د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

ګڼو اسلامي هېوادونو او سازمانونو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله


د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه
د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه

د افغانستان حکومت وايي ګڼو اسلامي هېوادونو او سازمانونو، د وضعیت په درک کولو سره په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې او په دې اړه خپل غږ یې په متحدانه ډول اوچت کړی دی.

د حج او اوقافو وزارت وايي، دغو هېوادونو او سازمانونو له وزارت سره په تفاهم دا دریځ خپل کړی دی.

د دغه وزارت ویاند فضل محمد حسیني پرون ازادي راډیو ته وویل: "وزیر صاحب او نورو همکارانو په خپلو اعلامیو او ویناوو کې د روانې جګړې په اړه خپل دریځ بیان کړی دی. دا نور هېوادونه چې دا جګړه ناروا بولي، دا هم د وزارت هڅې وې چې د نورو هېوادونو له عالمانو سره‌یې د افغانستان حالات درک کړی او هغوی ته‌یې د دې حالت په اړه خپل نظر څرګند کړی دی."

په نایجر کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو دوه ورځنی کنفرانس پرون پای ته ورسېد چې په افغانستان کې د روانې جګړې پر زیانونو هم په‌کې بحث وشو.

د سولې او پراختیا لپاره د ترورېزم پر ضد د یووالي په نوم دغه کنفرانس کې د افغانستان په استازیتوب د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر ګډون کړی و.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر

ښاغلي اتمر پرون دغه کنفرانس ته وویل: "له ترورېزم سره د مقابلې لپاره تر ټولو ښه لاره دا ده چې افغانستان ته سوله راولو او د هغو بهرنیو وسله‌والو پر ضد مبارزه وکړو چې په دې سیمه کې خوندي ځالې لري. په دې کې د اسلامي همکاریو سازمان مهم رول لوبولی شي او باید لاسونه سره ورکړو او د افغانستان د سولې د پروسې ننګه وکړو او په اسلامي هیوادونو کې اسلامي دیني عالمان وهڅوو چې افغانستان کې تاوتریخوالی وغندي او د سولې د بهیر ملاتړ وکړي."

تر دې مخکې ګڼو هېوادونو، سازمانونو او دیني عالمانو په افغانستان کې د روانې جګړې پر نامشروعیت څرګندونې کړې وې.

د فلسطین د دیني عالمانو د ټولنې مشر او د القدس جومات امام دوکتور الشېخ عکرمه صبري تېره پنجشنبه په یوه وېډيويي پیغام کې په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله.

هغه غوښتنه کړې وه، هغه ډلې چې په افغانستان کې خلک وژني، باید خپل اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.

د لړم/عقرب میاشتې پر څلورمه د بنګله‌دېش دیني عالمانو او مفتیانو هم په پلازمېنه ډاکه کې د یوه کنفرانس پر مهال په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې وه.

د مالیزیا د اسلامي یووالي نړیوال بنسټ بیا د لړم/عقرب پر ۱۱مه په یوه رسمي لیک کې په افغانستان کې روانه جګړه د شریعت خلاف بللې وه.

بل‌خوا د کوېټ ځینو دیني عالمانو د لړم/عقرب پر ۲۸مه په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله او ویې‌ویل، دا جګړه شرعي جواز نه‌لري، په ځانګړي ډول وروسته له هغې چې طالبانو له امریکا سره موافقه لاسلیک کړه.

د فبرورۍ پر ۲۹مه په قطر کې له واشنګټن سره د طالبانو موافقه
د فبرورۍ پر ۲۹مه په قطر کې له واشنګټن سره د طالبانو موافقه

وسله‌والو طالبانو که څه هم د فبرورۍ پر ۲۹مه په قطر کې له واشنګټن سره موافقه لاسلیک کړې، خو بیا یې هم په افغانستان کې خپلې جګړې نه‌دي بندې کړي.

ذبیح‌الله مجاهد چې ځان د وسله‌والو طالبانو ویاند بولي د دغو بیانونو په غبرګون کې پرون ازادي راډیو ته وویل، د دوی روانه جګړه د خپل حق د غوښتلو مشروع مبارزه ده.

XS
SM
MD
LG