د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۵

ارګ: افغانستان کې روان تاوتریخوالی له پاکستاني مدرسو سره مستقیم تړاو لري


ارشیف
ارشیف

افغان چارواکي وايي، د تاوتریخوالي زیاتوالی د سولې روان بهیر له خطر سره مخامخ کوي.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند وايي، د طالبانو زیاتې شوې حملې د سولې بهیر زیانمنوي او خلک د دې پروسې په اړه مأیوسه کوي.

صدیق صدیقي د شنبې په ورځ (د نومبر په ۷مه نېټه) رسنیو ته په لېږلي وېډيويي پیغام کې زیاته کړې: "د طالبانو د حملو زیاتوالی زموږ د سولې پروسه ضعیفه کوي، له خطر سره‌یې مخامخ کوي، افغانان او نړیواله ټولنه نهیلې کوي. له بده مرغه له امریکا سره د طالبانو د موافقه‌لیک له لاسلیک کېدو راهیسې طالبانو د دې پروسې د پرمختګ لپاره هېڅ ډول ژمنتیا نه‌ده ښودلې."

صدیق صدیقي
صدیق صدیقي

صديقي دا خبرې په داسې مهال کړي چې د ارزګان او کندهار په شمول په ځينو نورو ولايتونو کې د طالبانو او افغان امنيتي ځواکونو ترمنځ د درنو جګړو راپورونه ورکړل شوي دي.

صدیقي په خپلو خبرو کې پر پاکستان هم انتقاد کړی او ادعا یې کړې چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی له پاکستاني مدرسو سره مستقیم تړاو لري.

یو شمېر ملایان چې موږ یې د طالبانو معنوي پلرونه بولو، زموږ د نظام او خلکو پر وړاندې خبرې کوي او مذهبي افراطیت او ویرانوونکی جهادیزم ترویجوي چې دا د نړیوالو اړیکو پر خلاف کار دی. له پاکستانه زموږ هیله دا ده چې د دغو مدرسو مخه ونیسي. دا مدرسې د افغانستان د ویرانۍ او په افغانستان او سیمه کې د افراطي اسلام د خپرېدو اصلي لامل دي.

تر دې مخکې د پاکستان یوه مذهبي مشر حامدالحق د چهارشنبې په ورځ (د نومبر په څلورمه نېټه) په پېښور کې په زبیریه مدرسه کې د وینا پر مهال ویلي وو چې افغان حکومت دې طالبانو ته تسلیم شي.

حامدالحق د مولانا سمېع‌الحق زوی او ځای ناستی دی.

مولانا سمېع‌الحق د حقانیه مدرسې مشر
مولانا سمېع‌الحق د حقانیه مدرسې مشر

سمېع‌الحق د حقانیه مدرسې او د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر وو، د طالبانو اصلي ملاتړی او معنوي پلار بلل کېده.

پاکستان په دې تړاو څه نه‌دي ویلي، خو پخوا یې دریځ دا ښوودلی چې د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ کوي.

د افغان ولسمشر د ویاند د څرګندونو پر مهال ناټو هم د شنبې په ورځ پر خپله ټویټرپاڼه له پاکستانه غوښتي چې د افغانستان د سولې بهیر او یووالي په برخه کې دې خپل کاري پلان عملي کړي.

دغه ائتلاف د شنبې په ورځ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "موږ پاکستان هڅوو چې د سولې پروسې ملاتړ ته دې دوام ورکړي او له افغانستان سره د سولې او یووالي په برخه کې دې خپل کاري پلان عملي کړي. یو خوندي او باثباته افغانستان د دې هېواد د ټولو ګاونډيانو په ګټه دی."

په همدې حال کې د شنبې په ورځ د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي ستېفانو پونتېکورو، د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت له مرستیال قوماندان تورن جنرال ګیلز‌هېل او دې ائتلاف د ۱۵ غړو هېوادونو سفیرانو د افغان دولت د مذاکره‌چي ټيم غړو فاطمې ګېلاني، فوزیې کوفي، حبیبې سرابي او شریفې زرمتۍ وردګ سره د وېډيو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

د افغانستان د سولې مذاکره‌چي ټيم پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې په دغه ناسته کې د افغان مذاکره‌چي ټيم غړو د اوربند پر اهمیت ټينګار وکړ او پر ملکیانو حملې يې د نه‌منلو وړ وبللې.

له شااوخوا دوو میاشتو راهیسې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو لپاره پر کاري چوکاټ خبرې روانې دي، خو تر اوسه پر دې موضوع د پام وړ پرمختګ نه‌لیدل کېږي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG