د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ لیندۍ ۱۳۹۹ کابل ۰۸:۴۶

نړۍ

د امریکا متحدانو د جوبایډن د انتخابېدو هرکلی وکړ

جوبایډن

د امریکا متحدانو د دغه هېواد د راتلونکي ولسمشر په توګه د جوبایډن د انتخابېدو سمدستي هرکلی وکړ.

جرمني او اتلانتیک دا د دواړو خواوو ترمنځ یو نوی باب وباله، خو روسیې پرې چوپتیا غوره کړې ده.

ویل کېږي چې بایډن به د ولسمشر ډونالد ټرمپ په پرتله د روسیې په وړاندې د دغه هېواد د بشري حقونو د سابقې په اړه سخت دریځ غوره کړي.

منتخب ولسمشر بایډن په ځلونو پر ګاونډیو د یرغل او د نورو هېوادونو په انتخاباتو کې د لاسوهنې په شمول د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر اقداماتو چې دی یې ناوړه اقدامات بولي، نیوکې کړې دي.

بایډن په وروستیو کې روسیه د مخالف هېواد په نوم یاده کړې ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

چین سپوږمۍ ته چانګ ۵ ستوربېړۍلېږي

ارشیف

چین غواړي چې نن چانګ ۵ ستوربېړۍ سپوږمۍ ته ولېږي.

سپوږمۍ ته د دې ستوربېړۍ د لېږلو لپاره پرون تخنیکي چارې تنظیم شوې.

دا ستوربېړۍ به د هایتان ولایت له ونچانګ څخه د لانګ مارچ ۵ راکټ په وسیله ولېږل شي.

چین تر دې وړاندې څو ځلې د دې ستوربېړۍ د لېږلو چارې ځنډولي دي خو که دا ماموریت بریالی شو، ښايي دا به په ۴۰ کلونو کې لومړی ځل وي چې یوه ستوربېړۍ له سپوږمۍ څخه د تیږو نمونې راوړي.

ستوربیړۍ به د سپوږمۍ له سطحې ۷ فوټه لاندې شاوخوا څلور نیم پاونډه خاوره او تیږې له ځان سره مځکې ته راوړي.

د فرانسې د پخواني ولسمشر محاکمه پیل شوه

نیکولای سرکوزي

د فرانسې د پخواني ولسمشر نیکولای سرکوزي محاکمه پیل شوه.

سرکوزي، چې له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۲ پورې د فرانسې ولسمشر و، په دې تورن دی چې هڅه یې کړې وه چې یوه قاضي ته د دې لپاره رشوت ورکړي چې د خپل ګوند د مالي وضعیت په اړه د تحقیقاتو معلومات ورڅخه واخلي.

۶۵ کلن سرکوزي ویلي چې هیڅ ناوړه کار یې نه دی کړی.

پر سرکوزي له ډېره وخته تور دی چې د ۲۰۰۷ کال په انتخاباتو کې یې له پټو بسپنو څخه کار اخیستی دی.

هنګري د روسیې د کرونا ضد واکسین نمونه ترلاسه کړې

د روسیې له لوري جوړ شوی واکسین

د هنګري د بهرنیو چارو وزیر وايي، لومړنی اروپايي هېواد دی چې تېره اوونۍ یې د روسیې د کرونا ضد واکسین نمونه ترلاسه کړه.

پیتر ژیارتو پرون (دوشنبه) د خپل هېواد پارلمان ته وویل، لومړني لس ډوزه واکسین به، چې په اګست میاشت کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د نړۍ د لومړني کرونا ضد واکسین په توګه وراستولي وو، په هنګري کې وازمویل شي.

د روسیې له لوري دا واکسین له ضروري اسنادو سره د هنګري چارواکو ته وسپارل شو چې ټیست یې کړي او معلومه کړي چې ایا دا واکسین خوندي، اغېزمن او د دې وړ دي چې د هنګري خلکو ته ورکړل شي.

تېره اوونۍ د هنګري صدراعظم وویل چې د دغه هېواد او د روسي درمل جوړوونکې شرکت ترمنځ په هنګري کې د دغه واکسین د جوړولو پر امکان خبرې روانې دي.

په پاکستان کې ښوونیزې ادارې به یوه میاشت نور هم بندې وي

پاکستان کې د یوه ښوونځي زده کوونکي

په پاکستان کې به د زده کړې موسسې په دې هېواد کې د کرونا وبا د زیات خپراوي له امله څه باندې یوه میاشت نورې هم بندې وې.

د پاکستان د ښوونې وزیر شفقت محمود نن د ایالتونو د ښوونې له وزیرانو سره تر غونډې وروسته په اسلام آباد کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې زده کونکي به د ژمنیو لسو ورځو رخصتیو له پیلېدو مخکې د ډسمبر تر ۲۴ مې پورې، له کوره په انلاین بڼه زده کړې مخ ته وړي.

هغه وویل، د جنوري د میاشتې په لومړۍ اونۍ کې به وضعیت بیا وڅېړي او هیله من دي چې وکولای شي د جنوري له یولسمې د ښوونې موسسې بېرته پرانېزي.

په پاکستان کې د کرونا نږدې ۳۷۷ زره مثبتې پېښې ثبت شوي او له امله یې نږدې ۷۷۰۰ کسان مړه شوي دي.

په برلین کې د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون په اړه خبرې کېږي

نتنز اټومي تاسیسات

د جرمني، بریتانیا او فرانسې د بهرنیو چارو وزیران به نن په برلین کې په غونډه کې د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون په اړه خبرې وکړي.

دا غونډه څوورځې وروسته تردې جوړېږي چې د ملګروملتونو د اټومي انرژې د څارنې ادارې وویل چې تهران بیا له دغه تړون څخه سرغړونه کړې ده.

د جرمني د حکومت یوې ویاندې وویل، له خپلو شریکانو سره په ګډه به له ایرانه وغواړو چې له دغه تړونه نور سرغړونې ونه کړي او بېرته په کې کړو ژمنو ته ور وګرځي.

د ملګروملتونو د اټومي څارنې ادارې د نومبر په اتلسمه ویلي وچې د ایران ترځمکې لاندې مهمو د نتنز په اټومي تاسیساتو کې د یورانیمو د پخولو سنټریفیوژیونه فعال شوي دي.

یونیسف: راتلونکى کال ۹۲ هېوادونو ته د کرونا دوه میلیارډ ډوزه واکسین لېږو

ارشيف

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یونیسف وایي، په پام کې لري چې راتلونکی کال د ودې په حال کې ۹۲ هېوادونو ته د کرونا دوه میلیارډ ډوزه واکسین او یو میلیارډ سورنجونه یا ستنې ولیږي.

یونیسف، چې د نړۍ په کچه د واکسین پېرلو تر ټولو لویه اداره ده، هر کال نږدې سلو هېوادونو کې د ویروسونو د خپرېدو د مخنیوي او د کتلوي معافیت په هدف څه باندې دوه میلیارډ ډوزه واکسینونه پېري.

د ودې په حال کې هېوادونو ته په دغه شمېر د کرونا واکسین لېږل اسانه هم نه دى، خو یونیسف وایي، چې له بار وړونکو په سلګونو هوایي او سمندري شرکتونو او د لوجستیک له نړیوالو شریکانو سره په دې برخه کې کار کوي.

په عین حال کې د نړۍ د لویو شلو اقتصاد لرونکو هېوادونو مشرانو د ریاض په سرمشریزه کې ژمنه وکړه چې هیڅ ډول هڅه به ونه سپموي څو دا مسئله یقیني شي چې د کوویډ۱۹ ناروغۍ پر وړاندې واکسین ټولو خلکو ته یوشان ورسېږي او د هغو هېوادونو، چې د کرونا خپرې شوې وبا یې اقتصادونه ډېر ځپلي، لاس نیوی وشي.

