د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

مسیر: اوربند، یو ښه چانس چې باید ضایع نه‌شي 


کورنۍ ورځپاڼې
کورنۍ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د اختر په ورځو کې د وسله‌والو طالبانو له لوري اعلان شوي اوربند په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • مسیر

مسیر ورځپانې په دې ټکو خپله سرمقاله پیل کړې ده، "اوربند، یو ښه چانس چې باید ضایع نه‌شي."

ورځپاڼې ټینګار کړی چې د اوربند اعلان او د بندیانو خوشې کول باید د بین‌الافغاني خبرو د پیل لامل شي او په وینا یې چې له دې موقع باید ګټه واخیستل شي او پرې نه‌ښودل شي چې د سولې په لاره کې نوي خنډونه رامنځته شي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، اوس چې د حسن نیت او سولې یوه فضا برابرېږي، په کار ده چې دا حالت دوام وکړي او د خبرو له پیل سره وغځېږي.

مسیر ورځپاڼې له طالبانو غوښتي چې طالبان له اختر وروسته هم باید تاوتریخوالی کم وساتي او دغه‌شان حکومت هم باید د حسن نیت په خاطر نور بندیان، په ځانګړي ډول ناروغان او سپین ږیري خوشې کړي او د طالبانو پر ضد توندې خبرې ونه‌کړي.

د سرمقاله لیکونکي باور، دا چاره به فضا نوره هم مثبته کړي او د بین‌الافغاني خبرو له ښه پرمختګ او بریا سره به مرسته وکړي.

په سرمقاله کې دا هم راغلي چې د سولې مخالفې کړۍ به هڅه وکړي چې شته مثبته فضا خرابه کړي، خو د لیکوال په خبره دا د ښکېلو اړخونو او ټولو افغانانو مسؤلیت دی چې د خپل وس سره سم د مثبتې فضا له ساتلو سره مرسته وکړي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې هم د وسله‌والو طالبانو او حکومت ترمنځ د اختر په ورځو کې د اوربند اعلان مسئلې ته سرمقاله ځانګړې کړې ده.

وړاندې راغلي، خلک دې ته هم خوشحاله دي چې اقلاً د څو ورځو لپاره به افغان وژنه بنده شي او خلک به په ارامه زړه اختر ولمانځي.

خو سرمقاله لیکونکي ټینګار کړی چې مخربې کړۍ هېڅکله هم له جګړې لاس نه‌اخلي، بلکې په وینا یې پاکستان له دې جګړې د ځان په ګټه استفاده کوي او اوس هم لګيا دی د ډیورند کرښې دې خوا ته خپل تخریبي ګروپونه رالېږي.

خو سرمقاله لیکونکي په طالبانو او افغان حکومت غږ کړی چې دا ځل اوربند په دایمي اوربند بدل کړي او د اختر د فلسفې سره سم د ورورۍ لاسونه سره ورکړو.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم د طالب ډلې له‌خوا د اوربند د اعلام هرکلی کړی!

وړاندې راغلي چې طالب ډلې ته نوره هېڅ پلمه نه‌ده پاتې چې د هغوی د ټولو پنځه زرو زندانيانو په پرېښودلو سره دې نوره د افغان وژنې لپاره دې پردۍ او تپل شوې جګړې ته دوام ورکړي!

سرمقاله لیکونکي ټینګار کړی چې طالبان دې نه‌يوازې د اختريز اوربند، بلکې د سولې لپاره د تل‌پاتې اوربند لپاره غوڅ او پرېکنده تصميم ونيسي، ځکه په وینا یې نور نو په دې جګړه کې د ملکي تلفاتو او افغان وژنې زغم له سره وتلی او دا جګړه په هېڅ ډول نه د دښمنو کړیو په ګټه ده او نه هم د سيمې او نړۍ په ګټه!

سرمقاله کې د سولې په مهم لوري امريکا او د سولې د ملاتړ په لورو ملګري ملتونو او نړيوالې ټولنې باندې غږ شوی چې خپل مسؤليت په ښه توګه ادا کړي، ځکه د سرمقاله لیکونکي په وینا، افغان حکومت د طالب ډلې ټول پنځه زره زندانيان ازادوي او نور نو طالب ډله په هېڅ صورت سره د دې جګړې د دوام لپاره دليل نه‌شي راوړلی.

د سرمقالې په وروستۍ برخه کې ټینګار شوی چې په افغانستان کې جګړه د پرديو له‌خوا تمويلېدونکې جګړه ده چې افغانان په‌کې د سر او مال زيانونه ګالي او دوی پر ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې حق لري چې له جګړې يې خوندي کړي!

طالبانو په تېر کوچني اختر کې هم درې ورځې اوربند اعلان کړ چې حکومت‌یې هم په غبرګون کې اوربند اعلان او د طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ چټکه کړه، خو تر اختر وروسته تاوتریخوالي او جګړو بیا زور واخیست.

XS
SM
MD
LG