په داسې حال کې چې د امریکا په ځینو کلیدي ایالتونو کې د ولسمشرۍ ټاکنو رایه-شمېرنه روانه ده، په ټوله امریکا کې د ټاکنو د پایلو پر سر کړکېچ زیات شوی دی.
د رایو مرکزونو له تړل کېدو ۲۴ ساعته وروسته هم د ټاکنو نتیجه معلومه نهده.
د امریکا په ګڼو ښارونو کې د ډونالډ ټرمپ مخالفانو هم مظاهرې وکړې او غوښتنه یې وکړه چې د ټاکنو کارکوونکي دې د خپل کار ختمولو ته پرېښوول شي.
د امریکا په ګڼو ښارونو کې مظاهره کوونکو وغوښتل چې د ټاکنو کارکوونکي دې د خپل کار ختمولو ته پرېښوول شي.
د ولسمشرۍ کاندید، ډیموکرات جوبایډن نن سهار وختي هم تر ډونالډ ټرمپ مخکې و، دا وروسته له هغې چې په مشیګان او ویسکانسن ایالتونو کې یې بریاوې خپلې کړې.
وروسته له هغې چې اعلان شوه، جوبایډن د مشیګان ایالت رایې وړي، نوموړي وویل، دی د انتخاباتو د ګټلو تمه کوي.
بایډن زیاته کړه، باوري دی؛ اوس دا روښانه ده چې د ټاکنو ګټلو لپاره به د کافي ایالتونو رایې خپلې کړي.
د امریکا د ټاکنو سیسټم یو څه پېچلی دی، ځکه یو ولسمشر تر ډېره د ټاکنیزو کالجونو د رایو د شمېر له مخې ټاکل کېږي.
د پلازمېنې واشنګټن ډي سي په ګدون د امریکا پنځوس ایالتونه په ټوله کې ۵۳۸ ټاکنیز کالجونه یا "الکټورال" لري او هر کاندید چې ۲۷۰ انتخاباتي کالجونه خپل کړي، هغه د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی ګڼل کېږي.
له تېرې شپې په څلورو کلیدي ایالتونو اریزونا، جورجیا، پنسلوانیا او ناویدا کې د رایو شمېرنه روانه ده او د جو بایډن د ټاکنیزو کالجونو یا الکټورال شمېر ۲۵۳ او د ډونالډ ټرمپ ۲۱۴ دی.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ له شواهدو وړاندې کولو پرته ټینګار کړی چې په رایه اچونه او رایه شمېرنه کې لویې ستونزې وې.
جمهوریت غوښتونکو چې ډونالډ ټرمپ یې کاندید دی، په څو ایالتونو کې د انتخاباتو په اړه محکمې ته عرض کړی او د ولسمشر ټرمپ پارېدلي پلویان د ډیټرویت او فینکس د رایې ورکولو مرکزونو مخې ته راټول شوي وو.
د امریکا په ګڼو ښارونو کې د ډونالډ ټرمپ مخالفانو هم مظاهرې وکړې او غوښتنه یې وکړه چې د ټاکنو کارکوونکي دې د خپل کار ختمولو ته پرېښوول شي.
تراوسه معلومه نه ده، چې د امریکا د ولسمشرۍ د څلورکلنې دورې ګټونکی څوک دی، ۷۴ کلن ډونالډ ټرمپ که یې ډیموکرات سیال ۷۷ کلن جوبایډن؟
هرڅوک چې د ټاکنو ګټونکی وبلل شو، په جنورۍ میاشت کې د شپږڅلوېښتم ولسمشر په توګه د وفادارۍ لوړه پرځای کوي.
د امریکا د انتخاباتو په اړه په کابل کې افغان ښاریان بېلابېل نظرونه لري چې د ازادي راډیو خبریالې د یوه ویډیويي راپور په بڼه رانغاړلي دي.
د امریکا نیوادا ایالت کې د ولسمشرۍ ټاکنو د رایو شمېرل د نوومبر تر پنځمې نېټې ځنډیدلي دي.
په دغه ایالت کې چې ډونالډ ټرمپ او جوبایډن په کې ټاکنیزې سیالۍ کې یو بل ته نژدې دي، د راغلي ځنډ دلیل مشخص نه دی.
د نیوادا تر څنګ د امریکا د پنځو نورو ایالتونو د رایو برخه لیک لا معلوم نه دی.
د دغه ایالت د ټاکنو ادارې ویلي، د هغو رأیو شمېرنه چې د پوست له لارې ور رسیدلي ډېر وخت غواړي، خو دا یې نه ده روښانه کړې چې د رایو شمېرنه یې ولې بلې ورځې ته ځنډولې.
