د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۳ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۵۰

خبرونه

د امریکا انتخابات؛ جوبایډن د ټاکنیز کالج ډېرې رایې ګټلي

د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې ډیموکراټ نوماند جوبایډن د ټاکنیز کالج ډېرې رایې ترلاسه کړي دي.

د بایډن دغه رایې ۲۵۳ او د سیال یې ډونالډ ټرمپ ۲۱۳ ښودل شوي دي.

که هر کاندید د ټاکنیز کالج ۲۷۰ رایې پوره کړي، د ولسمشر په توګه ټاکل کېږي.

بایډن په میشیګن او ویسکانسن ایالتونو کې له ټرمپه مخکې شو، دا هغه ایالتونه و چې ۲۰۱۶ میلادي کال ټاکنو کې ټرمپ ډېرې راېې په کې وړې وې.

د امریکا له ټاکنو یوه ورځ وروسته هم معلومه نه ده چې کوم نوماند بریالی دی.

دا مهال په څلوور ایالتونو اریزونا، جورجیا، پنسلوانیا او نیوادا کې د رایو شمېرل دوام لري.

ټاکنې دغلته یو څه لانجمنې شوي، ځکه ولسمشر ټرمپ له شواهدو پرته ویلي چې رایه ورکونه او د رایو شمېرنه کې لویې ستونزې وې.

د امریکا په بېلابېلو ښارونو کې بیا د ټرمپ زرګونه مخالفان سړکونو ته راوتلي او د ټاکنو له مسولینو غواړي چې د رایو شمېرنه بشپړه کړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د کابل ـ کندهار پر لویه لار ترافیکي پېښه کې ۵ کسه مړه او ګڼ شمیر نور ټپیان شوي دي

افغانستان کې دیوې ورته ترافیکي پیښې انځور ، ارشیف
افغانستان کې دیوې ورته ترافیکي پیښې انځور ، ارشیف

د کابل ـ کندهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله پنځه کسه مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د چارواکو په وینا پیښه نن سهار د کندهار د دامان ولسوالۍ په مربوطاتو کې دیوه مسافر وړونکي بس اویوې بار وړونکې لارۍ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

چارواکي وايي ټپیان روغتون ته لیږدول شوي دي.

د پېښې اصلي لامل تراوسه نه دی څرګند خو افغانستان کې اکثر ترافیکي پیښې د سړکونو د خرابوالي ، د موټر چلونکو له بې احتیاطي او د ترافیکي مقرراتو له نه مراعت کولو څخه رامینځ ته کیږي.

د خبریالانو د ساتنې کمیټه (CPJ) په افغانستان کې د بي بي سي په خپرونو د بندیز د لیرې کیدو غوښتنه کوي

د بي بي سي لوګو
د بي بي سي لوګو

د خبریالانو د ساتنې کمیټه (CPJ) وايي په افغانستان کې د بي بي سي د ایف ایم خپرونو ځنډول، مستقلو معلوماتو ته د افغانانو لاسرسی محدودوي.

په اعلامیه کې د افغانستان او پاکستان لپاره د یادې کمیټې استازي ولي الله رحماني ددغې پریکړې د لغوه کیدلو او په خپلواکو رسنیو د محدودیت دلیرې کیدو غوښتنه کړې.

د طالبانو حکومت د سه شنبې په ورځ په افغانستان کې د بی بی سي د اف ام خپرونو ځنډول تایید کړل او لامل یې "پرله پسې سرغړونې" وبللې.

بي بي سي ویلي چې د ستونزې د حل لپاره له واکمنو چارواکو سره خبرې کوي.

بي بي سي په برتانیه کې یو رسنیز سازمان دی چې د خبرونو ترڅنګ ، مستندې ، تعلیمي او تفریحي خپرونې هم لري او خپل مطالب د راډیو ، ټلویزیون او ډیجیټال پلتفورمونو له لارې د پښتو او دري په شمول په بیلابیلو ژبو خپروي.

د اروپايي اتحادیې استازي کابل کې چارواکو سره د بشري حقوقو د وضعیت په اړه خبرې کړي

بروکسل کې د اروپايي کومیسیون د دفتر مخې ته د اروپايي اتحادیې د بیرغ انځور
بروکسل کې د اروپايي کومیسیون د دفتر مخې ته د اروپايي اتحادیې د بیرغ انځور

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس فریلیسن طالب چارواکو سره د لیدو کتو پر مهال پر نجونو او ښځو د محدودیتونو په اړه ژوره اندیښنه ښودلې او ویلې دي چې همدا مسله ددواړو خواوو ترمینځ د اړیکو د عادي کیدلو په وړاندې لوی خنډ دی.

فریلیسن چې په دې دنده له ټاکل کېدو وروسته د لومړي ځل لپاره کابل ته تللی و، له طالب چارواکو، هلته میشتو ډيپلوماتانو او فعالانو سره د لیدو کتو لړۍ پای ته رسولې ده.

د اروپايي ټولنې اعلامیه چې نن پنجشنبه خپره شوې وايی چې توماس فریلیسن د افغان ښځو د مدني ټولنې له استازو سره یوه غونډه کې د محدودیتونو د اغیز او پر وړاندې یې د ښځو د مقاومت په اړه لومړی لاس معلومات ترلاسه کړي دي.

ویل شوي چې نوموړمي پر بشري مسلو سربیره د افغانستان او سیمې پر امنیتي وضعیت هم خبرې کړي دي.

طالبانو واک ته له رسېدو ورسته په تیرو ۵ کلونو کې ترشپږم ټولګي پورته د نجونو او ښځو په زده کړو او تحصیلاتو بندیز او ددوی په تګ راتګ او کار هم محدودیتونه لګولي دي.

سي‌اېن‌اېن: امریکا پر ایران د احتمالي بریدونو لپاره د «بمونو مور» کارول ارزوي

د بمونو د مور په نامه بم یو انځور
د بمونو د مور په نامه بم یو انځور

د سي‌اېن‌اېن ټلوېزیوني شبکې د باخبره امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې پر ایران د بریدونو د بیا پیل په صورت کې ښايي د امریکا پوځ د دغه هېواد د انرژۍ پر زېربناوو او اټومي تاسیساتو د «ټولو بمونو د مور» په نوم له مشهور بم څخه کار واخلي.

د دغه راپور له مخې، چې د پنجشنبې په ورځ، د تلې په ۲۳مه خپور شوی، د دې بم کارول پرایران د محتملو بریدونو لپاره د امریکا په پوځي پلان کې له مطرح شویو انتخابونو څخه یو دی.

خو د بریدونو د بیا پیل وروستۍ پرېکړه باید د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر وشي.

د GBU-43/B په نامه بم، چې د «ټولو بمونو د مور» په نوم پیژندل کیږي، د امریکا د پوځ له تر ټولو لویو غیر اټومي بمونو څخه دی او د چاودنې خورا لوړ ځواک لري.

سي‌اېن‌اېن لیکلي، چې د دغه بم کارول ښايي په جګړې کې د پام وړ پراخېدو لامل شي.

خو د پوځي پلان جوړونې څخه باخبره چارواکو دې شبکې ته ویلي، چې د واشنګټن د ستراتیژیکو موخو په ترلاسه کولو کې د دې وسلې د اغېزمنتیا په اړه لا هم ځینې شکونه شته.

رویټرز خبري اژانس، چې د سي‌اېن‌اېن راپور یې خپور کړی، ټینګار کړی، چې نه دی توانېدلی دغه معلومات په خپلواکه توګه تایید کړي.

د امریکا پوځ د بمونو د مور په نامه دغه بم په ۲۰۱۷ کال د اسلامي دولت یا داعش ډلې د خراسان څانګې په مورچو باندې د افغانستان په ننګرهار ولایت کې کارولی دی.

پېښور کې د ښوونځي چت پریوتو له کبله ۲۱ تنه مړه شوي

د
د

د خیبرپښتونخوا په پیښور کې د یوه ښوونځي د چت د یوې برخې د پریوتو پیښه کې لږ تر لږه ۲۱ تنه مړه شوي دي.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال د ژغورنې کمیټې د چارواکو په حواله وایي چې پیښه نن پنجشنه سهار په دیر کالوني کې شوې.

د پیښې مړي او ټپيان چې تر ډیره زده کوونکي دي، د لېډي ریډینګ روغتون ته وړل شوي دي.

تراوسه د پیښې لامل روښانه نه دی، خو په خیبرپښتونخوا او شاوخوا نورو سیمو کې له تېرو څو ورځو راهیسې شدید ورښتونه دوام لري.

د اسلامي همکارۍ سازمان استازي کابل کې له طالب چارواکو او ډیپلوماټانو سره لیدلي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره د افغانستان لپاره د اسلامي همکارۍ سازمان ځانګړي استازي، ډاکتر طارق علي بخیت لیدنه
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره د افغانستان لپاره د اسلامي همکارۍ سازمان ځانګړي استازي، ډاکتر طارق علي بخیت لیدنه

د افغانستان لپاره د اسلامي همکارۍ سازمان ځانګړي استازي، ډاکتر طارق علي بخیت، په کابل کې د دغه سازمان د غړو هېوادونو سفیرانو او د دیپلوماټیکو مأموریتونو مشرانو ته افغانستان ته د خپل وروستي رسمي سفر د پایلو په اړه معلومات ورکړل.

دغه سازمان پرون (چهارشنبې) په اېکس‌پاڼه کې لیکلي، په دې سفر کې له طالب چارواکو او نړیوالو شریکانو سره د بشري مرستو، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې، روغتیا، زده‌کړو او د خلکو د ژوند د ښه کولو په اړه خبرې شوې دي.

بخیت د افغانستان د بشري او پراختیايي ستونزو د هواري لپاره د اسلامي همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو پر همغږۍ او ګډې همکارۍ ټینګار کړی دی.

ایران کې یو پولیس او د بسیج یو قوماندان وژل شوي

ارشیف، بلوچستان کې د ایراني پولیسو پر پوسته برید
ارشیف، بلوچستان کې د ایراني پولیسو پر پوسته برید

د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې یو پولیس او د ښځینه رضاکارو ځواکونو یا بسیج یو قوماندان وژل شوي دي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، په مهرستان ولسوالۍ کې پر یوه پولیس موټر د وسله‌وال برید په پایله کې پولیس، محمد علي شهریاري سخت ټپي شوی و چې وروسته‌یې په روغتون کې ساه ورکړه.

سپاه پاسداران ته نږدې خبري اژانس، تسنیم وايي چې پرون (چهارشنبې) وسله‌والو حمله کوونکو د پولیسو پر موټر برید وکړ چې په نتیجه کې یې د دواړو خواوو ترمنخ نښته وشوه او حمله کوونکي په تېښته بریالي شول.

د حال‌وش خبري اژانس د راپور له مخې، په دې برید کې درې نور پولیس هم ټپیان شوي، خو بریدګر نیول شوي نه‌دي.

په سیستان او بلوچستان ولایت کې له څو اوونیو راهیسې د وسله‌والو او پولیسو ترمنځ نښتې او بریدونه روان دي چې په ترڅ کې یې یو شمېر پولیس وژل شوي دي.

د ترکیې پولیسو د اردوغان حکومت پر یو منتقد ټلوېزیوني چاینل چاپه وهلې

پر «هالک ټي‌وي» د ترکیې د پولیسو چاپه
پر «هالک ټي‌وي» د ترکیې د پولیسو چاپه

د ترکیې پولیسو د چهارشنبې په ورځ «د تلې په ۲۲مه» په استانبول کې د «هالک ټي‌وي» پر ودانۍ چاپه وهلې او د دې شبکې ژوندۍ خپرونې یې درولې دي.

دا چاینل د رجب طیب اردوغان د حکومت له منتقدانو څخه و.

د ترکیې د رسنیو د راپورونو له مخې، پولیس د هالک ټلوېزیون ودانۍ ته ننوتلي، کارکوونکو ته‌یې د کار ځای ته د ورتګ اجازه نه‌ده ورکړې او د شبکې د چارو د سمبالولو لپاره‌یې یو سرپرست ټاکلی دی.

د راپورونو له مخې، د دې شبکې ژوندۍ خپرونې په ځايي وخت د سهار شاوخوا شپږ نیمې بجې بندې شوې او پر ځای یې ثبت شوې خپرونې پیل شوې دي.

د استانبول څارنوالۍ ویلي، دغه عملیات د رشوت اخیستو، درغلۍ او د پیسو سپینولو په ګډون د یو شمېر تورونو په تړاو د څېړنو په چوکاټ کې ترسره شوې دي.

د قضايي چارواکو په وینا، د ۱۷ کسانو د نیولو حکمونه صادر شوي او لږ تر لږه ۱۱ کسان نیول شوي دي.

هالک ټلوېزیون د ترکیې له پېژندل شویو مخالفو رسنیو څخه دی او په پراخه کچه د مخالفو ګوندونو، په ځانګړي ډول د جمهوري غوښتونکي خلق ګوند، دریځونه خپروي.

د بې‌پولې خبریالانو د سازمان د ۲۰۲۵ کال د مطبوعاتو د ازادۍ په نوملړ کې ترکیه د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې ۱۵۹م ځای درلود.

هند کې د انتخاباتو کمېسیون ضد اعتراضونو له امله د یوه ګوند ۲ مشران نیول شوي

هند کې نیول شوي اعتراض کوونکي
هند کې نیول شوي اعتراض کوونکي

د هند د ډېلي پولیسو د چهارشنبې په ورځ «د تلې په ۲۲مه» د «کاکروچ جانتا» (سي‌جې‌پي) په نوم د ځوانانو د یوه ګوند دوه مشران د عامه نظم د ګډوډولو په تور د پنځو ورځو لپاره نیولي دي.

۳۰ کلن اشوتوش رانکا او ۲۷ کلن سوراو داس د سې‌شنبې په ورځ د جانتار منتر په اعتراضي سیمه کې له امنیتي خنډونو تېر شول، د هند ملي بیرغ‌یې پورته کړ او وروسته ونیول شول.

دغه ګوند او نورو مخالفو ډلو د انتخاباتو د کمېسیون د مشر د استعفا غوښتنه کړې او دغه کمېسیون‌یې تورن کړی چې د نرېندرا مودي په مشرۍ د واکمن ګوند په ګټه‌یې د رأی ورکوونکو په نوملړ کې لاسوهنه کړې ده.

د انتخاباتو کمېسیون دغه تورونه رد کړي دي.

د پارلمان د مخالفانو مشر راهول ګاندي د نیول شویو کسانو ملاتړ کړی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان هم د هند له حکومت څخه غوښتي چې د سوله‌ییزو اعتراضونو لپاره د خلکو حق ته درناوی وکړي.

د ډېلي پولیسو تر دې مخکې جانتار منتر د هغو ځایونو له نوملړ څخه ایستلی و چې د اعتراضونو د ترسره کولو اجازه په‌کې ورکول کېږي.

پرسعودي عربستان د یمن د حوثیانو تازه بریدونه

د یمن حوثيانو د سعودي عربستان په ظهران او ریاض کې د ارامکو د تېلو پر تاسیساتو او د ملک خالد پر نړیوال هوايي ډګر د بریدونو مسوولیت منلی او خبرداری یې ورکړی چې د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو او هوايي ډګرونو به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع نن وویل چې دا بریدونه یې د بالستیک او کروز توغندیو او بې‌ پیلوټه الوتکو په وسیله کړي دي.

د سعودي په مشرۍ ایتلاف وویل چې د چهارشنبې په ورځ یې د حوثیانو لخوا د ریاض پر لور توغول شوی یو بالستیک توغندی شنډ کړی او د سعودي په پلازمېنه کې د څو زورورو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د شنبې په ورځ د ریاض پر هوايي ډګر په برید کې ۱۳ کسان ووژل شول.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د حوثیانو بریدونه په کلکه غندلي او ویلي یې دي چې د دې ډلې کړنې به”هېڅکله هېرې نه کړي.”

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG