د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۸

امریکا کې د ټاکنو د پایلو پر سر کړکېچ زیات شوی


امریکا کې له ټاکنو ۲۴ ساعته وروسته لا هم ددې انتخاباتو ګټونکي لا معلوم نه دي.
امریکا کې له ټاکنو ۲۴ ساعته وروسته لا هم ددې انتخاباتو ګټونکي لا معلوم نه دي.

په داسې حال کې چې د امریکا په ځینو کلیدي ایالتونو کې د ولسمشرۍ ټاکنو رایه-شمېرنه روانه ده، په ټوله امریکا کې د ټاکنو د پایلو پر سر کړکېچ زیات شوی دی.

د رایو مرکزونو له تړل کېدو ۲۴ ساعته وروسته هم د ټاکنو نتیجه معلومه نه‎ده.

د امریکا په ګڼو ښارونو کې د ډونالډ ټرمپ مخالفانو هم مظاهرې وکړې او غوښتنه یې وکړه چې د ټاکنو کارکوونکي دې د خپل کار ختمولو ته پرېښوول شي.

د امریکا په ګڼو ښارونو کې مظاهره کوونکو وغوښتل چې د ټاکنو کارکوونکي دې د خپل کار ختمولو ته پرېښوول شي.  

د ولسمشرۍ کاندید، ډیموکرات جوبایډن نن سهار وختي هم تر ډونالډ ټرمپ مخکې و، دا وروسته له هغې چې په مشیګان او ویسکانسن ایالتونو کې یې بریاوې خپلې کړې.

وروسته له هغې چې اعلان شوه، جوبایډن د مشیګان ایالت رایې وړي، نوموړي وویل، دی د انتخاباتو د ګټلو تمه کوي.

بایډن زیاته کړه، باوري دی؛ اوس دا روښانه ده چې د ټاکنو ګټلو لپاره به د کافي ایالتونو رایې خپلې کړي.

د امریکا د ټاکنو سیسټم یو څه پېچلی دی، ځکه یو ولسمشر تر ډېره د ټاکنیزو کالجونو د رایو د شمېر له مخې ټاکل کېږي.

د پلازمېنې واشنګټن ډي سي په ګدون د امریکا پنځوس ایالتونه په ټوله کې ۵۳۸ ټاکنیز کالجونه یا "الکټورال" لري او هر کاندید چې ۲۷۰ انتخاباتي کالجونه خپل کړي، هغه د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی ګڼل کېږي.

ډیموکرات جوبایډن نن سهار وختي هم تر ډونالډ ټرمپ مخکې و،
ډیموکرات جوبایډن نن سهار وختي هم تر ډونالډ ټرمپ مخکې و،

له تېرې شپې په څلورو کلیدي ایالتونو اریزونا، جورجیا، پنسلوانیا او ناویدا کې د رایو شمېرنه روانه ده او د جو بایډن د ټاکنیزو کالجونو یا الکټورال شمېر ۲۵۳ او د ډونالډ ټرمپ ۲۱۴ دی.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ له شواهدو وړاندې کولو پرته ټینګار کړی چې په رایه اچونه او رایه شمېرنه کې لویې ستونزې وې.

جمهوریت غوښتونکو چې ډونالډ ټرمپ یې کاندید دی، په څو ایالتونو کې د انتخاباتو په اړه محکمې ته عرض کړی او د ولسمشر ټرمپ پارېدلي پلویان د ډیټرویت او فینکس د رایې ورکولو مرکزونو مخې ته راټول شوي وو.

د امریکا په ګڼو ښارونو کې د ډونالډ ټرمپ مخالفانو هم مظاهرې وکړې او غوښتنه یې وکړه چې د ټاکنو کارکوونکي دې د خپل کار ختمولو ته پرېښوول شي.

ټرمپ په څو ایالتونو کې د انتخاباتو په اړه محکمې ته عرض کړی
ټرمپ په څو ایالتونو کې د انتخاباتو په اړه محکمې ته عرض کړی

تراوسه معلومه نه ده، چې د امریکا د ولسمشرۍ د څلورکلنې دورې ګټونکی څوک دی، ۷۴ کلن ډونالډ ټرمپ که یې ډیموکرات سیال ۷۷ کلن جوبایډن؟

هرڅوک چې د ټاکنو ګټونکی وبلل شو، په جنورۍ میاشت کې د شپږڅلوېښتم ولسمشر په توګه د وفادارۍ لوړه پرځای کوي.

  • 16x9 Image

    صالح محمد صالح

    صالح محمد صالح (Salih Mohammad Salih) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او ویندوی دی، چې له ۲۰۰۶م کال راهیسې له دې راډیو سره کار کوي.

XS
SM
MD
LG