د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

امرالله صالح: پر کابل پوهنتون برید کې د حقاني شبکې له تاکتیکه کار اخیستل شوی


پر کابل پوهنتون له وسله وال برید وروسته افغان امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسېدل.
پر کابل پوهنتون له وسله وال برید وروسته افغان امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسېدل.

پر کابل پوهنتون د برید په پایله کې چې ۲۲ نارینه او ښځینه محصلان په‎کې ووژل شول او نږدې ۴۰ نور ټپیان شول، د افغانستان حکومت نن د سه‌شنبې ورځ ملي ماتم اعلان کړی دی.

په دې ورځ د افغانستان دننه او له هېواده بهر به په سیاسي استازولیو کې د افغانستان بیرغ نیمه ځوړند وي.

که څه هم د دې برید مسؤلیت د داعش خراسان څانګې منلی او طالبانو په کې خپل لاس لرل رد کړي دي، خو د جمهور ريیس غني لومړي مرستیال امرالله صالح نن سهار په خپله رسمي فیسبوک‌پاڼه ولیکل:"د دې لپاره چې ثابته کړو چې دا برید طالبانو کړی، لسګونه نرم او سخت ثبوتونه لرو."

ښاغلي صالح زیاته کړې:" د دې لپاره چې دا جنایت په داعش ډلې پورې وتړل شي، یوازې یوه اعلامیه شته چې په هېڅ ډول نه‎شي کولای له دې تورې او بدې ګناه څخه د طالبانو لاس او وجدان پاک کړي."

امرالله صالح لیکلي، کومو وسله‌والو چې پرون یې پر کابل پوهنتون برید کړی، په خپله حمله کې یې د حقاني شبکې له تاکتیک کار اخیستی.

د ښاغلي صالح له قوله، د برید کوونکو عمل "سل سلنه" د فاتح ځواک په نوم د طالبانو د یوې نوې جوړې شوې څانګې په څېر و.

دی وايي:"د دې لپاره چې ثابته کړو دا برید طالبانو کړی، لسګونه سخت او نرم ثبوتونه لرو."

د جمهور رئیس غني لومړي مرستیال ویلي، دا چې ثابته کړي چې پر کابل پوهنتون برید طالبانو کړی، لسګونه ثبوتونه لري.

د جمهور رئیس غني لومړي مرستیال په خپله لیکنه کې چې د سه‌شنبې په سهار یې په خپله فیسیوک‌پاڼه خپره کړه د ملي امنیت ریاست او نورو سرچینو له قوله چې د پېښې په سیمه کې حاضر و لیکلي:"د برید کوونکو څېرې او وسلې له هغه تصویر سره چې داعش ډلې په جعلي اعلامیه کې خپاره کړي، په هېڅ ډول شباهت نه‎لري."

په ورته وخت کې د پېښې په سیمه کې د برید له پای وروسته د ازادي راډیو له‌خوا اخیستل شوي تصویرونه ښيي، هغه ټولګي کې چې برید کوونکو په کې سنګر نیولی و، د طالبانو بیرغ پروت دی او تر خوا یې په دېوالونو د د دې ډلې په ننګه شعارونه' طالبان زنده باد' لیکل شوي وو.

خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپل ټویټر کې دا صحنه جعلي بللې ده.

د برید په سیمه کې د طالبانو بیرغ د کومې هغې پړه چې داعش وسله والې ډلې منلې.
د برید په سیمه کې د طالبانو بیرغ د کومې هغې پړه چې داعش وسله والې ډلې منلې.

په ورته وخت کې له طالبانو سره د افغانستان د مذاکره کوونکي پلاوي مشرهم د دې برید په اړه سخت غبرګون ښودلی.

معصوم ستانکزي په خپله ټویټرپاڼه طالبانو ته په اشارې لیکلي:"که طالبان په بې‌رحمانه ډول د افغانانو د وژلو پای ته ژمن وي، باید هر څه ژر اوربند وکړي او د افغانانو غاړو ته د دښمن ور رسېدلي لاسونه لنډ کړي."

ښاغلي ستانکزي زیاته کړې، هېڅوک نه‎شي کولای چې د دې ډول قتل او وحشت څخه خپلې اوږې خالي کړي او د افغانانو او خدای پر وړاندې یوه لویه ازموینه ده.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد هم دا برید وحشیانه بللی او زیاتوي، دا د دولت او طالبانو لپاره یو فرصت نه‎دی چې د یوه او بل پر وړاندې امتیاز واخلي. د خلیل‌زاد له قوله، دلته یو ګډ دښمن شته.

هغه له افغان دولت او طالبانو غوښتي چې د سولې لپاره یو شي او یو تل‌پاتې اوربند ته زمینه برابره کړي.

د دې برید په ماښام د جمهور رئیس غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم کابل پوهنتون ته ورغی او د طالبانو پر وړاندې یې خورا تنده ژبه وکاروله.

نوموړي وویل:"هغه طالبان چې نن جګړه کوي په دې نه خبر چې فاسد مشران یې په څه بوخت دي، د دوی مشران چې په کوټه، کراچۍ او دوحه کې ناست دي، په څه اخته دي. دوی غواړي چې بې‌وزله خلک ووژني او همدا ډول هغه کسان چې سرتېري دي."

ښاغلي محب د پېښې په کنټرول کې د امنیتي ځواکونو د هڅو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې څلور برید کوونکي ووژني.

همدا ډول تېره نیمه شپه یو شمېرمدني فعالان او محصلان د کابل پوهنتون د شمالي دروازې ترمخه راټول شول او د قربانیانو په یاد یې شمعې بلې کړې.دوی د طالبانو پر ضد سخت شعارونه ورکړل.

پر کابل پوهنتون له بریده وروسته له جګړې پاتې شوي توکي
پر کابل پوهنتون له بریده وروسته له جګړې پاتې شوي توکي

له دوی یو تن ضیا الحق اوریا زیاته کړه:"طالبه! که تا دا کار کړی، خدای دې تباه کړه. طالبه!که تا دا کار کړی، د افغانستان ملت به دې په دنیا او اخرت کې له ګرېوان و نیسي."

فرید سیلاني بیا له افغان حکومته غواړي، که طالبان سوله نه کوي، باید خبرې ورسره پای ته ورسوي: "له حکومته غواړو چې یا له طالبانو سره اوربند وکړي. داسې نه کېږي چې دوی په قطر کې وي او دلته هره ورځ خلک وژل کېږي."

پر کابل پوهنتون برید په لړم میاشت کې دویم خونړۍ برید دی چې په یوه ښوونیز مرکز کېږي.

له دې وړاندې د لړم په دویمه نېټه یو ځانمرګي بریدګر د کابل په لویدیځ کې د کوثر په نوم یو ښوونیز بنسټ په نښه کړ چې په کې ۲۴ تنه ووژل شول او ۶۷ نور ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG