د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

امریکا کې د رایې شمېرنې دوام؛ 'جوبایډن بریا ته نږدې شوی'


امریکا کې د رایې شمېرنې بهیر
امریکا کې د رایې شمېرنې بهیر

د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو رایې لا هم شمېرل کېږي او د بایډن رایې په ډېرېدو دي.

ایروزونا، جورجیا، پینسلوانیا، شمالي کارولینا، الاسکا، نووادا هغه ایالتونه دي چې د رایو شمېرل په کې پای ته نه دي رسېدلي.

تر دې دمه بایډن په ۴ ایالتونو کې تر خپل سیال ډونالډ ترمپ ډېرې رایې لري که نتیجه په همدې ډول پر مخ لاړه شي بایډن انتخابات ګټي.

تر نن سهاره پورې ټرمپ په جورجیا کې وړاندې و خو اوس په دې ایالت کې، چې ۱۶ الیکترول رایې لري، بایډن مخکې دی.

جورجیا د بایډن الیکترول رایې ۲۶۹ ته رسوي.

خو لا هم په دغو حساسو برخلیک ټاکونکو ایالتونو کې د دواړو کاندیدانو د رایو ترمنځ ډېر توپیر نه شته.

په همدې حال کې ډونالډ ترمپ د دغه هېواد پر دیموکراتیکه پروسه تورونه لګوي چې په متحدو ایالتونو کې بې ساري دي.

سره له دې چې د انتخاباتي سرغړونو راپور نه دی خپور شوی، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې وویل، په هغو ټولو ایالتونو کې چې د ده سیال بریالی شوی دی، د حقوقي دعوې لپاره به محکمې ته مراجعه وکړي.

ده بې له دې چې شواهد وړاندې کړي، ویلي، د انتخاباتي درغلۍ په خاطر به رای ورکوونکي او د هغو ایالتونه، یعنې هغه ټول ایالتونه چې بایډن په کې ګټلې ده، زموږ له لوري له حقوقي دعوې سره مخامخ شي.

ټویټر د ښاغلي ټرمپ پر دې ټویټ دا ټاپه وهلې چې «ښايي منحرفوونکې معلومات ولري.»

د رایو له شمېرلو سره په دوو برخلیک ټاکونکو ایالتونو جورجیا او پینسلوانیا کې د بایډن رایې ډونالډ ټرمپ ته په نژدې کېدو دي.

جوبایډن
جوبایډن

اوس د بایډن الیکترول کالج رایې ۲۵۳ دي حال دا چې تر دې دمه د ټرمپ کالج الیکترول رایې ۲۱۴ دي خو د بري لپاره ۲۷۰ رایو ته اړتیا لري.

نو ډېر پام پینسلوانیا ته اوښتی.

په دې ایالت کې، چې د رایو شمېرنه دوام لري، د بایډن رایې ټرمپ ته په نږدې کېدو دي او اوس د هغو سیمو رایې شمېرل کېږي چې هلته د بایډن دیموکرات ګوند ډېر نفوذ لري.

که بایډن په پینسلوانیا او یا د درو نورو ایالتونو لکه جورجیا، نووادا او ایروزونا په منځ کې په دوو ایالتونو کې ډېرې رایې وګټي، د امریکا ولسمشر غوره کېږي.

پینسلوانیا ۲۰ الیکترول رایې لري او حاضردمه د ټرمپ د رایو فیصدي په کې ډېره ده.

همداراز جورجیا ۱۶ الیکترول رایې لري او بایډن نږدې ده چې چې په دې ایالت کې وړاندې شي.

بایډ‌ن په ایروزونا او نوواډا کې هم تر دې دمه تر خپل سیال وړاندې دی.

په همدې منځ کې د میشیګان ایالت د محکمې قاضي د ډونالډ ترمپ د انتخاباتي کمپاین د غړیو دا شکایت رد کړ چې ګنې جمهوریپالو د الیکترونیکي رایو پر شمېرلو څارنه نه لرله.

قاضي وویل چې دا شکایت د چهارشنبې په مازدیګر او د وروستنیو رایو تر شمېرل کېدو یو ساعت وړاندې شوی دی.

XS
SM
MD
LG