د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

جوبایډن د امريکا د ولسمشرۍ انتخاباتو ګټونکی اعلان شو


جوبایډن
جوبایډن

د ډیموکرات ګوند کانديد جوبایډن د امريکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې بری ترلاسه کړی.

۷۷ کلن بايډن د نومبر پر اوومه د واشنګټن له وخت سره سم تر غرمې مخکې په ۱۱:۳۰ بجې ګټونکی اعلان شو.

په امريکا کې د نومبر پر درېيمه د ولسمشرۍ انتخابات وشول، خو په ګڼو ایالتونو کې رأی شمېرنې وخت واخیست چې له کبله‌يې څلور ورځې وروسته ګټونکی کانديد اعلان شو.

ټرمپ له ۱۹۹۲ کال راپه دې خوا د امریکا لومړنی ولسمشر دی چې په دوهم وار انتخاباتو کې نه‌بریالی کېږي. تر دې مخکې په ۱۹۹۲ کال بل کلنټن جورج اېچ بوش ته ماتې ورکړې وه.

ډونالد ټرمپ
ډونالد ټرمپ

ولسمشر ټرمپ له ماتي منلو څخه انکار کړی او وايي چې ټاکنې لا ختمې نه‌دي او هغه به د انتخاباتو پایلې په محکمه کې چلنج کړي.

پخواني مرستيال ولسمشر جوبايډن چې د ډیلور ایالت سناتور دی، ۷۴.۵ ميليون رآيې ترلاسه کړې دي.

جوبايډن د نومبر پر اوومه په ويلمينګټن کې د بريا په وينا کې وويل چې د هېواد یووالي لپاره به هلې ځلې وکړي.

بایډن زیاته کړه: "زه د ولسمشر په حيث ژمنه کوم چې د تقسيم پر ځای د متحد کولو هڅه کوم. دلته نه سره او نه هم شین ایالتونه دي، بلکې يوازې متحده امريکا ښکاري."

سور رنګ د جمهوري‌پالو او شین د ډیموکراتانو نښه ده.

بايډن په خپله وينا کې دا هم وويل چې "د کمپاین له ختمېدو سره، اوس هغه وخت رارسېدلی چې خپل قهر او سخت بیانونه هېر کړي او د یو ملت په توګه سره راټول شي".

جوبایډن زیاته کړه: "زه يو ائتلاف جوړوم. دا به په تاريخ کې يو پراخ او متنوع ائتلاف وي. ډيموکرات، جمهوري‌پال، ازاد، مترقي، معتدل، محافظه‌کاره، بوډاګان، ځوانان، ښاريان، کليوال، همجنس پال، لاتين، اسیايي ټول به په‌کې وي. زه رښتیا وايم. په ځانګړې توګه هغه وخت چې کله په کمپاين کې لږه نهيلي راغله، نو افريقايي توکمه ټولنه ودرېده. دوی زما ملاتړ ته ولاړ دي او زه به د دوی ملاتړ کوم."

د بايډن مرستیاله کامالا هارس
د بايډن مرستیاله کامالا هارس

بايډن او مرستیاله‌یې کامالا هارس به که ټول ایالتونه د انتخاباتو نتیجې تأیید کړي او ټرمپ په قانوني مبارزه کې ناکامه شي، د جنوري پر ۲۰مه به په ګډه لوړه وکړي.

بایډن د ۱۹۷۲ کال د نومبر پر اوومه په سنا جرګه کې خپله لومړۍ څوکۍ ګټلې وه او په همدې ورځ‌يې د جمهوري رياست انتخابات هم وګټل.

په امریکا کې د ولسمشر د انتخابېدو لپاره یو نوماند باید له ۵۳۸ الکټرال (انتخاباتي) رایو څخه ۲۷۰ رایې وګټي.

XS
SM
MD
LG