د امریکا او اروپا د درمل جوړولو یو شمېر لویو شرکتونو له دې وړاندې ویلي چې د کرونا ضد واکسینونه یې په پراخه پیمانه تولید ته نږدې شوي دي.

د امریکایي فیزر او مودیرنا کمپنیو له خوا جوړو شویو واکسینونو ښودلې چې له کرونا څخه د خوندي کېدو اغېزمنتوب یې په سلو کې څه باندې ۹۰ دی.

جوبایډن "انټوني بلینکن" د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په توګه نوموي

انټوني بلینکن

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې تمه ده چې د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن به د خپلې اوږدې مودې سلاکار او باتجربه ډیپلوماټ انټوني بلینکن د بهرنیو چارو د وزیر په توګه ونوموي.

که هغه دې چوکۍ ته ونومول شي او سنا یې هم تایید کړي، د بلینکن دنده به د امریکا د اوسنۍ ولسمشر ډونالډ ټرمپ له څلورکلنې دورې وروسته چې شعارې یې و، لومړۍ امریکا او دغه پالیسي یې له نړیوالو سازمونود لیرې والي او له خپلو متحدانو او رقیبانو سره د یوشان نښتو ښکارندوي کوله، د امریکا د ډیپلوماسۍ او نړیوالو اړیکو بیا احیا کول وي.

تمه ده چې بایډن به سبا د خپلې کابینې یو شمېر غړي اعلان کړي.

ویل کېږي، بایډن به جک سولیوان چې د امریکا د بهرنیو چارود پخوانۍ وزیرې هیلري کلینټن نږدې همکارو، خپل د ملي امنیت د سلاکار په توګه ونوموي.

بایډن د خپلې راتلونکې ادارې اساس داسې مهال ږدي چې د هغه سیال اوسنی ولسمشرډونالډ ټرمپ ډیره هڅه کوي چې د نومبرد دریمې د ولسمشرۍ د ترسره شویو انتخاباتو نتیجه چې بایډن یې ګټونکی اعلان شوی، باطله کړي.

ټرمپ په دغو انتخاباتو کې خپله ماتې تراوسه نه ده منلې.

کلیفورنیا کې د چړو په ګوازرونو ۲ کسه وژل شوي

ارشیف

د امریکا د کلیفورنیا ایالت د سان هوزي په یوه کلیسا کې دوه تنه د چړو د ګوزارنو په نتیجه کې مړه شوي دي.

د سان هوزي د پولیسو دفترپه یوه ټویټ کې ویلي چې دا پېښه په دې کلیسا کې پرون یکشنبې د ورځې ناوخته وشوه او پولیس هم په وخت د پېښې ځای ته ورسېدل.

پولیس وایي چې په دې پېښه کې یو زیات شمېر کسان ټپیان شوي چې د ځنیو روغتیایي وضعیت یې خطرناک دی.

پولیسو داهم ویلي، چې په کلیسا کې مذهبي مراسم نه وو، بلکې ډېرو هغو کسانو چې کورونه نه لري، ورته د دې لپاره پناه وروړې وه چې له یخنۍ ځان وژغوري.

د دې پېښې د څرنګوالي په اړه تراوسه نورجزییات نه دي څرګند شوي.

یونېسف ۹۲ مخ پر ودې هېوادونو ته د کرونا ویروس ضد واکسین لېږي

ارشیف، د کرونا ویروس ضد واکسین

یونېسف پلان لري چې راتلونکی کال ۹۲ مخ پر ودې هېوادونو ته د کرونا ویروس ضد دوه میلیارده ډوزه واکسین او یو میلیارد سورنجونه ولېږي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره (یونېسف) د نړۍ په کچه د واکسین اخیستلو تر ټولو لویه اداره ده.