د افغانستان یو شمېر سیاسیون، د ملي شورا غړي او عام خلک، د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو او پر افغانستان یې د اغېز په اړه بېلابېل نظرونه لري.
په تېره دوره کې د افغانستان جمهوري ریاست ته کاندید او د ملي امنیت مخکینی رئیس رحمت الله نبیل، د افغانستان په اړه د امریکا د اوسني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ پر چلند په انتقاد سره، ازادي راډیو ته وايي، په امریکا کې به د نوي حکومت له راتګ سره، د افغانستان پر وړاندې د هغه هېواد په سیاست کې ډېر بدلون را نهشي.
ښاغلي نبیل زیاته کړه:"که جوبایډن یا ټرامپ ګټونکی شي په لویو پالیسیو کې یې بدلون نه راځي، ځکه بایډن مخکې له دې هم په دې اړه اظهارات لرل. کله چې د کرزي صاحب په وخت کې راغلی و، کومې څرګندونې چې په غونډه کې لرلې، فکر نهکوم لوی بدلونونه به راشي. ښه دا ده چې موږ افغانان د خپل وضعیت په اړه تحلیل ولرو او بیا اقدام وکړو."
د سیاسي چارو پوه عمر صدر وايي، لومړی د ډونالډ ټرمپ بهرنی سیاست په افغانستان کې له هرکلي سره مخ شو او دغه سیاست پر پاکستان د فشار راوستلو لامل شو، خو د وخت په تېرېدو سره، د ښاغلي ټرمپ دغه سیاست بدل شو.
ښاغلي صدر زیاته کړه:"ټرمپ د بایډن پرتله د افغانستان لپاره هېڅ ښېګڼه نهلري، بایډن دا ښېګڼه لري چې ډموکرات دی او ډموکراتان د ښځو د حقونو، د بیان د ازادۍ او داسې نورو ارزښتونو په ګډون، نړیوالو قوانینواو د بشر حقونو ته ډېر درناوی لري هغو ارزښتونو ته چې موږ د نړیوالې ټولنې په مرسته ترلاسه کړي دي. جوبایډ چې دغه درناوی لري، نه غواړي هرڅه طالبانو ته وسپاري."
د ولسي جرګې غړی هلمند هلمند وايي، په امریکا کې به د نوي حکومت له راتګ سره، د افغانستان په اړه د هغه هېواد په ستراتیژۍ کې بدلون را نهشي.
دی زیاتوي:"زما په نظر د افغانستان په اړه د امریکا په ستراتيژۍ کې بدلون نه راځي، ښايي یوازې پالیسي یې بدله شي. د خپلو ځواکونو د وتلو په اړه توافق لري. ټرمپ د دغو ځواکونو په ډېر ژر وتلو ټنیګار کوي او جوبایډن وايي، باید په قانونمنده توګه ووځو، دا يې توپیر دی. موږ باید خوشبینه نه اوسو چې د هر یوه په بریالیتوب سره به بدلون راشي، ځکه ستراتیژي یې نه بدلیږي."
د مشرانو جرګې غړی محمد اصف صدیقي هم ورته نظر لري او د امریکا له نوي حکومته غواړي چې له افغانستان سره په ژمنو او د امریکا او افغانستان ترمنځ امنیتي تړون ته ژمن پاتې شي.
ښاغلي صدیقي زیاته کړه:"هیلهمند یم، هر حکومت چې راځي، که د ټرمپ وي یا د جوبایډن، پر ګاونډیو هېوادونو چې د ترورېزم ملاتړي دي، ډېر فشار راولي چې موږ ترې وژغورل شو او تر هغه وخته چې په افغانستان کې سراسري امنیت نه وي تأمین شوی، افغان امنیتي ځواکونو په پښو نه وي دریدلي، باید په افغانستان کې خپل حضور ته ادامه ورکړي."
- د امریکا د انتخاباتو او پر افغانستان ېې د اغېز په اړه کابل ښاریان څه نظر لري؟
محمد حضرت او مسافر وايي: "هر څوک چې جمهور رئیس کېږي لږ تر لږه دې د افغانستان وضعیت درک او پام دې ورته وکړي، ځکه موږ بې وزلي یو، امنیتي وضعیت هم ښه نه دی. امنیتي تړون ته دې ژمن اوسي. اوس د افغانستان سیاسي وضعیت بهرنیو هېوادونو پورې تړلی ځکه امریکا له مالي او پوځي پلوه د افغانستان تمویلوونکی دی، که جوبایډن د امریکا جمهوررئیس شي، ښايي د افغانستان او د افغانستان د سولې په اړه به يې سیاست بل وي."
اوس به لیدل شي چې په امریکا کې به د نوي حکومت په راتګ سره، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د سولې د خبرو برخلیک څه وي.