدو ضمانت څه و؟

د سرمقالې لیکوال دا پوښتنه په داسې حال کې مطرح کړې، چې افغان حکومت په وار وار ویلي چې خوشې شوي طالب زندانیان بېرته د جګړې لیکو ته ستانه شوي او عملاً افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره جنګېږي.

لیکوال زیاته کړې، دا چې امریکا له طالبانو سره پر شوي هوکړې ټینګار وکړ او پر افغان حکومت یې فشار راوړ څو د طالبانو څه د پاسه ۵ زره زندانیان خوشې کړې نو اوس امریکا افغان دولت او افغان حکومت عامو خلکو ته باید ځواب ووايي.

په سرمقالې کې ټينګار شوی افغان دولت باید نه یوازې د جګړې میدانونو ته د خوشې شویو طالب زندانیانو خبر او شمېر ورکړي، باید په دې برخه کې خپل ښکاره دریځ وړاندې کړي څو طالبان په خپلو ژمنو ولاړ واوسي.

په دوحه کې د امریکا او طالبانو د هوکړې وروسته افغان حکومت د طالبانو څه د پاسه ۵ زره زندانیانو د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره په مشروط ډول خوشې کړل.

د افغان حکومت له لورې هغه مهال وویل شول چې، د طالب زندانیانو خوشې کېدل به په اوربند تمامېږي او یاد زندانیان به د جګړې لیکو ته نه ګرځي هغه څه چې اوس یې طالبانو له لورې د نقض ادعا کوي.

اوس د افغان حکومت تازه راپورونو ښيې چې له دې ډلې زندانیانو ۵۸۰ یې جګړې ته ګرځیدلي چې ډېری یې په روانو جګړو کې وژل شوي هم دي.

  • هېواد

د هېواد دولتي ورځپاڼه لیکلی، د سولې لپاره ترلاسه شوي فرصت نه باید ګټه پورته شي.

په دې سرمقالې کې راغلي، دا چې د امریکا تازه ټاکل شوي ولسمشر جوبایډن ویلي چې له نړۍ سره به خپلې اړیکې بېرته ورغوي نو افغان حکومت هم ترې غوښتي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې هوکړه دې لغوه کړای شي.

لیکوال په سرمقالې کې له امریکا څخه د افغان حکومت د دې غوښتنې لامل، د امریکې او افغان حکومتونو ترمنځ شته دفاعي، امنیتي او ستراتيژیک تړونونو یاد کړي دي.

د لیکوال په باور، طالبانو تر اوسه د سولې خبرو په برخه کې خپل هیڅ کومه ژمنه نه ده عملي کړې، په همدې اساس د افغانانو ترڅنګ نړیوال هم نه غواړي چې له جمهوریت څخه پرته بل کوم نظام پر افغانانو حکومت وکړي.

نو طالبانو ته پکار ده چې ژر تر ژره له افغان حکومت سره لومړی په اوربند او وروسته په پاتې مواردو هوکړې ته ورسېږي.

  • دنیا

د دنیا ورځپاڼې سرمقالې کې د پارک سینما په ورانولو او پر لاملونو یې بحث شوی دی.

سرمقالې لیکوال لیکلي، دا چې د پارک سینما د فرهنګیانو، سینما ګرانو او عامو خلکو د غوښتنې خلاف ړنګه شوه نو ښکاري چې یاده ودانۍ د مافیایي تحرکاتو ښکار شوې او دا چې ځمکه یې په تجارتي سیمه کې ده ښایې پر سر یې معاملې وشي.

د لیکوال په باور که دلته مافیایي لوبه نه وه نو لږ تر لږه د دې سینما ورانول به یو څه ځنډول شوی و څو د افغان فلم ریاست، هنرامندانو او تاریخ پوهانو ترمنځ یو څه بحث شوی وای.

په سرمقالې کې ټینګار شوی، که د افغان حکومت له لورې د داسې خپلسریو مخه ونه نیول شي نو ممکن په راتلونکي کې هم داسې تاریخي ودانۍ ونړول شي او د ځمکې پر سر یې معاملې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG