د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

"د اسلامي هېوادونو د همکارۍ له سازمانه غواړو چې د افغان سولې له هڅو ملاتړ وکړي"


د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیران په نایجر کې د سولې لپاره راټول شوي
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیران په نایجر کې د سولې لپاره راټول شوي

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیران "د سولې او پرمختګ لپاره د ترهګرۍ پر ضد یووالي" په شعار سره ټول شوي دي.

دې غونډې ته له افغانستانه د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هم ورغلی او تمه ده د افغان سولې او ثبات له هڅو د ګډونوالو هېوادونو ملاتړ وغواړي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حامد تهذیب په دې اړه رسنیو ته په یوه پیغام کې ویلي: "دغه کنفرانس ته زموږ پیغام دا دی چې جنګ په افغانستان کې له شرعي لحاظه ناروا دی. د اسلامي نړۍ هېوادونه دې په افغانستان کې د جنګ په ناروا بللو سربېره له سولې او نظام ملاتړ وکړي چې په هغه کې د خلکو د مدني حقونو او جمهوري نظام په شمول د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې خوندي وي او د خلکو رایه د هغوی د سیاسي برخلیک ټاکونکې وي. تمه ده د بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې د یو شمېر هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره د افغانستان د سولې، سوکالۍ او امنیت لپاره د هغوی د ملاتړ د جلب او هم د جنیوا د بریالي کنفرانس د پایلو په اړه جلا جلا لیدنې ترسره کړي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان په غونډه کې
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان په غونډه کې

د اسلامي نړۍ د همکارۍ سازمان په خپلو تېرو غونډو کې د افغانستان د سولې او ثبات په هڅو ټینګار کړی او طالبان یې د بریدونو بندولو ته هڅولي.

د دغه سازمان له هڅو سره-سره د افغانستان جګړه لا هم له عامو خلکو قرباني اخلي او د تاوتریخوالي کچه ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو بلل شوې ده.

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو سږنۍ غونډه تر ډېره د ترهګرو ډلو له خوا رامنځته شوېو ګواښونو او پر وړاندې یې د مبارزې په اهمیت څرخیږي.

د دغه سازمان سکرتر جنرال یوسف بن أحمد العثيمين د نایجیریا په پلازمېنه نیامي کې د بهرنیو چارو وزیرانو روانې غونډې ته وویل چې د ترهګرۍ سره باید په ګډه مبارزه وشي.

د اسلامي همکاریو د سازمان د غونډې یوه څنډه
د اسلامي همکاریو د سازمان د غونډې یوه څنډه

دی وايي: "دا چې موږ د دې دورې غونډې لپاره دا شعار غوره کړی چې موږ د پرمختګ او سولې لپاره د ترورېزم خلاف متحد یو په دې ټينګار کوي چې ترورېزم د سیمې او نړۍ لپاره تر ټولو خطرناکه او لوی ګواښ دی او د دې لپاره چې ترورېزم په پرمختګ او د مرستو په ګډو روابطو او بشري انکشاف منفي اغېزه کوي او هم د دې لپاره چې ترورېزم یوه نړیواله پدیده ده او پرته له استثنا ټول ګواښي نو په وړاندې یې ګډه مبارزه او زیارونه په کار دي."

د اسلامي نړۍ د همکارۍ سازمان له ۵۷ غړیو هېوادونو یو شمېر په تېره بیا افغانستان له کلونو د ترهګرو ډلو د ګواښ یا هم په کورنیو جګړو کې ښکېل دي.

په افغانستان کې تېر ۱۹ کاله په وسله والو طالبانو سربېره القاعده او ورپسې داعش/اسلامي دولت ډله او شاوخوا شل ترهګرې ډلې له افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو سره جګړه کوي.

XS
SM
MD
LG