د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

امریکا کې د رایې شمېرنې دوام؛ ډونالډ ترمپ دوه ځلي خپله بریا اعلان کړې


ډونالډ ترمپ
ډونالډ ترمپ

په داسې حال کې چې د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو رایه شمېرنه روانه ده، د جمهوري غوښتونکو ګوند کاندید اوسمهالي ولسمشر ډونالډ ترمپ دوه ځلي خپله بریا اعلان کړې ده.

د ولسمشر ټرمپ اساسي شکایت د هغو رایو په اړه دی، چې رایو ورکوونکو په مستقیم ډول صندوقونو کې نه دي اچولې.

ملیونونه رایې د پوځیانو، عامو خلکو، له هېواده بهر امریکایانو او یو شمېر زیاتو هغه کسانو له خوا چې د کرونا ویروس له امله له خپلو کورونو نه دي وتي پوسته کې لېږل شوي دي.

په امریکا کې ټاکنې د ایالتي قوانینو پر بنسټ کېږي نه د فدرالي او مرکزي سیسټم له مخې، نو له همدې کبله د ټاکنو لپاره یو واحد شکل نه شته او د ټاکنو په ورځ خلک یوازې جمهور رییس ته رایه نه ورکوي بلکې د کانګرس غړو او پارلماني ایالاتونه هم ټاکي چې همدغه سیمه ییز پارلمانونه بیا په محلونو کې د ټاکنیزو مبارزو څرنګوالی غوره کوي.

نو له همدې امله په امریکا کې د ټاکنو لپاره په هر ایالات کې د رایې ورکونې لپاره څو طریقي په نظر کې نیول شوي دي، رای ورکونکي کولای شي د عنعنوي پوسټ، ایمیل او یا په حضوري ډول خپلې رایې وکار وي.

همداراز هر ایالات د رایو ورکونکو ، د ثبت طریقه او غیر حضوري رایو د لاسلیک څار پخپله کوي، نو په دې بنسټ بېلابېل عوامل کولای شي د ټاکنو پر پایلو اغېز وکړي.

په غیر حضوري رایو کې یوه مهمه خبره دا ده چې رایه باید د ټاکنو د ورځې له پای ته رسېدو وړاندې ورکړ شي او د دې رای د ثابتېدو لپاره باید پوستي سند موجود وي.

که رایه د ټاکنو د ورځې تر پای ته رسېدو وړاندې ورکړ شوي وي ستونزه نه شته چې دا رایه تر ټاکنو وروسته ټاکنیز مرکز ته وسپارل شي او حساب شي، خو دا چاره رایه شمېرنه ځنډوي.

جمهور رییس ټرمپ د نومبر په پنځمه ادعا وکړه چې په میشیګن ایالت کې د انتخاباتي کارکوونکو هغه څارونکو ته اجازه نه ده ورکړې چې غوښتل یې د ده په خبره تکراري رایې وشمېري.

خو د ولسمشر ټاکنیزه ډله د حقوقي دعوا برخه کې پاتې راغله او قاضي په میشیګان ایالت کې حکم وکړ چې د رای شمېرنې بهیر د درولو لپاره هیڅ ډول قانوني اساس نه شته.

د امریکا په ټاکنو کې نړیوال نظارت هم رول لري، د اروپا د همکاریو او امنیت ټولنې له دې وړاندې د امریکا په ۸ ټاکنو کې د څار دنده درلوده چې د ۲۰۱۸ کال منځ پړاویزو ټاکنو ته یې د څار یو موقت پلاوی هم استولی و.

دغې ټولنې د همدې میلادي میاشتې په څلورمه اعلان وکړ، سره له دې چې د رایو په انتقال کې بې نظمۍ او د کرونا ویروس له امله قانوني بې باورۍ او سیاسي وېش وو، خو اوسني انتخاب سم ترسره شوي او پایلې یې پخې او باوري دي.

XS
SM
MD
LG