دغه اداره هر کال نږدې ۱۰۰ هېوادونو کې د ویروسونو د خپرېدو د مخنیوي په هدف دوه میلیارده ډوزه واکسینونه اخلي.

مخ پر ودې هېوادونو ته د کرونا واکسین په دومره شمېر کې لېږد یوه ننګونه ده، خو یونېسف وایي، د بار وړلو له سلګونه هوایي او سمندري شرکتونو او د لوجستیک له نړیوالو شریکانو سره په دې برخه کې کار کوي.

په ریاض کې د جي شل هېوادونو غونډه کې هم د کرونا پر ضد د مبارزې پر لارو چارو خبري وشوې او ژمنه وشوه چې د واکسین لپاره به‌یې هېڅ ډول هڅې ونه‌سپمول شي.

د امریکا او اروپا د درملو جوړولو یو شمېر لویو شرکتونو له دې وړاندې ویلي چې د کرونا ضد واکسینونه‌یې جوړ او ازمویلي دي.

د امریکا برحاله ولسمشر ډونالد ټرمپ هم ویلي چې د راتلونکي کال تر اپرېل میاشتې پورې به دغه واکسین په پراخه کچه تولید شي.

میکداد فیصل د سوریې د بهرنیو چارو وزیر شو

فیصل میکداد (ښی) او د سوریې ولسمشر بشارالاسد

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال میکداد فیصل د سوریې د بهرنیو چارو وزیر شو.

میکداد چې با تجربه ډیپلوماټ بلل شوی د ولید المعلم ځای نیولی. المعلم تېره اوونۍ ومړ.

۶۶ کلن فیصل میکداد له ۲۰۰۶ کال راهیسې د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله.

جوبایډن د خپلې کابینې یو شمېر وزیران اعلانوي

د امریکا متحده ایالاتو منتخب جمهور رئیس جوبایډن

تمه ده چې سبا د امریکا منتخب جمهور رئیس جوبایډن د خپلې کابینې یو شمېر وزیران اعلان کړي.

دا خبره پرون د بایډن ستر سلاکار ران کلین اې بي سي ټلوېزیون ته کړې، خو د کاندید وزیرانو نومونه‌یې نه‌دي اخیستي.

روېټرز خبري اژانس هم د بایډن د ځینو نږدې متحدینو په حواله ویلي چې ښايي په همدې اوونۍ کې د بهرنیو چارو نوماند وزیر معرفي کړي. وړاندوینې داسې دي چې د امریکا د ملي امنیت پخوانۍ سلاکاره سوزان رایس او یو بل با تجربه ډیپلوماټ انتوني بلینکن تر نورو زیات د بهرنیو چارو د وزارت چانس لري.

کاندید وزیران باید د سنا باور رایه خپله کړي.

"د بلاروس پولیسو څه باندې ۲۰۰ مظاهره‌چیان په مېنسک کې نیولي"

د بلاروس د پولیسو له لوري د مظاهره کوونکو نیول کېدل.

د بلاروس د بشري حقونو د څار یو بنسټ وايي چې پرون څه باندې ۲۰۰ مظاهره‌چیان په مېنسک ښار کې نیول شوي دي.

له څو نورو ښارونو هم چې په‌کې مظاهرې روانې دي د لسګونه کسانو د نیولو راپورونه خپاره شوي.

خلک د الکساندر لوکاشینکا پر ضد مظاهرې کوي، خو د دولتي ځواکونو له‌خوا بندیانېږي.

پرون دالکساندر لوکاشینکا پر ضد د پیل شویو مظاهرو ۱۰۶مه ورځ وه.

د اګسټ له نهمې چې لوکاشینکا د بلاروس د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان شوی د بلاروس ګڼ اوسېدونکي او مخالف ګوندونه مظاهرې کوي او د هغه په بې‌واکه کېدو ټينګار کوي.

لوکاشینکا او رژیم‌یې د مظاهره‌چیانو په وړاندې د زور زیاتي په کارولو تورن دی او اروپایي ټولنې او ملګرو ملتونو پرې بندیزونه لګولي دي.

بېلاروس کې لاریون کوونکو بيا د لوکاشینکا پر استعفا ټينګار وکړ

د لاريون کوونکو انځور

نن د بېلاروس د پلازمېنې مینسک په څو برخو کې د حکومت ضد معترضانو په لاریونو کې د الکساندر لوکاشینکا د استعفا او د ولسمشرۍ د بیا ټاکنو د کېدو غوښتنه وکړه.

دا پرله پسې څومه یکشنبې ده چې معترضان له قدرته د هغه د لیرې کېدو غوښتنه کوي خو لیدل کېږي، چې نه لوکاشینکا او نه هم معترضان له خپل دریځه په شاه کېږي.

د بشري حقونو ډلو په نننيو اعتراضیه لاریونونو کې د په لسګونو کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

ویل کېږي، چې د اګست له میاشتې راهیسې چې په دې هېواد کې د ولسمشرۍ د لانجمنو ټاکنو پر سر اعتراضونه پیل شوي، له شل زرو زیات کسان د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

د دغو ټاکنو ګټونکی الکساندر لوکاشینکا اعلان شوی خو اپوزیسیون وایي په کې پراخه درغلي شوې ده.

امریکا نن د خلاص آسمان له اتلس کلن تړونه وځي

مايک پومپیو

ټاکل شوې وچې د امریکا متحده ایالات نن رسماً د خلاص آسمان له اتلس کلن تړون څخه ووځي.

واشنګټن مسکو په کراتو کراتو له دغه تړون څخه چې پر وسلو د کنټرول او تایید یو تړون دی، په سرغړونه تورن کړی.

دا به د امریکا د د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د وسله له نړیوالو تړونونو څخه د هغه ووتلو وروستي یوه بېلګه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون شنبې اعلان وکړي چې متحده ایالات غواړي له دغه تړونه ووځي او د هغه د مقرراتو له مخې یې شپږمیاشتې له مخکې د دې تړون نورو ۳۴ لاسلیک کونکو ته په دې اړه خبر ورکړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تراوسه نه ده تایید کړه چې ایا متحده ایالات نن رسماً له دغه تړون څخه ووت که څنګه؟

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د امریکا دغه پرېکړه غندلې ده.

تمه ده چین یوه بې سپرلۍ فضایي بیړۍ سپوږمۍ ته واستوي

د چین چانګې ۵ بیړۍ

چین په پام کې لري روانه اوونۍ یوه بې سپرلۍ فضایي بیړۍ سپوږمۍ ته واستوي. دا به له ۱۹۷۰ لسیزې راهیسې په نړۍ کې د یوه هېواد په توګه د چین لومړنۍ هڅه وي چې غواړي دغه بیړۍ یې د سپوږمۍ د سیارې د خاورو او ډبرو نمونې د بیا ازموینې لپاره بېرته له ځان سره راوړي.

د رویټرز د راپور له مخې د چانګې پنځه په نوم دغه بیړۍ به له سپوږمۍ هغه مواد له ځان سره راوړي چې له ساینس پوهانو سره به د دغې سیارې د جوړښت د څرنګوالي په اړه په لا پوهاوي کې مرسته وکړي.

تر دې مخکې د امریکا د اپولو بیړۍ لومړنی انسان سپوږمې ته په ۱۹۶۹ میلادي کال کې استولی و چې وروسته تر ۱۹۷۲ کال پورې یې په شپږو الوتنو کې ۱۲ نور فضانوردان دې سیارې ته واستول.

دوی د دغې سیارې ۳۸۲ کیلوګرامه ډبرې او خاورې له ځان سره راوړې وې.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG