د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

د امریکا د ولسمشر په توګه د بایډن انتخابېدل او د ځینو رهبرانو هرکلی


جوبایډن
جوبایډن

امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د دې هېواد په ولسمشریزو انتخاباتو کې د ډموکراټ ګوند کاندید جوبایډن د الکټورل کالج لازمي رأيې وګټلې او خپل جمهوري غوښتونکي سیال او اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته‌یې ماتې ورکړه.

د امریکا په ولسمشریزو انتخاباتو کې ډموکراټ کاندید جوبایډن په پنسلونیا ایالت کې په اکثریت رأيو ګټلو سره د ولسمشر کېدو لپاره د الکټورل کالج ۲۷۰ رایې پوره کړي.

په ولسمشریزو انتخاباتو کې د ډموکراټ ګوند کاندید جوبایډن د الکټورل کالج لازمي رأيې وګټلې

د راپورونو له مخې جوبایډن د الکټورل کالج ۲۷۳ رایې ګتلي دي. د ولسمشر په توګه د انتخابېدو لپاره کاندید باید د الکټورل کالج ۲۷۰ رأیې وګټي.

بایډن په پنسلوانیا کې په ۳۴،۴۰۰ اضافي رایو سره انتخابات وګټل چې د ټولو ورکړل شویو رأیو ۴۹.۶ فیصده کېږي. ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې ایالت کې۴۹.۱ فیصده رأیې ګټلي.

جوبایډن ۷۷ کلن دی. دی د امریکا پخوانی مرستیال ولسمشر او د ډلاوېر سناتور دی چې ۷۴.۵ میلیونه بې ساره شمېر رأیې يې تر لاسه کړې.

د ده د بریا په اړه د رسنیو تر اعلان وروسته ده د نومبر د ۳مې د انتخاباتو د ګټلو په اړه په یوه اعلامیه کې ویلي: "زه د امریکا د خلکو له اعتماده مننه او ویاړ کوم چې پر ما او پر منتخب مرستیال ولسمشرې هاریس باندې يې کړی."

د امریکا متحدانو په چټکۍ سره د راتلونکي ولسمشر په توګه د جوبایډن د انتخابېدو هرکلی کړی.

جرمني ویلي چې د اتلانتیک دواړو غاړو ته یو نوی فصل دی چې پرانیستل کېږي.

انګیلا مرکل
انګیلا مرکل

د جرمني صدراعظمې او د ناټو ائتلاف د یوه مهم متحد هېواد مشرې انګېلا مرکل خوښي څرګنده کړې چې د جوبایډن منتخب مرستیال ولسمشره کمالا هاریس به د امریکا لومړۍ مرستیاله ولسمشره وي.

د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو په انتخاباتو کې جوبايډن او د ده منتخب مرستیالې کمالا هاریس ته پر بریا مبارکي ویلې او زیاته کړې يې ده: "کاناډا او امریکا ځانګړې اړیکې لري او دا هغه رابطه ده چې پر نړیواله کچه بې سارې ده."

د برتانیا صدراعظم بوریس جانسن چې ډېری خلک یې د ټرمپ متحد او نیږدې متحد ګڼي د جوبایډن بریا تاریخي بللې او هغه او کمالا هاریس ته‌یې مبارکي ویلې ده.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون جوبایډن او کمالا هاریس ته په مبارکي ویلو سره پر ټويټر لیکلي: "امریکایانو خپل ولسمشر انتخاب کړ او د ننګونو پر وړاندي ډېر کار ته اړتیا ده. راځئ چې په ګډه کار وکړو!"

امانویل مکرون
امانویل مکرون

د اروپايي ټولنې مشرانو اورسولاوان درلېین او چارلز میشل هم د جو بايډن د انتخابېدو هرکلی کړی او د دواړو لوریو تر منځ يې پر پراخو اړیکو ټينګار کړی.

د ناټو عموي منشي ینز سټولټنبرګ جوبايډن ته مبارکي ویلې او په یوه اعلامیه کې يې زیاته کړې چې له جوبایډن او کمالا هاریس سره کار کولو ته سترګې په لاره دی چې د اروپا او امریکا خپلمنځي اړیکې نورې هم پياوړي شي.

XS
SM
MD
LG