د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۴

د امریکا له نوي ټاکل کېدونکي ولسمشره د افغان سیاستوالو غوښتنې څه دي؟


د عکس ښي لور ته ډونالډ ټرمپ او چپ لور ته جوبایډن
د عکس ښي لور ته ډونالډ ټرمپ او چپ لور ته جوبایډن

یو شمېر افغان سیاستوال د امریکا له راتلونکي ولسمشر غواړي، چې د افغاني ټولنې اوسني ارزښتونه، د ښځو او قومونو حقونه د سولې قرباني نه کړي او کړې ژمنې عملي کړي.

له شک پرته د امریکا انتخابات د پایلو اعلان په نړۍ په ځانګړې ډول د افغانستان په څېر د هغو هېوادونو په سیاستونو اغېز لري، چې له امریکا سره اوږد مهالي تړونونه لري.

که څه هم د افغانستان حکومت تراوسه د امریکا په انتخاباتو چوپه خوله دی، خو یو شمېر افغان سیاستوال د امریکا له راتلونکي ولسمشر غواړي، چې افغان د سولې ته دې لومړیتوب ورکړي.

د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند مشر محمد محقق په راتلونکي کې له سولې سربېره د متحده ایالاتو او افغانستان همکاري مهمه بولي.

د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند مشر محمد محقق
د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند مشر محمد محقق

هغه وویل: "څه ډول چې لیدل کېږي طالبان سولې ته زړه نه ښه کوي، د امریکا راتلونکی ولسمشر هر څوک چې وي، دې ټکي ته یې باید پام وي، داسې سوله راولي چې د افغانستان د اوسنۍ ټولنې ارزښتونه، د ښځو، قومونو او بشري حقونو نه سترګې پټې نه کړي او د سولې قرباني نه شي."

د امریکا متحده ایالاتو او افغانستان ترمنځ له ستراتیژیک تړون سربېره امنیتي او دفاعي تړون هم لری، چې له مخې امریکا له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاري او مرسته کوي.

د افغانستان د سولې عالي شورا پخوانی سرپرست عبدالحکیم مجاهد د متقابل احترام او ګټو په چوکاټ د دغو تړونونو په پلي کېدو ټینګار کوي.

د افغانستان د سولې عالي شورا پخوانی سرپرست عبدالحکیم مجاهد
د افغانستان د سولې عالي شورا پخوانی سرپرست عبدالحکیم مجاهد

مجاهد زیاتوي: "د امریکا انتخابات د افغانستان په سیاستونو اغېز لري، د امریکا له راتلونکي ولسمشره د افغانانو غوښتنه داده، هغه ټولې ژمنې چې امریکا له افغانستان سره تړونونو یې لاسلیک کړې، د متقابلو احترام او متقابلو ګټو په چوکاټ کې په هغو عمل وکړي."

د امریکا اوسني ولسشمر ډونالډ ټرمپ حکومت د روان کال په فبرورۍ میاشت کې له طالبانو سره هوکړه لاسلیک کړه، چې له مخې به یې امریکايي سرتیري له افغانستانه وځي.

د دغه تړون له مخې په قطر کې بین الافغاني خبرو ته د چمتوالي لپاره د افغانستان د دولت او طالبانو د پلاوو د تماس ډلې خبرې روانې دي، خو لا هم په خبرو کې څرګند پرمختګ نه تر سترګو کېږي.

په همدې حال کې د جمعیت ګوند مشر چې د جمعې په ورځ یې د کابل په شمال کې د خپل ګوند پلویانو ته خبرې کولې د سولې رامنځ ته شوی فرصت تاریخي یاد کړ.

صلاح الدین رباني
صلاح الدین رباني

رباني زیاتوي: "د افغانستان د سولې پروسه تاریخي فرصت دی، چې ټول موثر سیاسي اړخونه په څو اړخیز چوکاټ کې دغه حیاتي مسایل له هغې جملې د راتلونکي نظام جوړښت په اړه بحث وکړي او یوې ملي اجماع ته ورسېږي."

په ورته وخت کې د ولسي جرګې پخوانی غړی او سیاسي فعال خالد پښتون وايي، د امریکا راتلونکی ولسمشر باید له بشپړې سولې وړاندې له افغانستانه ونه وځي.

خالد پښتون
خالد پښتون

پښتون وویل: "لومړی باید سوله راولي، طالبانو باندې باید فشار راولي،چې سولې ته غاړه کېږدي، نړیواله ټوله او امریکا باید افغانستان بیا یوازې پرېنږدي، څو افغانستان په خپلو پښو ودرېږي او بیا وسله والو په ځاله بدل نه شي."

په امریکا کې درې ورځې وړاندې انتخابات وشول چې د دغو لانجمنو انتخاباتو ورستۍ رای شمېرنه روانه ده، هر کاندید چې د ۲۷۰ الیکټرال کالجونو رایې ترلاسه کړي ګټونکی بلل کېږي.

جوبایډن د ټاکنیزو کالجونو د رایو شمېر۲۵۳ او د ډونالد ترمپ ۲۱۴ دي، چې تراوسه د انتخاباتو وروستي پایلې نه دي اعلان شوې.

XS
SM
MD
LG