د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

هېواد: د تل‌پاتې او با عزته سولې لپاره بشپړ تياری!


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې د بین‌الافغاني مذاکراتو او د ۴۰۰ طالب بندیانو ازادېدو په تړاو لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې خپله سرمقاله په ‌دې ټکو پیل کړې 'د تل‌پاتې او با عزته سولې لپاره بشپړ تياری!'

ورځپاڼه وړاندې لیکي، افغان حکومت د تل‌پاتې او با عزته سولې لپاره بشپړ تياری نيولی او د هغو ۴۰۰ خطرناکو بنديانو د ازادېدو لړۍ يې پيل کړې چې په کابل کې د سولې مشورتي لويې جرګې يې د ازادېدو په اړه ولسمشر غني ته مشوره ورکړه.

د ورځپانې په حواله، د ياد شمېر بنديانو د ازادولو لړۍ د ۸۰ زندانيانو پر خوشې کولو پيل شوه چې دا يې لومړۍ جوپه وه، دا زندانيان د څرخي پله له زندانه خوشې شول.

د سرمقاله لیکونکي په باور، طالبانو اندېښنه لرله چې ګوندې د طالب زندانیانو د خوشې کولو پروسه د داعش وسله‌والو د حملو تر ګواښ لاندې ده، خو د سرمقاله لیکونکي په وینا د طالبانو دا شکونه بې‌ځایه ثابت شول.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې خپله مقاله په دې ټکو پیل کړې، د ډونالد ټرمپ له‌خوا پیل شوې د افغان سولې پروسې هسې هم تر اوسه زیات وخت ونیو، صرف په دې وروستیو کې يې تحرک لږ زیات شو.

ورځپاڼه لیکي، د دوحې تړون پر اساس د بندیانو د خوشې کېدو په پروسه کې هغه وخت تېزوالی راغلی چې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ولسمشر غني ته تر اختر یوه شپه مخکې ټیلیفون وکړ او د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د نه‌خوشې کولو په اړه‌یې خبرداری ورکړ.

د سرمقاله لیکونکي په باور، ولسمشر غني لویه جرګه په لومړي سر کې د سولې پروسې پر وړاندې د خنډ ایجادولو لپاره په نظر کې لرله، خو د پومپیو همدغه ټیلیفون او د جرګې د پرانیستې په ورځ د امریکایانو اعلامیه او د لويې جرګې په خېمه کې د هغې اعلامیې وېشل لامل شول چې کیسه بله خوا لاړه شي.

سرمقاله لیکونکی لیکي دا چې افغانان سولې ته تږي دي، نو جرګې پرېکړه وکړه چې پاتې طالب بندیان دې خوشې شي او بین‌الافغاني خبرې دې ژر پیل شي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپانه لیکي څو ورځې وړاندې ګمان کېده چې ۴۰۰ طالب بندیان د افغان سولې پر وړاندې ستر خنډ دی، خو اوس په افغانستان کې سیاسي او امنیتي بد وضعیت د دې پروسې ستر خنډ ګرځېدلی.

د ورځپاڼې په حواله، طالبان په قطر کې د افغان حکومت سره د خبرو له پایلو خبر نه‌دی هغوی فکر کوي چې په بریالیتوب سره به کابل ته راننوځي حال دا چې دلته اوس ذهنیت بل ډول دی.

سرمقاله لیکونکي په ټینګار سره ویلي چې د افغان حکومت له لوري د مرکچي پلاوي ټاکل هم سلیقوي و، د لیکونکي په باور هغه ډول چې د دې مرکچي پلاوي نه تمه کېږي ښايي هغه ډول د افغانستان د خلکو استازولي ونه‌شي کړای.

XS
SM
MD
LG