د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۶

مسیر: پر کابل پوهنتونو برید هغه کړیو پلان کړې وه چې هېڅ اسلامي ارزښتونه نه پېژني


پر کابل پوهنتون له برید وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي.
پر کابل پوهنتون له برید وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي.

کابل چاپ نږدې ټولو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د کابل پوهنتون د تېرې ورځې د خونړۍ او مرګونې حملې په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

هشت صبح ورځپاڼه لیکي، وسله والو ډلو ته د نظامیو او ملکیانو ترمنځ هېڅ توپير نه شته، ځکه نظامیان یې مخالف دي او ملکیان د دوی په شان نه دي، نو ځکه له یوې مخې دواړه وژني او رحم ورباندې نه کوي.

په سرمقاله کې راغلي، وسله والې ډلې ځکه په ملکیانو زیاتې حملې کوي چې دوی له ځانه د دفاع توان نه لري، نو همدا لامل دی چې په هرځای کې هر کس هدف دی.

ورځپاڼه لیکلي، پر ښوونیزو مرکزونو، پر کار ځایونو، پر ودونو او دیني مراسمو که بریدونو ته وکتل شي، نو همدې ډلو له نظامیانو ډېر ملیکان وژلي، نو په کار ده چې له دولت سربېره هر څوک باید له ځانه ساتنه وکړي.

مسیر ورځپاڼې د کابل پوهنتون د تېرې ورځې حمله چې ۲۲ کسان په کې ووژل شول او له شلو زیات کسان ټپیان شول بې سارې وحشیانه، ظالمانه او غیري انساني کړنه بللې.

د لیکوال په باور دا حمله هغو استخباراتي کړیو پلان کړې وه چې هېڅ ډول اسلامي او انساني ارزښتونه نه پېژني او نه هم ورته احترام لري.

لیکوال په ټینګار سره لیکلي چې د دغه برید او د طراحانو په اړه یې باید واضح خبرې وشي، حکومت دې خپل ټول اسناد او شواهد شریک کړي او طالبان هم که په دې اړه څه لري، باید له ولس سره شریک کړي دا هغه لاره ده چې اصلي قاتلین پرې معلومېږي.

د سرمقالې په پای کې راغلي له دې پرته تورونو او له بریدونو سیاسي او تبلیغاتي استفاده، نه یوازې دا چې د دغو بریدونو مخه نه شي نیولای، بلکې د قربانیانو له وینو سره هم غیر مسؤلانه چلند دی.

انیس دولتي ورځپاڼې لیکلي چې افغانانو د زده کړو، پوهنې او علم هغه لاره چې ځانته یې انتخاب کړې هېڅ وخت به ورنه راونه ګرځي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په هېواد کې د تاوتریخوالي دوام، نورو وسله والو ډول ته زمینه برابره کړې څو له دې وضعیت نه په استفادې ملکیان ووژني او روان حالت نور هم پیچلی کړي.

لیکوال سپارښتنه کوي چې د روان ناوړه وضعیت د کنټرول لپاره باید افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه لاس په کار شي، څو افغانانو ته د ژوند مصؤنه فضا برابره کړي.

په پای کې ویسا ورځپاڼې لیکلي، افغان دولت او د طالبانو پلاوي د سولې په خبرو کې له خپلو کلکو دریځونو تېر شي، همدا کلک دریځونه دي چې د سولې روان بهیر یې له خنډ سره مخ کړی او چې ورسره تاوتریخولي زور اخیستی.

د لیکوال په وینا که خدای مه کړه، دا فرصت له لاسه ووځي که سوله رانه شي دا ککړه جګړه نوره هم وحشي کېږي چې کنټرول به یې د طالبانو او افغان حکومت له لاسه ووځي.

XS
SM
MD
LG