د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

د طالبانو اعلامیې ته د ارګ غبرګون؛ ' دا ډله لا هم سولې ته ژمنه نه ده'


ارګ
ارګ

طالبانو په خپلې یوې نوې خپرې شوې اعلامیه کې د امریکا له نوي منتخب ولسمشر جوبایډن غوښتي، چې د دوحې هوکړه د افغانستان د معضلې د حل لپاره یو ښه اساس دی.

په داسې حال چې د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د امریکا له نوي حکومت غوښتي، چې د سولې روان بهیر بیا وارزوي، طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د امریکا نوي حکومت ته وریاده کړې چې، د دوحې تړون د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې د پای ته رسېدو او ښه راتلونکي په اړه ښه وثیقه او د منازعې د معقول حل ښه او مؤثره لاره ده.

په دې اعلامیه کې وړاندې راغلي، چې له افغانستان څخه د ټولو امریکايي ځواکونو وتل، زموږ په هېواد کې نه مداخله، دغه شان د افغانستان له خاورې څخه د امریکا په ضد نه استفاده، د دواړو ملتونو او هېوادونو په ګټه دي.

دا اعلامیه چې نن سهار خپره شوې دا هم په کې راغلي، چې طالبان د دوحې توافقنامه د افغانستان د معضلې د حل لپاره یو ښه اساس ګڼي او دېته ترجیح ورکوي چې داخلي مشکل هم د ډیالوګ او مذاکراتو له لارې حل شي.

د طالبانو بیرغ
د طالبانو بیرغ

طالبانو په اعلامیه کې دا هم ویلي، چې د امریکا راتلونکي ولسمشر او حکومت ته په کار ده چې هغو جنګ غوښتونکو کړیو، اشخاصو او جهتونو ته متوجه وي چې روان جنګ جاري ساتل غواړي، امریکا لا هم په جګړه کې ښکېله ساتي او د جګړې په جریان کې خپلې شخصي ګټې لټوي او د خپل قدرت د بقا هڅه کوي.

خو د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ طالبان په بهانو جوړولو او د جګړې په دوام تورنوي.

د ولسمشرغني ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیوته وویل، چې طلبان د اوربند او سولې له خبرو پرته چې د خلکو ، حکومت او نړیوالې ټولنې غوښتنه ده بله لار نه لري.

صدیق صدیقي
صدیق صدیقي

هغه زیاته کړه: "لیدل کېږي چې طالبان له بده مرغه لا هم پلمې لټوي، او وروستۍ څرګندونې یې هم ښيي چې، دا ډله لا هم د افغانستان د سولې بهیر ته ژمنه نه ده، د طالبانو له خوا د بریدونو او تاوتریخوالي دوام د افغانستان د سولې بهیر کمزوری او په دغه هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره نړیواله ټولنه ناهیلې کوي."

د ښاغلي صدیقي په وینا، د امریکا له خوا طالبانو ته امتیاز ورکول او د هوکړې لاسلیک دلیل هم د اوربند اعلان او د سولې ټینګښت و.

خو تر دې یوه ورځ مخکې د افغان حکومت دوهم مرستیال سرور دنش، د امریکا له نوي حکومت وغوښتل چې ، د سولې روان بهیر بیا وارزوي څو په خبره یې دې برخه کې شته ستونزې حل شي.

ښاغلي دانش دا هم وویل، طالبان د سولې مذاکراتو د پیل لپاره د دوحې هوکړه یو بنسټ بولي، هغه څه چې د ده په خبره د افغان دولت مذاکره کوونکی پلاوی یې نه مني او نه هم افغان دولت د دې هوکړې د جزییاتو پر وړاندې مسوول دی.

طالبانو په خپله تازه اعلامیه کې ویلي، چې د دوحې هوکړې ته ژمن دي خو ښاغلي دانش بیا د تېرې ورځې په څرګندونو کې طالبان له امریکا سره د شوي تړون په نقض د تاوتریخوالي په زیاتېدو او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو په دوام تورن کړل، هغه څه د نوموړي په خبره، د دوحې د هوکړې خلاف دي.

په دې منځ کې بیا د مصالحې عالي شورا مرستیال حاجي عزیزالله دین محمد په دواړو خواوو غږ کوي چې د ستونزې د هواري او په افغانستان کې د جګړو د درېدو او وینې توېدنې د ختمولو لپاره باید د یوې منځ لارې په رایستلو فکر وکړي.

حاجي عزیزالله دین‌محمد
حاجي عزیزالله دین‌محمد

هغه زیاتوي: "اوس د مسئلې د حل لپاره ښه خبره دا ده چې یوه منځنۍ لاره داسې وویستل شي، چې هم طالبانو ته یوه لاره جوړه شي او هم د افغانستان حکومت ته یوه لاره جوړه شي او بلاخره دا خبرې روانې شي، ځکه که دا کار ونه شي، دلته جنګ روان دی وینې توېږي نو تکلیف به ډېر زیات شي، نو زه وایم طرفینو لپاره پکار ده چې یو د منځ لار وباسي."

د یادونې ده چې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوي ترمنځ له تېرو دوه میاشتو راهیسې د سولې د خبرو په کړنلاره خبرې هیڅ نتیجې ته نه دي رسېدلي چې یوه عمده ستونزه په کې همدا د طالبانو له خوا دا وړاندیز دی چې د دوی (طالبان) او امریکا تر منځ دې شوې هوکړه د بین الافغاني خبرو بنسټ وګرځول شي هغه څه چې افغان مرکچي پلاوی یې ورسره نه مني.

دا هوکړه د امریکا او طالبانو تر منځ د فبروي میاشتې په ۲۹ نېټه لاسلیک شوه.

XS
SM
MD
LG