د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۵

'د امریکا نوی ټاکل کېدونکی ولسمشر به افغانستان کې کومو سختو انتخابونو سره مخ وي؟


یو شمېر نړیوالې ورڅپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورڅپاڼې
  • ورلډ پالټېکس ریویو (World Politics Review)

امریکایۍ خپرونې ورلډ پالټېکس ریویو په خپله یوه تازه ګڼه کې په دې اړه چې د امریکا نوی ټاکل کېدونکی ولسمشر به په افغانستان کې له کومو سختو انتخابونو سره مخامخ وي؟ مقاله خپره کړې ده.

په پیل کې یې راغلي، که څه هم د سپټمبر له ۱۲مې د طالبانو او افغان دولت مذاکره کوونکي په قطر کې خبرې کوي، خو د سولې د موافقې په برخه کې پرمختګ ټکنی دی او دا هم معلومه نه‌ده چې ایا د امریکا متحده ایالات لا هم لېوالتیا لري چې د خپل تاریخ په تر ټولو اږده جګړه کې دخیله پاتې وي؟

د خپرونې په حواله، وسله‌والو طالبانو هم لېوالتیا ښوولې چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د دوهم وار لپاره د ولسمشرۍ ټاکنې وګټي.

په لیکنه کې د طالبانو د دې لېوالتیا څرګند دلیل دا ښوول شوی چې ډونالد ټرمپ د افغانستان د سولې پروسې ته بې‌صبره دی او په وروستیو کې یې په یوه ټویټ کې ویلي، له افغانستانه په‌کار ده ټول امریکايي ځواکونه تر کرسمس پورې خپلو کورونو ته ستانه شي.

د ورلډ پالټېکس ریویو خپرونې د لیکنې په یوه برخه کې راغلي، که څه هم په قطر کې د روانو مذاکرو پر مهال د دولت مذاکراتي هیئت په افغانستان کې د اوربند غوښتنه مطرح کړې، خو طالبانو نه‌یوازې اوربند ته غاړه نه‌ده ایښې، بلکې په افغانستان کې یې د خپلو حملو شدت هم نه‌دی کم کړی.

د لیکوال په باور، د امریکا د ولسمشرۍ دواړه کاندیدان هم ډونالد ټرمپ او هم جوبایډن په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور پلوي نه‌ښکاري.

  • ډفېنس پوسټ (Defense Post)

بلې خپرونې ډفېنس پوسټ په خپله پرونۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه پر یوې متفاوتې موضوع تمرکز کړی او د یوې مقالې سرلیک‌یې دی: 'افغانستان ولې د نګورنو قره‌باغ په موضوع کې د اذربایجان د ملاتړ ژمنه کړې ده؟'

د خپرونې په لیکنه، د اذربایجان ملاتړ، له هغو هېوادونو سره د کابل لېوالتیا منعکسوي چې د نړیوال تجارت په زیاتوالي کې له افغانستان سره مرسته کولای شي.

د لیکنې د لیکوال په باور، افغانستان خپله له کلونو راهیسې په یوه ناپایه جګړه کې ښکېل دی او د یوه بل هېواد نامعقولو ادعاوو ته د کابل ځواب، افغانانو ته غیر منتظره او حیرانوونکی ښکاري.

لیکوال زیاتوي، په لانجمنه سیمه نګورنو قره‌باغ کې د ارمنستان او اذربایجان د جګړې د پیل په دوهمه ورځ یعنې د سپټمبر په ۲۸مه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه رسمي اعلامیه کې ټینګار وکړ چې نګورنو قره‌باغ د اذربایجان د خاورې په رسمیت پېژندل شوې برخه ده.

د ډفېنس پوسټ خپرونې په لیکنه، د افغانستان حکومت په داسې حال کې چې په نګورنو قره‌باغ کې د اوربند غوښتنه کړې، په عین حال کې یې د اذربایجان ملاتړ هم اعلان کړی دی.

د لیکوال په وینا، د افغانستان حکومت دغه اعلان، د افغانستان او اذربایجان د تاریخي تعامل د بیا ژوندي کېدو سبب شوی دی.

لیکوال په ۱۹۹۰مو لسیزو کې نګورنو قره‌باغ ته د افغانستان د سلګونه جنګیالیو لېږلو ته هم اشاره کړې چې په دغو جنګیالیو کې له ۱،۰۰۰ تر ۱،۵۰۰ یې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي او ایران له ملاتړه برخه‌من وو چې د پیسو په بدل کې د اذربایجان په ملاتړ جنګېدل. د هغو پیسو اندازه نه‌ده ښوول شوې.

XS
SM
MD
LG