د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

غني: امریکا سره به د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او سولې برخو کې ګډ کار کوو


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د امریکا په ټاکنو کې بریالي نوماند جوبایډن مبارکي ویلې ده.

ښاغلي غني په خپلې ټويټرپاڼې لیکلي، امریکا سره به د ترورېزم او سولې راوستو برخه کې ګډ کار کوي او دغه شان یاد هېواد سره به خپلې ستراتیژیکي اړیکې لا پیاوړې کړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند دواخان مينه‌پال د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر جوبايډن ته د افغان ولسمشر د مبارکې پیغام په اړه ازادي راډیو وویل: "د افغانستان جمهور رئیس د امریکا نوي ولسمشر جوبایډن او د هغه مرستیالې ته مبارکې ورکړه، ولسمشر هیله څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو په رڼا کې اړیکې نورې هم پياوړې شي او د سولې او ترهګرۍ سره د مبارزې برخې کې به ګډ کار وکړي."

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په خپله ټويټرپاڼې لیکلي، هیله لري چې له افغانستان سره د بایډن د ادارې پالیسي او اړیکې پر سولې او ثبات راوستلو متمرکزې وي.

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو د جوبایډن بریا عام افغانان هم په دغه هېواد کې سولې ته هیله من کړي دي.

د کابل ښار اوسېدونکې هیله وايي: "خوشبینه باید واوسو ځکه کله چې ډیموکراټان واک ته رسېدلي، تر ډېره یې افغانستان کې مثبت بدلون راوستی دی، نو کله چې جوبایډن واک ته رسېږي نو کېدلی شي د سولې پروسه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ یو څه پرمختګ وکړي.

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی حامد وویل: "زه فکر کوم د جوبايډن بریا به د افغانستان د سولې برخه کې مهم اغېز ولري، د افغان سولې خبرې به یو څه وځنډول شي، خو ډاډه یم له سره به نیول کېږي او جوبایډن به د جمهوریت په حق کې وي."

بل خوا په قطر کې د افغان حکومت مرکچي پلاوي غړې شریفه زرمتۍ وايي، هیله لري چې د امریکا نوې رهبري افغان حکومت او طالبانو سره د افغان سولې برخه کې جدي کار وکړي او په بین الافغاني مذاکراتو کې د افغانانو یوازنۍ غوښتنې اوربند ته لومړیتوب ورکړي.

ارشیف، د افغان حکومت مرکچي پلاوي غړې شریفه زرمتۍ
ارشیف، د افغان حکومت مرکچي پلاوي غړې شریفه زرمتۍ

نوموړې وايي: "هیله مې همدا ده چې د امریکا متحده ایالاتو نوې رهبري هم په افغانستان کې د اوسنۍ بحران د حل لپاره د افغان ولس، دولت او طالبانو سره په ګډه باندې دې مسئلې ته جدي کتنه وکړې او له هرڅه وړاندې دوی هم اوربند ته لومړیتوب ورکړي."

د قطر په پلازمېنې دوحه کې د افغان حکومت او د طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ له شااو خوا دوه میاشتو راهیسې خبرې روانې دي، خو تراوسه یې لا د خبرو کړن لاره نه‌ده وروستۍ کړې.

خوشبینه باید واوسو ځکه کله چې ډیموکراټان واک ته رسېدلي، تر ډېره یې افغانستان کې مثبت بدلون راوستی

د امریکا نوی ټاکل شوی ولسمشر جوبایډن له تېرو ۴۷ کالونو راهیسې د هغه هېواد په سیاست کې پاتې شوی او د ولسمشر ټرمپ واک ته تر رسېدلو مخکې اته کاله د بارک اوباما مرستیال و.

په افغانستان کې د ډېریو تحلیل دا دی چې جوبایډن د ډونالډ ټرمپ پرتله له افغانستانه ښه پېژندنه لري، نو کولی شي چې ډېر ژر د افغان سولې برخې کې ښې لاسته راوړنې ولري.

د نړیوال چارو کارپو سید خالد سادات وايي، په قطر کې د افغان سولې په اړه روانې خبرې او د امریکا له لوري د جګړې ختمول د امریکا بهرني سیاست لپاره لویه لاسته راوړنه ده هغه څه چې د بایډن لپاره هم مهم دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG