د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۱

د امریکا ۲۰۲۰ کال ولسمشرۍ ټاکنې ولې تاریخي ګنل کېږي؟


امریکا کې ولسمشرۍ ټاکنې
امریکا کې ولسمشرۍ ټاکنې

د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشرۍ ټاکنې بېساري او غیرمعمولي ځکه ګڼل کېږي، چې د کرونا د وبا پر مهال ترسره کېږي او د امریکا ملت هم سره وېشل شوی دی.

په انتخاباتي حوزو کې د رأیو شمېرل روان دي او هره شېبه د هر کاندید د رأیو شمېر په بدلېدو دی.

د ټاکنو یوه کاندید جو بایډن شېبه مخکې یوه کنفرانس ته وویل، چې د ټاکنو نتایجو ته خوشبینه دی.

د امریکا خبري رسنیو اټکل کړی، چې ډونالډ ټرمپ په هغو ایالتونو کې چې محافظه کار بلل کېږي مخکې دی، لکه کنټاکي، ویست ویرجنیا، ټنیسي، ارکانساس، لویزیانو، مسیسیپي، انډیانا او اوکلاهاما.

د امریکا د پخواني ولسمشر مرستیال او د ولسمشرۍ کاندید، جو بایډن د لومړنیو نتایجو له مخې په مریلنډ، نیویارک، نیوجرسي، کنکټیکټ، رود ایلنډ، دلاویر او مساچوسیت ایالتونو کې په ډېر توپیر مخکې دی.

امریکا کې د رأيو شمېرنه
امریکا کې د رأيو شمېرنه

د امریکا د پخواني ولسمشر مرستیال او د ولسمشرۍ کاندید، جو بایډن د لومړنیو نتایجو له مخې په مریلنډ، نیویارک، نیوجرسي، کنکټیکټ، رود ایلنډ، دلاویر او مساچوسیت ایالتونو کې په ډېر توپیر مخکې دی.

د امریکا د ټاکنو سیسټم یو څه پېچلی دی، ځکه یو ولسمشر تر ډېره د ټاکنیزو کالجونو د شمېر له مخې ټاکل کېږي.

د پلازمېنې واشنګټن ډي سي په ګدون د امریکا پنځوس ایالتونه په ټوله کې ۵۳۸ ټاکنیز کالجونه یا (الکټورا) لري او هر کاندید چې ۲۷۰ انتخاباتي کالجونه خپل کړي، هغه د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی ګڼل کېږي.

دغه شېبه د جوبایډن د ټاکنیزو کالجونو شمېر ۲۰۸ او د ډونالډ ټرمپ تر دې شېبې یو سل او شپږ اویا دی.

د ختیځ ساحل په ایالتونو کې د رایې ورکولو مرکزونه، چې تر ناوخته پرانیستي وو، وتړل شول، په دغو ایالتونو کې د رأیې ورکولو مرکزونو مخې ته د خلکو اوږده کتارونه تر سترګو کېدل.

ډونالډ ټرمپ چې د ولسمشرۍ ټاکنو له کاندیدانو دی، د ویرجنیا ایالت په ارلینګټن کې وویل: "زه د تسلیمۍ یا هم د قبلولو د وینا په اړه سوچ نه کوم. هیله‌من یو چې له دې جملې یوه دغسې وینا ولرم. تاسې پوهېږئ چې بریا اسانه ده. بایلل هېڅکله اسانه نه‌دي، زما لپاره هم."

امریکا د جمهوري ریاست دوره څلور کلنه ده او عمدتا د دوو ګوندونو جمهوری‌پالو او ډیموکراتانو د کاندیدانو ترمنځ کېږي.

جوبایډن
جوبایډن

د ډیموکرات ګوند کاندید جو بایډن د دلاوېر ایالت ویلمینګ ټاون ته له رسېدو سره سم خپلو پلویانو ته خبرې وکړې.

هغه زیاته کړه: "ما اورېدلي چې په ټاکنو کې د خلکو په ځانګړي ډول د ځوانانو او ښځو د ګډون اندازه خورا زیاته وه، افریقايي امریکایانو هم په زیاته پیمانه ګډون کړی، مثلا په جورجیا او فلوریدا کې تر ۶۵ کلنۍ زړو کسانو برخه اخیستې. زما هدف دا دی هغه څه چې روان دي، زموږ د ملاتړ د پیاوړتیا څرګندونه کوي، وبه ګورو څه کېږي."

د امریکا د ولسمشرۍ په دغو ټاکنو کې چې د کرونا وبا پر مهال د ترسره کېدو له کبله غیرمعمولي بلل شوي، تر ۱۰۰ میلیونو ډېرو کسانو د پوست، په انلاین بڼه یا هم د رأیې ورکولو په مرکزونو کې له مخکې خپلې رایې کارولې وې.

څرنګه چې ډېرو کسانو د پوست له لارې رایې ورکړي، نو د نهايي نتیجو اعلان ښايي څو ورځې یا هم څو اوونۍ وخت ونیسي.

د امریکا د ولسمشرۍ تازه ټاکنې یوازې د ولسمشرۍ لپاره نه‌دي، بلکې د امریکا د مشرانو جرګې او استازو جرګې برخلیک هم ټاکي.

د دغو دوو جرګو کنټرول، د امریکا د نوي ولسمشر لپاره خورا مهم ګڼل کېږي.

په امریکا کې د ولسمشرۍ ټاکنې په داسې حال کې کېږي، چې د نړۍ تر بل هر هېواد په امریکا کې زیات کسان په کرونا ویروس اخته شوي چې شمېر یې تر ۹ میلیونو او څلورو لکو اوښتی او په دې ویروس تر دوه لکه او ۳۰۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG