د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۳

"امریکا له افغانستانه د دوه زره سرتېرو له ایستلو وروسته هم۲ اډې پریږدي"


ارشیف، په باګرام کې یو شمېر امریکايي سرتیري
ارشیف، په باګرام کې یو شمېر امریکايي سرتیري

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک مېلي پرون چهارشنبه (د لیندۍ ۱۲مه) د بروکېنګز تحقیقاتي مرکز ته وویل، واشنګـټن له افغانستانه د ۲۰۰۰ سرتېرو د ایستلو نه وروسته هم په دغه هېواد کې خپلی دوه لویې اډې پریږدي.

جنرال مېلي ونه ویل چې:

  • دا کومې لویې اډې دي؟
  • د سرتېرو په وتلو سره به کومې پوځي وړتیاوې کمې شي؟

خو دومره یې وویل، څه چې وروسته پېښېږي د جوبایډن په مشرۍ د امریکا د نوي حکومت پورې به اړه ولري.

جنرال میلي وویل چې امریکا د دغو دوو لویو اډو مربوط ځینې وړې قرارګاوې هم په افغانستان کې ساتي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک مېلي
د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک مېلي

امریکا اوس مهال په افغانستان کې ۴۵۰۰ عسکر لري او جمهور رئیس ټرمپ نیت لري چې د راتلونکې جنورۍ تر نیمایي مخکې دوه زره سرتیري له افغانستانه بهر کړي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز وویل، واشنګټن به د خپلو دغو عسکرو له ایستلو وروسته هم په افغانستان کې د افغانستان پوځ د روزنې او د القاعده شبکې او داعش پر وړاندې د ترورېزم ضد مبارزې ته دوام ورکړي.

بل خوا، د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ قطر کې د سولې هڅې وروسته تر دې دوهم پړاو ته داخلې شوې چې دواړو لوریو د بین الافغاني مذاکراتو د مقدمې په ګډون د طرز العمل د نهایي کېدو خبر ورکړ.

امریکا خپلې یو شمېر سپوږمکۍ او سټلایټونه هم په افغانستان کې ساتي. 

د افغان دولت د پلاوي غړي نادر نادري په دوحه کې د چهارشنبې په ورځ (د لېندۍ ۱۲مه) له رسنیو سره د تګلارې پر سر د موافقې د خبر تر شریکولو وروسته وویل چې کاري کمېټو ته دنده سپارل شوې ده چې د سولې د مذاکراتو اجنډا ترتیب کړي.

د امریکا متحدوایالتونو د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو د پرمختګ چې تر دوه میاشتو وروسته ترسره شو هرکلی کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې دواړو لوریو یو شمېر مهمې پریکړې کړي چې له دې سره به یې مذاکرات د سیاسي جوړ جاړي او پراخ اوربند لور ته روان شي.

په اعلامیه کې وړاندې ویل شوي چې دا توافق د دې څرګندونه کوي چې د افغانستان اسلامي جمهوريت او طالبان د اختلافاتو د لېرې کولو لپاره جدي دي، د اختلافاتو د حل توان لري او دې ته چمتو دي چې پر سختو موضوعاتو موافقې ته ورسېږي.

ناټو هم په افغان سوله کې د پرمختګ هرکلی وکړ، د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې رسنیو ته د انلاین غونډې له لارې تېر ماښام وویل چي دا لومړی ځل دی چې طالبان او د افغانستان حکومت یو سند سره لاس لیکوي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

ده وړاندې وویل: "دا لومړی ځل دی چې په حقیقت کې طالبان او افغان حکومت توانیدلي دي چې یو سند لاسلیک کړي او پر داسې یوه چوکاټ موافقه وکړي چې په افغانستان کې اوږد مهالې سولې ته د رسېدو لپاره مذاکرات وکړي او البته د لومړي ګام لپاره دې هدف ته د رسېدو په خاطر باید په هر اړخیز اوربند موافقه وکړي."

ښاغلي سټولټنبرګ زیاته کړه چې د ناټو دفاع وزیران راتلونکې فبرورۍ میاشت کې غونډې کوي او تر هغه مهاله د سولې خبرو کې پرمختګ به کتنه په افغانستان کې د خپل ماموریت په هکله تصمیم نیسي.

د ناټو سرمنشي وویل، که په خبرو کې پرمختګ ونه شي ناټو به په افغانستان کې خپل ماموریت ته په عادي ډول ادامه ورکړي.

  • 16x9 Image

    سلطان سرور

    سلطان سرور (Sultan Sarwar) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او ویاند دی، چې په پښتو او دري ژبو خپرونې وړاندې کوي، دغه راز د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG