د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۸

د ډونالډ ټرمپ کمپاین د دوو ایالتونو په محکمو کې دعوې وبایللې


ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

د ډونالډ ټرمپ کمپاین په دوو کلیدي ایالتونو مشیګان او جورجیا کې په محکمو کې درج کړې حقوقي دعوې وبایللې.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، جمهوریپال ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، چې په ناویدا او نورو ځایونو کې به نورې حقوقي دعوې درج کړي.

ښاغلي ټرمپ له شواهدو وړاندې کولو پرته ادعا کړې، چې په دغو ځایونو کې انتخاباتي سرغړونې شوې دي.

د ټرمپ ټاکنیزې ډلې په هغو ایالتونو کې حقوقي دعواګانې درج کړي، چې د ډیموکرات ګوند کاندید جو بایډن یا مخکښ دی، یا هم تر ولسمشر ټرمپ د مخکې کېدو په حال کې ښکاري.

د ولسمشرۍ د دغو لانجمنو ټاکنو د وروستیو رایو شمېرنه روانه ده او ولسمشر ټرمپ له شواهدو وړاندې کولو پرته ویلي، چې د نوامبر د درېیمې په ټاکنو کې په پراخه پیمانه درغلي شوې ده.

خو په تېرو ټاکنو او د رایو د شمېرنې په پروسه کې د بې نظمیو نښې نه دي لیدل شوي او ټرمپ هم د خپلو ادعاوو د کره والي لپاره شواهد نه دي وړاندې کړي.

د ټرمپ کمپاین ادعا کړې چې په جورجیا ایالت کې د هغو ۵۳ صندوقونو چې ناوخته د رایې ورکولو مرکزونو ته رسېدلي، رایې له هغو رایو سره ګډې شوي، چې د نوامبر پر درېیمه، یعنې د ټاکنو په ورځ مرکزونو ته رسېدلې وې.

په زیاتو ایالتونو کې د هغو رای پاڼو شمېرلو ته اجازه ورکړل شوې، چې د نوامبر تر درېیمې وروسته په نښه شوي دي.

په مشیګان ایالت کې د ولسمشر ټرمپ انتخاباتي کمپاین هڅه وکړه چې د رایو شمېرل ودرول شي یا هم د رایو د شمېرنې په پروسه کې پراخه ونډه ولري.

په مشیګان او جورجیا ایالتونو کې قاضیانو د ولسمشر ټرمپ د کمپاین قانوني دعواګانې رد کړې او ویې ویل د ولسمشر د ادعاوو د ثبوت لپاره شواهد نه دي وړاندې شوي.

د امریکا رسنیو جوبایډن په مشیګان کې ګټونکی اعلان کړی، په داسې حال کې چې په جورجیا کې چې د پوست له لارې د کارول شویو رایو شمېرنه په کې روانه ده، د ولسمشر ټرمپ مخکېتوب په کمېدو دی.

د ټرمپ د کمپاین استازو ادعا کړې چې د لاس ویګاس تر څنګ د ناویدا ایالت په کلارک ولسوالۍ یا کاونټۍ هم انتخاباتي سرغړونې وې.

دوی خبرداری ورکړی، په دې اړه به محکمې ته خپل رسمي شکایت وړاندې کوي.

ولسمشر ټرمپ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ناویدا کې تر بایډن یو څه مخکې شوی، خو بیا هم د دواړو ترمنځ سیالي په سختۍ روانه ده.

د ولسمشرۍ کاندید جو بایډن، چې پخوا یې د امریکا د ولسمشر د مرستیال په توګه هم دنده ترسره کړې، له امریکایانو وغوښتل چې «ارام واوسي.»

جو بایډن
جو بایډن

جو بایډن پرون په یوه اعلامیه کې وویل، له شک پرته که ټولې رایې وشمېرل شي، دی به په تدریجي ډول د ډونالډ ټرمپ په وړاندې ګټونکی وي.

ښاغلی بایډن د ۲۷۰ الکتورال کالج یا ټاکنیزو کالجونو د رایو خپلولو ته نږدې شوی دی.

هر کاندید چې ۲۷۰ رایې پوره کړي، د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی بلل کېږي.

د جوبایډن د ټاکنیزو کالجونو د رایو شمېر ۲۵۳ او د ډونالډ ټرمپ ۲۱۴ دی او له دې سره تر اوسه د ټاکنو نهايي نتیجه نه ده اعلان شوې.

XS
SM
MD
LG